کور / تازه خبرونه / په شپږو بمي چاودنو کي ۱۷ تنه وژل سوي او ۸۰ زخمیان دي

په شپږو بمي چاودنو کي ۱۷ تنه وژل سوي او ۸۰ زخمیان دي

د عراق په درېیو بېلابیلو ښارونو کي د یو شمېر بمي چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان له منځه تللي او شاوخوا ۸۰ نور زخمیان سوي دي.


د محمودية په ښار کي په درېیو موټرونو کي بمونو ځای پر ځای سوي وه، چي په دغه سیمه کي يې ۱۱ تنه وژلي او ۳۸ نور زخمیان کړی دي. لومړنی موټر په یوه پارکینګ کي والوزېد او کله چي پولیسو د پيښي تر ځایه ورسېدل دوهم موټر هم والوزېد او د درېیم موټر بمونه په عیني ښار کي د پولیسو په ځای کي وچاودېدل.


همدارنګه د مدائن نومي سیمي په رش لرونکي بازار کي د بمي چاودنو له امله پنځه تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ او ۱۴ نور ټپيان سوي دي.


نوري چاودني د بغداد څخه په ۱۶۰ کیلومتري کي د نجف په سیمه کي رامنځته سوي چي ځاني او مالي زیان يې اړولئ دئ.


په یو شمېر بمي چاودنو کي ۱۷ تنه وژل سوي او ۸۰ زخمیان دي - د انځور منبع BBC


که څه هم ګمان کیږي چي د ۲۰۰۷زېږدیز کال راهیسي په عراق کي ناآرامي د تېر په څېر کمه سوې ده، خو بیا هم په بیا – بیا توګه چاودني ځاني او مالي زیان اړوي . د امريکايي فوځیانو د وتلو څخه وروسته د روان کال جون تر ټولو ویر لړلې میاشت وه . په جون کي لږ تر لږه ۲۳۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او شاوخوا ۶۰۰ نور زخمیان سوي دي .