د ویښ ځوانانو غورځنګ: له ملګرو ملتونو غواړو چې پاکستان تروریستي حکومت ونوموي.
د ویښ ځوانانو غورځنګ د پنجشنبې ورځ په کابل کې پاکستان لخوا د بريدونو په غندنه یوه غونډه رابللې وه او د غونډې په ترڅ کې ېې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د نړيوالو ترهګرو د ساتنې او روزنې له امله دې د پاکستان حکومت یو تروریست حکومت ونوموي.
د غونډې ګډونوالو د پاکستان لخوا کیدونکي بريدونه په کلکه وغندل. غونډې ته د وينا پر مهال د ویښ ځوانانو غورځنګ مشر اسرار احمد خان د افغان ولسمشر د هغو خبرو ملاتړ وکړ، چې وایي ځکه بلمثل عمل نه کوي، چې د ډیورنډ په اخوا کې هم زموږ خپل خلک اوسي.
خان غونډې ته وویل، ( موږ د دولت له دې دریځ څخه ټینګ ملاتړ کوو، چې وايي پر هغو سیمو به حملې ونه کړو، خو په دې برخه کې د ډیپلوماټیکې چوپتیا یې غندنه کوو، ځکه دا منو چې پښتونخوا زموږ خپله سیمه ده، خو دا هم منو چې هلته پنجابیان او د پاکستان پوځیان راغلي او پر افغانستان باندې بریدونه کوي، موږ ددې حملو په کلکه غندنه کو او له دولت څخه غواړو چې په ډیپلوماټیک ډګر کې دي چپ نه پاتیږي).
خان همدا ډول زياته کړه چې پاکستان یو ترهګري زيږونکې هيواد دی، نړۍ یی باید په وړاندې غلې پاته نشي او ترهګرو د روزلو او ساتلو له امله دې ېې تروریستي حکومت ونوموي.
د کنړ ولايتي چارواکې وايي چې د پاکستان لخوا د کنړ ولايت په دانګام، شیګل، مروره، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په سلګونه راکټونه لګيدلي دي چې له امله یی سلګونه کورونۍ بې ځايه شوې او د ستر مالي زيان تر څنګ یی ګڼ شمیر خلک وژلي او ټپيان کړيدي.
د دې ولايت د چارواکو په وينا دا بريدونه لا هم دوام لري.
د ویښ ځوانانو غورځنګ په خپله غونډه کې ګواښ وکړ که پاکستان بريدونه ونه دروي نو په وړاندې به يي افغانان راپورته شي او همدا ډول یی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان لخوا د بريدونو په دوام دې له دې هيواد سره خپلې سياسي اړيکې وشکوي.
غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي حيدر خان مومند هم په خپله وينا کې د پاکستان لخوا په افغان خاوره بريدونه په کلکو ټکو وغندل او پاکستان یی په سیمه کې د نا امنيو یواځينې ستر لامل وباله.
ښاغلي مومند غونډې ته وويل چې پاکستان چې په سيمه کې د انګریزي استعمار پاته شونی دی په افغانستان او سيمه کې د اسلام په نوم د خپلو ګټو د ساتلو په موخه بیلا بيلې ډلې جوړې کړې دي.
د ويښ ځوانانو د غونډې په پريکړه ليک کې د امريکې لخوا د سلاله د پيښې له امله بخښنه غندل شوې او له ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې غوښتنه شويده چې د پاکستان لخوا دې په افغان خاوره د بريدونو غندنه وکړي.
پرېکړه لیک د افغانستان په وړاندې په خيبر پښتونخوا کې د عوامي نيشنل ګوند لخوا د پاکستان له حکومت سره د ملګرتيا غندنه کړيده او زياتوي چې په قبايلي سیمو کې د پاکستان د پوځونو شتون غیر قانوني دی.
په غونډه کې د ويښ ځوانانوغورځنګ د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ او د هيواد په یو شمیر نورو سیمو کې د ولسي خلکو لخوا د طالبانو په وړاندې د وسله وال پاڅون کلک ملاتړ اعلان کړ.