د Kristeligt Dagblad پنامه ډنمارکی ورځپاڼی کی په ۴ / ۷ / ۲۰۱۲ نیټه د انګلستان د ملکی الیزابت د الماسی جواهراتو د نندارتون په هکله د « ملکی جواهراتو ته یوه کتنه » تر سرلیک لاندی یو لړ لنډ مالومات نشر کړی کوم چی د لندن په Buckingham Palace کی پرتخت باندی ددی د کښیناستلو د شپیتمی کالیزی په ویاړ د خلګو د کتلو په موخه جوړ شوی وو . د الماسو پدی کلکسیون کی د ملکی ټول الماس د سر دتاج نه نیولی تر تشریفاتی کریچ ( توره ) پوری چی اړوند زیورات یی ښکلی کوی ، ګډون لری .
څه باندی دری کاله وړاندی ما ( د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ ) تر سرلیک لاندی ددغه نومیالی الماس د تاریخچی او لاس پر لاس کیدو په اړوند په څلورو برخو کی بشپړ مالومات د یوی لیکنی په ترڅ کی نشر کړه چی ددی ډول مالوماتو د مینه والو لخوا د ډیرو ستاینو او په زړه پوری غبرګونونو سره مخ شوه . که چیری زما دغه لیکنه چا نه وی لوستی او لوستلو ته یی لیوالتیا ولری ، کولای شی په افغان – جرمن سایټ کی یی زما له ارشیف نه ترلاسه کړی .
داچی د کوه نور الماس هم دا ګړی دنوموړی ملکی د الماسی کلکسیون روڼ ستوری دی ، غواړم د کوه نور وروسته ددغه نندارتون په اړوند هم د یادی شوی ورځپاڼی څخه خپاره شوی مالومات د ملکی د نورو الماسو په تړاو تر مینه والو لوستونکو پوری ورسوم او وروسته به « کولینان » نومی د نړۍ تر ټولو ستر الماس لوستونکو ته ور وپیژنم ، خو لومړی دا تاسی او داهم د نوموړی لیکنی پښتو بڼه :
څه د پاسه لس زره ( ۱۰۰۰۰ ) الماسه د سترګګ وهلو مسابقی ته راوتلی دی . سره لدی چی دا الماس په ډیرو کلکو او سختو ښیښئی ویترینونو کی ایښودل شوی ، مګر ددغو وړو او لویو ډبرو څخه وړانګی د وړوکو پروجکترونو پشان دیخوا ها خواته خپریږی . ډیری ددغو الماسو څخه د وړو غوږوالیو نه نیولی بیا د سر تر سترو تاجونو پوری اړوندو توکو ته ښکلا وربخښی او دا ټول د انګلستان په پاچا ملکی الیزابت دویمی پوری اړه لری . سږکال ددی ملکی د پرتخت کښیناستلو شپیتمه کالیزه پوره شوه چی د الماسو د کلکسیون دغه نندارتون یی د نوموړی کالیزی دلمانځلو یوه برخه جوړوی .
پدی نندارتون کی ننداره کوونکی د لومړی ځل د پاره کولای شی د نړی ډیر غوره او مشهور الماس له نژدی نه و وینی . دلته کیدلای شی نه یوازی د نړی دمشهورو الماسو څخه جوړ شوی زیورات وګوری بلکه داسی وتلی الماس لکه کولینان الماس Cullinan Diamond چی بشپړ وزن یی ۳۱۰۶ کرات ( قیراط یا قیرات) دی ( د پرتلی په توګه د کوه نور الماس وزن نژدی ۱۰۹ کراته دی . ژباړ ) هم تر نظر تیر کړی . دا الماس په ۱۹۰۵ کال د کولینان پنامه د جنوبی افریکا د الماسو د یوه کان څخه را وایستل شو چی لس سانتی متره اوږدوالی او نژدی ۶ سانتی متره پسور او پنډوالی یی درلود . کله چی یی د خاورو خټو نه را و ایست ، د کارګرانو سر انجینر اصلا فکر نه شو کولای چی دا به یو رښتینۍ الماس وی ځکه یی نو د کړکۍ نه بهر و غورځاوه خو وروسته یی اصیلتوب ثابت شو . کولینان الماس په ۱۹۰۷ کال د اکګلستان پاچا ادوارد اووم ( Edward VII ) ته دده د زیږیدنی د ۶۶ کالیزی په ویاړ سوغات ورکړل شو . پسله دی نه پرنوموړی الماس باندی پر وړو ټوټو باندی د پری کولو په موخه کار پیل شو چی پایله یی له هغه نه د ۹ دانو سترو الماسو او پوره ۹۶ وړو بریلیانتونو ترلاسه کیدل وه ( کله چی الماس حکاکی او غمۍ ورڅخه جوړ شی نو د بریلیانت پنامه یادیږی . ژباړ. ) . لومړی دوه غټ الماسه یی د برټانیی د جواهراتو په شاهی تاج کی ځای پرځای شول . پاته ۷ دانی یی دهغه وخت د ملکی ماری Mary په یوه ګوتمۍ ( انګشتری ) ، د سینی په یوه سنجاق کیدونکی ګل او دغاړی په زنځیر کی و کارول شول . دغه زیورات تر دا اوسه پوری د ملکی الیزابت لخوا هم په ډیر احتیاط سره کارول کیږی . د بیلګی په توګه ملکی الیزابت د دوو غټو الماسو سره د سینی سنجاق کیدونکی ګل د روان ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتی په پیل کی کله چی یی دخپلی پاچهی شپیتمه کالیزه لمانځله، د شکرانی عبادت کولو پر وخت پرسینه وهلی وو .
