په روان کال کې افغان دولت د متحده ایالاتو په شمول د ګڼ شمیر لویدیځو هیوادونو سره کوم چې په افغانستان کې پوځی اډې لري تړونونه لاسلیک کړ چې د دې تړونونو د لاسلیکولو بڼستیزه موخه دا ده چې لویدیخ هیوادونو نه یواځې د افغانستان څخه هر اړخیزې سیاسی او پوځی دفاع وکړي بلکې سربیره پردې د بهرنیو پوځونو له وتلو څخه وروسته د راتلونکو لس کالو د پاره د افغانستان سره بشپړ اقتصادی او پوځی مرستې وکړي او د نړۍ په کچه د افغان دولت څخه سیاسی ملاتړ وکړي تر څو چې یوه باثباته افغانستان جوړ شي.
په داسې حال کې چې همدا اوس دغو هیوادونو د افغانستان په پولو کې غټې پوځي چونیګانې لري خو دا دریم میاشت کیږي چې پنجابی پوځونو د افغانستان پرخاوره او په ځانګړې توګه د کونړ په ولایت کې پوځي بریدونه کوي تر اوسه پورې په لسهاو افغانان یی وژلې دي او د کونړ د ولایت کلي او بانډې یی له منځه وړي دي او ځنکلونه یی سوځولې دي.
دا چې د پاکستان پوځي او استخباراتی واکداران د دې بریدونو تر شا څه موخه لري چې قتل او قتال یی په افغانستان کې پیل کړې دي څرګڼد لامل یی نه ده په ګوته شوی خو بیلابیلې نظریی شته خو څه چې ښکاره ده دا ده چې افغان ملی پوځ د افغانستان څخه د دفاع وسه نلري. نو له دې کبله پنجابی پوځونو د ټوبونو او توغندیو ګولې اوروي خو افغان میړني پوځونه حتی د یو مقابل ډز هم وس نه لرې خو بیا په افغاني کلیو بانډو لکه زمری غورځي او حتی د خپل ولس پرتوک باسي.
په د يپلوماتیک ډګر کې هم لکه افغان میړنی پوځونه افغان میړنی د يپلوماتان په بهرنیو چارو په وزارت خپلې شین چای چشي او کله کله چې د پنجابی پوځونو ګلوله باري تند شي بیا په ډیره ملایمه ژبه به یوه اعلامیه نشروي اود افغان پرخاوره ګلوله باری او د افغاناتو وژني غندي.
که په یوه شیبه پنجابی پوځونه د کونړ ولایت ټول اوسیدونکې ووژني طالبان او اسلامی ګوند چې هلته ډیره واک لري خپله ژبه هم نه خوځوي لکه چې پنجابیان د خدای(ج) په امر د کونړ خلک وژني.
شمالی تلواله د کونړ د خلکو په وژنې بیا بل رنګ خوشحالیږي او د ډبل عبدالله په کور کې اټنونه کوي چې يو څوتنه نورهم پښتاته کم شو او د خپلې اوږو بار سپک احساسوي.
نړیوالې ځواکونو د افغان دولت سره د خپلې ستراتیژیکو تړونو دلاسلیک کولو سره سره او خپلې ټولې هوایی او ځمکنې پوځونو سره سره په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو په وړاندې غلې پاتې شوي دی . په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو قوماندانی په افغانستان کې د پنجابی پوځونو په وړاندې نه په پوځی لحاظ هم نه په دیپلوماتیک ډګر کې دغو ګلوله باریو په وړاندې خپلې غوږ ګروي او نه د میدیا له لارې دا خبرونه خپروي لکه چې د پنجابی پوځ بریدونه پر کونړ ولایت کې د پاکستان حقه حقوق وي خو د امریکا په مشرۍ د ناتو ځواکونه ګه چیرې یو راپور ترلاسه کړي چې په پلانګی کلې په د واده په مراسموکې یو طالب شتون لري بسته کلی ورانوي او زموږ د شنه کلې نه ډیران جوړوي.( د فلک له لاسه چا ته کړم کوکار ).
افغان دولت او افغان ملت ویره لري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته یوځل بیا د پاکستان ، ایران او روسیی هیواونو لاس به د افغان پرخاور برشي خو اوس چې یولک او ډرش زره بهرنی پوځونه زموږ پرخاوره واک چلوی ایران او پاکستان په لوی لاس د افغان پرخاوره لاس وهنې کوي د ناتو د قومندانی غږ نه پورته کیږي.لس کاله کیږي چې افغانستان د ایران تر کلتوری یرغل لاندې دی. ایران په افغانستان کې لسهاو رادیو او تلویزونونه چلوی ، ایرانی بچې مخدوم رهین د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوحه ځکه چې په پښتو ژبه وه ښکته کړه او د هغه پر ځای لکه ایران(وزارت اطلاعات او فرهنک ) ولیکل د کوم پښتون غږ پورته نشو چې خیریت ده ورور؟ ایران د بلې لورې طالبانو ته د سړک غاړې پرمختلې ماینونه ، وسلې او پیسې ورکوی چې د افغانستان د پښتني سیمې جرړې له بیخه وباسي او سبا چې بهرنیان له افغانستانه ووځي همدغو ایرانیانو د ډبل عبدالله ، دوستم ، محقق او قانونی سره په یوه تغر کې کیني ترڅو چې د طالبانو بیخ وباسي.
