کور / راپور / دسيمه ييزو ادارو پياوړتيا دولتي حاکميت ټينګوي

دسيمه ييزو ادارو پياوړتيا دولتي حاکميت ټينګوي

خوست کې ولايتي ادارې په دې وروستيوکې دولسواليو دادارو داکمال،تجهيز ،پياوړتيا ،ظرفيتونو دلوړاوي ،کاراهل کارته سپارلو اوپه ادارو کې په سمون باندې خپل تمرکز زيات کړى دى اودسيمه ييزې حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويت په خاطريې خپلې هڅې دوزارتونو دويمي واحدونو اوولسواليودادارو دښه سمبال لپاره زياتې کړې دي.



خوست والي عبدالجبارنعيمي په وروستې مطبوعاتي ناسته کې چې داداري فساد پرضد دنويو اقداماتو داعلان په خاطر جوړه  شوې وه ،دا په ډاګه کړه چې په مرکز او ولسواليوکې به داداري فساد،غصب اوټولو هغه غيرې قانوني کړنوپه وړاندې مبارزه چټکه کړي،کوم چې په اداروکې يې ژورې ستونزې رامنځته کړي دي ،نوموړي داهم وويل :ولايتي ادارې جدي هڅې پيل کړې ترڅو دمرکزپه شمول دولسواليو دادارو داکمال ،تجهيز،ظرفيتونو دلوړاوي ،سمون او اړينو اړتياوو دپوره کولولپاره کاروکړي  دده په خبره که سيمه ييزې ادارې ځواکمنې شي ،په لويه کچه دولسونو دستونزو په هواري ،دعامه باورپه ترلاسه کولو اودولتي حاکميت په ټينګښت کې مرسته کولى شي ځکه چې ولسوالۍ په اوسني اداري سيستم کې دحکومتدارۍ وروستۍ خط يا واحدبلل کيږي چې دملي حاکميت او واکمنۍ په چوکاټ ترې ولسونوته خدمتونه عرضه کيږي.


خوست ولايت داداري فساد پرضد دمبارزې په ډګرکې يو مخکښ او هغه ولايت دى چې تردې مهاله  په کې له ٣٠ زياته لوړپوړي او ټيټ پوړي مامورين داداري فسادپه تور عدلي اوقضايي ارګانونوته ور معرفي شوي دي، دولايتي ادارې په وروستۍ خبرې ناسته کې دا خبردارۍ هم موجود و،چې ددغه ناوړه اوبدنامه پديدې په پرضدبه اقدامات نورهم ګړندي شي ،ټول هغه مامورين چې په فساد  ،غصب  ، ناروا تبليغاتو ،مافيايي فعاليتونو  اويا له نورو مفسدو کړيو سره اړيکې لري ،وبه نيول شي اودقانون دتطبيق لپاره به دخپلو اعمالو په سزاء ورسيږي.


همداشان په ادارو کې دلازيات سمون اوبدلون لپاره ټولو ادارو ته لارښوونه شوې ترڅوپه ادارو کې دنظم ،پاکۍ ،دېسپلين ،نظارت ،قوي مديريت ،رسمي وخت،همغږۍ ،حاضرۍ ،پلان ،ګزارش دهي بلکې دادارې او مديريت ټولو اصولوته جدي درناوى وکړي، دسرغړونې په صورت کې به له دوى سره قانوني چلند ترسره شي.