پدغه نندارتون کی هم دملکی د شخصی جواهراتو یوه برخه او هم د شاهی کلکسیون یو شمیر وتلی تاریخی جواهرات د ننذاری دپاره ایښودل شویدی . د نندارتون مسئوله Caroline de Guitaut وایی « نندارتون ښئی چی څنګه په وروستیو درو پیړیو کی برټانیوی شاهانو د الماسی جواهراتو په کارولو سره هم د خپلی واکمنی دبدبه ښودله او هم یی پدی کار سره خپله شخصی سلیقه څرګندوله . الماس همدارنګه د صبر او د ژوند د اوږدوالی سره تړاو لری ځکه نو د علیاحضرتی ملکی الیزابت د پرتخت کښیناستلو د شپتمی کالیزی په ویاړ ددی نندارتون پرانیستل یوه ډیره پرځای خبره ده » .
ددی دپاره څو وښئی چی ملکی په څه ډول ددغو الماسی ګاڼو څخه کار اخیست ، یو زیات شمیر الماس د ملکی سره په عکسونو کی ښودل شویدی . یو له تر ټولو ډیر عکاسی شوی الماسی توکی دملکی تاج دی چی په پوستی ټکټونو ، ځینی بانکنوټونو او فلزی سکو کی لیدل کیږی . د ۱۹۵۲ کال را پدی خوا ملکه همدارنګه د پارلمان په پرانیستلو کی دغه تاج پرسر کوی .
الماسی تاج اصلا په ۱۸۲۱ کال د برټانیی د پاچا څلورم جیورج د تاج ایښودلو د ورځی دپاره چی په ډیره عجیبه ډول تر سره شوه ، جوړ شو . هغه وخت لا چی نوموړی پاچا د یوه بخملی خولی سره تاج پر سر کاوه ، پدی اړه ډیر فکر نه کیدی . په تاج کی ټولټال ۱۳۳۳ دانی الماسی غمیان کارول شوی دی چی د ګلاب ګل او نور داسی شکلونه ورکړل شویدی چی د انګلستان ، سکاټلینډ او ایرلینډ دودیز سمبولونه ښئی .
په نندارتون کی د هغو الماسو برسیره چی په شاهی کورنی کی د ښخو دپاره ځانګړی شویدی یو زیات شمیر نور الماس هم ایښودل شویدی . د بیلګی په توګه دلته داسی شیان هم ایښودل شوی لکه په الماسی غمیانو پوښل شوی دنسوارو دبلی او په الماسو پوښل شوی توره . دا هغه شیان دی چی په څلورم جیورج پوری یی اړه درلوده کوم چی په یوه عجیبه تصوفی سلیقه سره یی شهرت موندلی وو .