له بده مرغه هم اوس د پنجابی پوځونو ګلوله باري د کونړ پر ولایت چالان دي پژواک خبري آژانس په خواله د چنګاښ ۳۱ مه نیټه د کونړ ولایت د والي په حواله خبر ورکړ چې پنجابی ځواکونو پر دغه ولايت کې ٣٠٠ توغندي توغولي چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې زياد شمیر توغندي په تیرو ٢٤ ساعتونو کې دانګام ولسوالۍ ته را توغول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې څلور عام وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو په وژل شويو کې يوه ښځه هم شامله ده.
د کونړ پر سرحدي سيمو له تیرو درېيو مياشتو توغنديز بريدونه کیږي، چې له امله يې د سيمې خلکو ته درانه زيانونه اوښتي او سلګونه کورنۍ يې کډه کولو ته اړې کړې دي.د يادونې ده، چې له تازه بريدونو مخکې هم د پاکستاني ځواکونو په دې ډول بريدونو کې څلور تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان وو.
دغه تازه بريدونه په داسې حال کې شوي، چې دوه ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزير راجا پروېز اشرف کابل ته په يوه ورځني رسمي سفر راغلى و او افغانستان يې ورور ګاونډى مسلمان هیواد وباله.
جالبه خبره خو دا ده چې وروسته له درې میاشتو یرغل د کابل واکداران خبر شول او افغان حکومت د دغه هیواد امنيتي بنسټونو ته دنده سپارلې ده چې د پاکستان د توغنديزو او توپچي بريدونو په اړه بشپړ راپور ژر تر ژره د افغانستان امنيت شورا ته وسپاري.
مخکې هم افغان حکومت گواښ کړى و که د پاکستان له لوري توغنديز او توپچي بريدونه پاى بيا نه مومي نو دوى به دا خبره د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې کړي ځګه چې افغان میړڼی پوځونه يوه عراده لرې واټن وویشتونکې ټوپ نه لري چې د پنجابی پوځ د ټوپخانې په لور ډزې وکړي او نه هم د ڼاتو ځواکونه يو عراده ټوپ افغان پوځ ته د څو ګولیوسره پور ورکوي چې یو څو ډزې وکړي. دبل لورې د افغانستان د وسله وال پوځ تاریخ نه دې ښودلې چې افغان میړنی پوځ د کوم بهرنی پوځ په لور حتی د ټوپک یوه ډز کړي وي.
نن چې بهرنی ځواکونو د پاکستان د مخامخ بریدونو په وړاندې خپلې غوږ نه ګروي سبا چې بهرنی پوځونه ووځی څه پروا شته. په دري ژبه کې یو متل دی وایی(مرغ کم کویش کم) که بهرنی پوځونه سبا وځی نن د ی ووځي. د بهرنیو پوځونو د شتون ګټه یواځې شمالی تلوالې ته ، د کابل واکدارانو ځینې مفسد مامورینوته او د لوژستیکي اکمالاتو قرار دادیانو ته یی رسیږي عام افغان ولس په ویره کې ژوند کوي چې کور کلی یی کله د ناتو له خوا کله بمباریږي.
افغانان د یو ملت په توګه هرکله د خپلې خاورې څخه د دفاع کړی او اوس هم د دفاع وس لري نو ځکه نه ایرانی او نه پنجابی پوځونو سره دومره میړانه او جرئت شته چې مخامخ د خپل پلې عسکر او بیرغ سره د افغان پرخاورې یرغل وکړي ایرانی ، پنجابی او روسی واکداران څه چې کولای شي هغه دا د ه چې د سیاسی د واک د ترلاسه کولو د پاره خپل ګوداګیان سره وجنګوي او په افغانستان کې د کورنیو جګړو اور بل کړي.
خو اوس په یقیقن ویلای شم چې د نوي یم لسیزه په شان ګورنی جګړو یو ځل بیا به په افغانستان کې نه پیلیږي. په افغان ولس کې سیاسی شعور او د هیواد د ملی ګټو سره مینه ډیرشوۍ او انشاالله د افغان ولس راتلونکې د بهرنیو پوځونو له وتلو څخه وروسته به ډیر روښانه وي او افغانان د ملی ګوندونو پرمحور سره راټول شي او د عربی هیوادونو د پسرلي غورځنګ بې له شکه په افغانستان کې مثبته اغیزه وکړي او په هم دغه تناسب پر ایران او پاکستان کې منفي اغیزه به وکړي.
تل د وي افغان میړني ملت د افغان د خاورې اصیله ساتندویان- مړه دې وي د انګریز غلام پنجابی پوځونه
دشیځ اسعد شورې د شعر یوه برخه چې د افغان ولس د اوسنې ژوند سره سمون لري
د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زملوي هر ګل چې خاندي په بهار
هره غاټول چې په بيد يا کې غوړېده کا
رېژوي يې پاڼې کاندي تار په تار
ډېر مخونه د فلک څپیړه شنه کا
ډېر سرونه کا تر خاورو لاندې زار
د واکمن له سره خول پرېباسي مړ شي
د بېوزلو وينې توى کاندي خونخوار
چې له برمه يې زمري رپي ځنګلو کې
له اکوبه يې ډاري تير و جبار
ته پر ننګه وې ولاړ په ننګه مړ سوې
هم پر ننګه دې په ننګه کا ځان جار