افغان ځواکونه وايي چي نن ورځ د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کي يوه افغان عسکر د خپل ټوپک خوله هغه وخت پر بهرنيانو را واړوله چي کله هغوى ورته روزنه ورکوله .
چارواکي وايي چي په دې بريد کي درې بهرنيان وژل سوي او يو ټپي سوى دئ.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى خو د دا ډول پېښو مسئوليت تر وسله وال طالبان پر غاړه اخلي .
د افغان حکومت په ليکو کي دا ډول پېښي افغان حکومت ا و په تېره بيا بهرنيانو ته يوه لويه ننګونه بلل کېږي.
بهرنيانو اوس په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه را ولېږله او په هغې کي ئې د خپلو سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې او ترڅنګ وايي چي په متفابل ډزو کي ټکان کوونکى هم وژل سوى.
د يادوني وړ ده چي په خبرپاڼه کي د وژل سوو بهرنيانو کره شمېره نه ده په ډاګه سوې.