د ژباړی پای
د ژباړونکی یادونه :
الماس د یوه ډیر لږ شمیر هغو زړه راکښونکو توکو څخه دی چی نه یوازی دمسلکی کسانو ، زرګرانو ،شاهانو اویا بډایو شتمنانو ته په زړه پوری دی بلکه ډیر عادی وګړی یی هم دلیدلو او مالوماتو مینه وال دی . په لوړو کرښو کی دا هغه څه وه چی د نوموړی ډنمارکی ورځپاڼی څخه پښتو ته و ژباړل شوه . هلته پخپله د کولینان الماس په تړاو ډیر لږ مالومات تر سترګو کیږی او ددغی نننۍ لیکنی څخه زما لومړنۍ موخه اصلا ددغه توکی په هکله مینه والو لوستونکو ته مالومات ورکول دی . بله موخه می داده چی دغه ټوټه الماس د کوه نور الماس سره پرتله سی . لکه څنګه چی یاده شوه د کوه په هکله می بشپړ مالومات پخوا لا خپور کړی . اوس غواړم د کولینان الماس په تړاو هم لنډ مالومات د روسی سرچینو څخه تر لوستونکو پوری ورسوم :
د کولینان الماس چی د « افریکا ستوری » پنامه هم شهرت لری ، په نړی کی دترلاسه شوو الماسو څخه تر دی مهاله پوری تر ټولو لوی الماس شمیرل شویدی . د الماس وزن د ساده ډبری په حالت کی څه باندی ۳۱۰۶ قیراته ( ۶۲۱ ګرامه او ۳۵ ملی ګرامه ) او غټوالی یی ( اوږدوالی ۱۰۰ ملی متره ، پسور ۶۵ ملی متره ، پنډوالی ۵۰ ملی متره ) دی .
کولینان الماس د ۱۹۰۵ کال د جنوری په ۲۵ نیټه په تصادفی ډول د جنوبی افریکا د کولینان په کان کی تر لاسه شو . داسیمه د ۱۹۰۲ کال څخه د برټانیی مستعمره ګرځیدلی وه او لاس پوڅو چارواکو یی د ۱۹۰۷ کال د نوومبر په ۹ نیټه د برټانیی ټولواک ادوارد اووم ته دده د زیدنی په ۶۶- تمه کالیزه کی د الماسو داستره ټوټه سوغات ورکړه . تر دی ګړیه لا دا وتلی الماس په خپل طبعی حالت کی وو چی له عادی ډبری نه یی په ظاهری بڼه څه خاص توپیر ندرلود . د حکاکۍ او غمی کولو چاری یی ټولواک د « اشیر » پنامه یوی هالیډی کمپنی ته وسپارلی . الماس پدی موخه چی څنګه باید حکاکی شی ، څو میاشتی په ډیر دقت سره د پیاوړو ماهرانو لخوا وڅیړل شو . په پای کی په ۱۹۰۸ کال په دوو غټو او څو وړو ټوټو وویشل شو . دوی ټوټی یی غټ مونولیت ( یکلخت ) بلاکونه وه ، ۷ نوری ټوټی یی منځنی غټ بریلیانت ( غمیان ) او ۹۶ دانی یی واړه غمیان تری نه ترلاسه شوه . یوه غټه ټوته یی هغه مهال بیله حکاکۍ څخه پریښودل شوه . د الماس بیه تر اوه نیم میلیون ډالرو پوری ارزول شویده .
د الماس دحکاکی کولو په کمپنی کی د نړی ددی ترټو ارزښتناک الماس حکاکی کول د یوزیف اسکیر پنامه د یوه وتلی ماهر په مشری د ماهرانو د یوه ګروپ پرغاړه واچول شوه . ویل کیږی چی ده ( اسکیر ) داسی تکړه ماهران درلودل چی دچا خبره دډبری منځ یی پرانیستلای شوه . ددی کار د پاره باید د طبعی الماسی ټوټی پرمخ یوه داسی نقطه پیداشوی وای چی دهغی په ښوی کولو سره د الماس منځنی برخه لیدل کیدلای شوه . پدی توګه باید په ټوټه کی داسی سمت ټاکل شوی وای چی په هغه سمت باندی یوازی دچکش دیوی ماهرانه ضربی په ترسره کولو سره الماس د موجودو درزونو د لاری په څو ټاکلو ټوټو ویشل کیدی . خو ددغی نقظی پیدا کول او دلاری یی د چکش ماهرانه واری کول څه ساده او اسانه کار نه وو .
