اسلام اباد : پژواک،دخبرله مخې دپاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ځينو مېشت غالو کې افغان کډوال وايي، چې د روژې له رارسېدو سره سم برېښنا بېرته ورته خوشې شوې ده.تېره مياشت افغان کډوالو شکايت کړى و، چې پر مېشت غالو يې ځايي چارواکيو برېښنا بنده کړې ، چې له امله يې د نورو ستونزو ترڅنګ دوى د اوبو له نشتوالي سره هم مخ شوي دي.د خيبر پښتونخوا د اکوړي کمپ يو تن اوسېدونکي افغان کډوال حاجي شکور د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې يې مېشت غالي ته بېرته برېښنا را خوشې شوې ده.هغه زياته کړه : (( موږ نه پوهېږو، چې چارواکو ولې برېښنا بېرته خوشې کړې، خو د دې د نشتوالي له امله په سخته ګرمۍ او روژه کې له ستونزو سره مخ وو. ))د پېښور پوهنتون دافغان محصلينو د ټولنې مشر، چې په اکوړي مېشت غالي کې اوسيږي، پژوک اژانس ته وويل ، چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې پرې برېښنا بنده شوې وه.خو هغه وايي،چې له پرون راهيسې د روژې مبارکې مياشتې له برکت يې برېښنا بېرته فعاله شوې ده.هغه زياته کړه : (( د برېښنا له پرې کېدو وروسته افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او له لرو سيمو څخه يې اوبه راوړلې.))نوموړي له دولتي چارواکيو وغوښتل ، چې دا يوه بشري ستونزه ده او دې ستونزې ته دې په دوامداره توګه د حل لاره پيدا کړي.په شمشتو مېشت غالي کې يو تن افغان کډوال ډاکټر طاهر هم وويل، چې پر دوى بنده شوې برېښنا پرون بېرته فعاله شوې ده.هغه زياته کړه ، په داسې حال کې چې دلته ګرمي خپل اوج ته رسېدلې،د برېښنا نشتوالي له امله ماشومان او سپين ږيري ناروغ شوي وو.د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار ولسوالۍ کې د برېښنا دادارې يوه چارواکي عارف خان پژواک اژانس ته وويل، چې درې مياشتې مخکې د برېښنا مرکزي ادارې ( واپډا) پرېکړه کړې وه، چې له افغان کډوالو به د ځايي اوسېدونکو په څېر د برېښنا لګښت اخيستل کېږي .هغه زياته کړه ،چې تر دې مخکې افغان کډوالو ته ارزانه برېښنا ورکول کېده، خو اوس له دوى څخه هم د نورو ځايي اوسېدونکو په څېر لګښت اخيستل کيږي .نوموړى وايي ،چې په جولاى مياشت کې افغان کډوالو په نوي نرخ او بيه د برېښنا لګښت او بلونه ورنکړل، ځکه يې پرې برېښنا پرې کړې وه.د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې په ګرمۍ کې يې ولې برېښنا قطع کړې، عارف خان وويل چې په ځينو مېشت غالو کې پر افغان کډوالو پنځه ميليونه کلدارې د برېښنا پاتې وې، که دوى نيم ميليون يې هم ورکړې واى، هېڅکله به برېښنا نه واى قطع شوې .په پېښور کې دافغانستان کونسل جنرال ابراهيم خېل پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى هم د افغان کډوالو د برېښنا له ستونزو خبر وو او له ځايي چارواکيو سره يې پرې خبرې کړې وې.هغه زياته کړه ، چې د برېښنا ځايي چارواکيو ځينو مېشت غالو ته د برېښنا د بېرته پرېښودو امر کړى دى.د نوموړي په وينا، د خيبر پښتونخوا ايالت ځايي محکمې هم ټولو افغان مېشت غالو ته د برېښنا د خوشې کولو سپارښتنه کړې ده.ديادونې ده، چې په پاکستان کې اوس هم شاوخوا دوه ميليونه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې ډېرى يې په خيبر پښتونخوا ايالت کې اوسېږي .