په هرات کې د لويديځ د ادبي او مدني همغږۍ بهير بنسټ کېښودل شو
په هرات ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې چې د دوولسو مدني او ادبي ټولنو د استازو، د پوهنتون استادانو، اديبانو او شاعرانو په ګډون جوړه شوې وه، د لويديځ زون د ادبي او مدني همغږۍ د بهير بنسټ کېښودل شو. دا غونډه چې د جمعې په شپه د جهاد خونې په تالار کې تر سره شوه، د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه. د ملي سرود له غږولو وروسته د نني افغانستان اونيزې مسؤول مدير محي الدين نوري غونډې ته د پرانستې وينا واوروله او ګډونوالو ته ېې د دې بهير د رامنځته کېدو او څرنګوالي په اړه لومړني مالومات ورکړل. له هغه وروسته ځينو نورو ګډونوالو هم ويناوې وکړې او وروسته بيا د بهير د څرنګوالي او په لويديځ کې د مدني، ادبي او کلتوري ټولنو د همغږۍ او يووالي په اړه آزاد بحث تر سره شو.
له څلور ساعته پرلپسې بحث او نظرياتو ټولولو وروسته د محمود سعيد له خوا د بحث ګډ ټکي او غورچاڼ ګډونوالو ته وړاندې شول او ټولو ګډونوالو په يوه غږ له دې ټکو سره موافقه وښوده. د کارونو د لا پرمختګ لپاره د اړونده ټولنو څخه د يوه يوه استازي په ګډون د يوې لنډ مهالې جرګګۍ پر جوړولو د هوکړې تر څنګ د غونډې دوو تنو ګډونوالو هر يوه نعيم افغان او عبدالقيوم مهربان د کارونو جوړښت او پرمختګ لپاره دنده پر غاړه واخيسته، تر څو د لومړنيو هڅو تنظيم او سمون وکړي.
د ډوډۍ خوړلو له وقفې وروسته غونډې ته د راغلو شاعرانو له لوري مشاعره تر سره شوه او د ګډونوالو له لوري په چکچکو بدرګه شول. په مشاعره کې عتيق الله مطمين، نعمت الله پټانزي، نعيم افغان، ميرويس ملګري، محمود سعيد، نصرالله ټولواک او واثق سنګريار خپل شعرونه واورول.
د يادونې وړ ده چې غونډې ته د شمشاد ټلويزون، ژوندون ټلويزون او بي بي سي راډيو په ګډون د ځينو نورو رسنيو خبريالان هم راغلي وو.
له مشاعرې وروسته غونډه د دعا په لوستلو او د انځورونو په اخستلو پای ته ورسېده.