د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې په کابل ولایت کې کتابتو پرانست
د افغان ځوانانو د همغږۍ جرګې له خپلې ژمنې سره سم چې د کابل ولایت په ولایتي جرګه کې کړې وه چې د کابل له جرګې وروسته به په کابل ولایت کې د ځوانانو د سالمې بوختیا لپاره کتابتوجوړوي تېره اونۍ یې د سرطان په دویشتمه نیټه دغه ژمنه پوره کړه چې په پرانست غونډه کې د افغان ځوانانو د همغږۍ دجرګې دمرکزي کمیټې د غړو په شمول د هېواد یو شمېر مخورو لیکوالو ګډون درلود د یادونې ده چې دغه کتابتون دهېواد د تکړه لیکوال محمد اصف صمیم په نامه ونومول شو همدارنګ د افغان ځوانانو دهمغږۍ جرګې مشرې ماریاتوتاخېل په خپلو خبرو کې وویل چې ورته کتابتونونه به د هېواد په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې جوړوي ترڅو ورنه ځوانان ګټه پورته کړي چې پيل یې له کابله وشود افغان ځوانانو دهمغږۍجرګه چې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده هران هوډ لري ترڅو د ځوانانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي زموږدځوانانو ذهني او فکري ترمرکز د ځینو سیاسي ډلو ټپلو له خو پاشل شوی دی دغه جرګه د د غبرګولي ۲۵ مه په کابل کې د کابل ولایت په کچه داریاناکابل هوټل کې لومړنۍ جرګه وکړه چې له دې نه ورسته به د هيواد په نور ولایاتو، ولسوالیو او کلو کې جوړيږي او خپل پیغام به د هېواد ګوډ ګوډ ته رسوي د یادوني ده چې دغه جرګه کامل خپلواکه او هیچا پورې تړاو نه لري .
د کتابتون پته : کابل د دیمزنګ لومړي سرک ته مخامخ مخب زاده مارکيټ ۱۱ نمبر دوکا