دبده مرغه د کولینان دا ستر او ارزښتناک الماس په بشپړ ډول مونولیت ( یکلخت ) نه وو او په دننه کی یی یو شمیر ډیر واړه درزونه درلودل چی دماهرو سترګو څخه پټیدلای نه شول . ددغی نیمګړتیا له مخی په یوه ستر غمی باندی د کولینان حکاکی کول تر سره کیدلای نه شوه. که دا نیمګړتیا نه او په یوه ټوټه سره حکاکی شوی وای ، دا به دطبعیت او انسانی هنری لاسونو یو عجیب شهکار پاته وای . لکه څنګه چی وویل شوه ددی الماس دحکاکۍ کار څه اسانه خیره نه . اسکیر څو میاشتی پرله پسی هغه ښه وڅیړه او د کار ټولی چاری یی ښه وسنجولی . وروسته یی د څو تنو وتلو د زرګری چارو ماهرانو په حضور کی د الماس د یوی سطحی پرمخ یو ډیر وړوکی زخم جوړ ، پر هغه یی اړونده اله ( اسکنه ) کښیښوده او د چوپی چوپتیا په هیجانونکی فضا کی یی په چکش باندی پراسکنه وارۍ وکړ . ددی سره سم دی پخپله د ډیر تشویش له مخی بیهوښه شو او کوما ته ولاړ. کله چی په هوښ راغی ، ویی لیده چی صحیح حساب یی کړی وو .
الماس دده د غوښتنی سره سم ټوټه شوی وو او وروسته پر ترلاسه شوو ټوټو باندی هم دا ډول عملیات تر سره کړه ترڅو چی یاد شوی غت او واړه الماس تری نه پلاس راغلل . وروسته یی پر ترلاسه شوو ټوټو باندی هم دا ډول عملیات تر سره کړه ترڅو چی یاد شوی غت او واړه الماس تری نه پلاس راغلل . دغه ټوټی د فنی ځانګړتیاوو او دلومړنۍ بڼی په پام کی نیولو سره په بیلابیلو شکلونو حکاکی او غمیان ( بریلیانتونه ) تری جوړ شوه چی اکثره یی په اوسنی پرانیستل شوی نندارتون کی ایښودل شوی دی او ننداره چیان یی د نژدی نه کتلای شی .
د تر لاسه شوو ټوټو څخه یی ۹ دانی د پام وړ ارزښت لری او هر یوه ته یی خپل خپل نوم ورکړیدی ، هر یو په ځانګړی ډول حکاکی شوی او غمیان یی د ټوټو د شکل په نظر کی نیولو سره هر یو ځانته دغمی په بڼه خپل شکل لری . دبیلګی په توګه به د دوو غټو غمیانو د ځینو ځانګړتیاوو یادوونه وکړو :
۱ ـ لومړی کولینان ـ دا الماس همدارنګه د « افریکا ستر ستوری » پنامه نومول شوی او ۵۳۰ عشاریه ۲ قیراته وزن لری ، روڼ ( شفاف ) او بی رنګه دی . داغمۍ ټولټال ۷۴ څنډی او د اوبو څاڅکی ته ورته شکل یی دی . د افریکا دا لوی ستوری د برټانیی د پاچا اووم ادوارد په ګرز کی نصب شوی چی د اقتدار دبدبه یی ښئی . غمۍ کیدلای شی د ګرز نه وایستل شی او د سینی د سنجاقی ګل په توګه تری نه کار واخیستل شی . دا غمۍ د لندن په ټاور نومی ځای (Her Majesty’s Royal Palace and Fortress, Tower of London ) کی ساتل کیږی .
۲ ـ دویم کولینان ـ د « افریکا دویم ستوری » پنامه یاد شوی ، دخپل ۳۱۷ عشاریه ۴ قیراته وزن سره د برټانیوی امپراتوری په تاج کی د « تور شهزاده » پنامه وتلی یاقوت لاندی نصب شویدی ( که ژوند باقی وو ، ددی غمی په اړوند به هم په راتلونکی کی مالومات نشر ته وسپارم ) . داغمۍ هم د لندن په ټاور کی ساتل کیږی او کیدلای شی د تاج نه راوایستل شی او دسینی دسنجاق په توګه د لومړی کولینان سره یوځای ورنه کار واخیستل شی .
لومړی عکس : ادوارد اووم ( Edward VII )
دویم عکس : کولینان الماس په طبعی بڼه کی
دریم عکس ـ د کولینان تر ټوټه کیدو وروسته ۹ دانی د ډیر ارزښت لرونکی ټوټی په لومړنۍ طبعی بڼه کی .
څلورم عکس : د ۹ لوړو ټوټو څخه د ترلاسه شوی غمیانو ښیښه ای کاپی ګانی .