کور / تازه خبرونه / د سعودی مرستندویه کميټې په صوابۍ کې مرسته وويشله

د سعودی مرستندویه کميټې په صوابۍ کې مرسته وويشله

پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټې په صوابۍ کښې په پنځه سوه کورنيو د روژه ماتي (افطار الصائم) په نوم مرستې وويشلې، دغه مرستې چې په پنځه سوه (500) کارتنه خوراکي توکو مشتملې وې او په هر کارتن کې (لس کيلو وريجې، پنځه ليتره غوړيتيل، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو دال، دوه کيلوبيسن، دوه کيلو کجورې، يو کيلو تانج شربت، دوه کيلو وچې شودې،نيمه کيلو مالگه، نيمه کيلو تور چاى) ځاى په ځاى شوي وه، دا مرستې د پاکستان سيلاب ځپلو لپاره د شاه عبدالله کمپاين لخوا چمتو او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کميټۍ په همکارۍ په صوابۍ کښې د روانې مياشتې په څلورويشتمه نېټه پر بې وزلو پاکستانيو کورنيو وويشل شوې د دغو مرستو د ويشلو پر مهال د مرستندويه کميټېد پېښور دفترمديرالحاج عبدالله خان دکميټې په نمايندګۍ د بې وزلو سره خواخوږي څرګنده کړه او نوموړې مرستې يې د هغو مرستو لړۍ وګڼله چې د سعودي مسلمان ولس يې د خپلو پاکستاني او افغاني بې وزلو ورونو سره کوي.نوموړي د مرستې د ويشلو پر مهال خپلو وروڼو ته ډاډ ورکړ، او زياته يې کړه چې د سعودي مرستندويه کميټى هميشه بې وزلو ورونو سره مرسته کړې او تر خپله وسه به مرستو ته دوام ورکوي..د يادونې وړ ده چې د مرستو وېشلو پر مهال د شاه عبدالله کمپاين اداري مدير حماد او دخېبرپښتونخوا د خير ښېگړې صوبايي وزيره ستاره اياز هم موجوده وه.