اورکزۍ: په اورکزو قبائیلي سیمه کې امنیتي ځواکونو د جیټ جنگي جهازونو په مرسته د وسله والو په پناه ځایونو د اتوار په ورځ بریدونه کړې دي او چارواکې دعوه کوي چې کاروائي کې ١٥ وسله وال وژل شوې او ١٢ نور زخمیان شوې دي.اورکزو کې د وسله والو خلاف کاروائي په ډبورۍ، لشتۍ او ماموزۍ سیمو کې شوې ده چې پکښې د چارواکو د وینا ترمخه د وسله والو څلور د پناه ځایونه تباه کړی شوې دي.یو لوړ رتبه عسکري چارواکې رسنيو د نوم نه څرگندولو په شرط وئیلي د اورکزو په غرنۍ سیمه کې د وسله والو خلاف کاروائي د استخباراتي معلوماتو په بنیاد شوې ده کله چې دا اطلاع ترلاسه شوه چې وسله په غرنۍ سیمه کې میشته دي.د چارواکې د وینا ترمخه، دوه جنگي جهازونو په اورکزو کې د وسله والو پټن ځایونه په نخښه کړل، په نتیجه کې يي ١٥ وسله وال ووژل شول او ١٢ نور زخمیان شوې دي.د چارواکې د دعوې په ازاده توگه تصدیق نه دی شوې، سیمه کې خبریالان په بې طرفه توگه خپله دنده نشې ترسره کولی او د وسله والو تنظیمونه دوې ته د زیان په حقله د چارواکو دعوې ردوي.