کور / سياسي / د ولسمشر کرزي نویې تاریخي لوبه

د ولسمشر کرزي نویې تاریخي لوبه

هسې هم هر افغان پدې پوهیږي چې د پاکستان له جوړیدو را هیسې ددغه ملک واکمنان چې په حقیقت کې د انګریزانو وارثان دي، د بې اتفاقي واچوه حکومت وکړه یا بیل یې کړه – ایل یې کړه فورمول د خپلو ولي نعمتانو په اشاره پرافغانانو عملي کوي. د افغانانو په کور د انګریزانو له وخته بیا ترننه پورې د رښتیني، دلسوزه، وفادار او مخلص قیادت دنشتوالي له امله بدبختي راغلې ده. د انګریزانو د استعمار په دوران کې افغان واکمنانو د خپلو واکمنیو د ساتلو لپاره د وخت د ابر قدرت یعنې انګریزانو او یا نورو سره په پټه معاملې کولې، خو په ظاهره به د افغانانو ترڅنګ او دافغانانو د مشرتوب او استازیتوب په ګدۍ ناست وو. دیوه مثال په توګه غواړم ټول افغانان پدې خبر کړم، کله چې انګریزان د هند له نیمې وچې څخه د وتلو په حال کې وو، افغان واکمنانو ( دظاهرشاه کورنۍ) هغوی ته یو هیات ولیږا ترڅو له افغانستان څخه د ډیورنډ د کرښې په وسیله بیلې شویې سیمې بیرته افغانستان ته وروسپاري، خو انګریزانو له دې وړاندیز سره مخالفت وکړ. د افغانستان د وخت په حکومت کې ځینو خلکو دا نظر درلود چې همدا مناسب وخت دی چې که په رضا باندې دا بیلې شویې ځمکې افغانستان ته نه ورکول کیږي، نو افغانستان کولای شي په زور باندې دا ځمکې بیرته ترلاسه کړي، ځکه انګریزان نور د وتلو پروګرام عملي کوي او د مقاومت انګیزه او توان ورسره نشته. بدبختانه په واکمنه کورنۍ کې دا فکر پیدا شو چې که دا ځمکې افغانستان بیرته په زورسره ترلاسه کړي، نو انګریزان به خفه شي او کله چې انګریزان خفه شي نو زمونږ دکورنۍ واکمنۍ ته به خطر پیښ شي او زمونږ دکورنۍ واکمني چې نه وي، نو افغانستان که ګل او ګلزار هم وي، که هرڅومره لوی او ودان هم وي، نو څه به یې کړو؟!
دا دوخت د واکمنانو د خاینانه طرز تفکر او ملي تاریخي خیانت یو کوچنۍ مثال وو. اوس به راشو اوسني تاریخي خیانت ته چې اوسني واکمنان یې ترسره کوي:
پدې وروستیو کې چې پاکستان یعنې د انګریزانو وارث او ممثل په افغانستان باندې بیلابیلې فورمولې عملي کړې، او بیلابیلې لوبې یې ترسره کړې، نو افغانان د لوبو ترپایته رسیدو پورې د لوبو په ماهیت پوه نشول. اوس پاکستان د موجوده واکمنانو او خپلو ولي نعمتانو سره په ګډه یوه بله لوبه پیل کړیده چې بدبختانه بیا هم بیچاره افغانان پرې خبر ندي. پدې لوبه کې د موجوده واکمنانو او په تیره د ولسمشرکرزي رول ډیر تاریخي او ډیر خاینانه دی.
پاکستان او کرزی ددوی د ولي نعمتانو یعنې انګریزانو او امریکایانو د پلان له مخې پدې سره یوه خوله شویدي چې پاکستان دې پرافغانستان راکټي بریدونه وکړي. پدې لوبه کې کرزی، پاکستان، انګریزان او امریکایان هریو خپلې ګټې لري چې په لاندې ډول یې تشریح کولای شو:
لومړی: د کرزي ګټه: کرزي ته ویل شویدي چې دا حملې به د عامه افغان ولس فکر ستا د فساد، بې کفایتۍ او افغان وژنې له جګړې څخه بلې خواته واړوي او پدې توګه به د خلکو لاسونه ستا ګریوان ته نه درځي، ستا څخه به د ښې حکومتدارۍ، د فساد د ورکولو، د سولې د راوستلو او انکشاف غوښتنه نه کوي، مطبوعات او عامه خلک به ټول د پاکستان په راکټي بریدونو مصروف وي، او پدې توګه به ستا د مزو او چړچو ورځې ښې تیرې شي. ورسره ورسره دا امکان هم ډیر زیات دی چې کرزي ته ویل شوي وي چې په راتلونکي کې به هم ستا د کورنۍ واکمني وساتل شي.
دویم: د پاکستان ګټه: پاکستان به ددې بریدونو په نتیجه د افغانستان نوره خاوره هم لاندې کړي، ددولتي منابعو له قوله چې تراوسه پاکستان په ځینو مواردو کې تر۴۰ کیلومتره پورې مخې ته راغلی دی، چې دا دافغانستان د یوه ولایت په اندازه سیمه جوړوي. همدارنګه که پاکستان خپل دې پرمختګ ته ادامه ورکړي نو ډیر ژر به د کنړ سیند هم لاندې کړي او بیا به افغانستان نور هم پاکستان ته محتاج شي.
دریم: د انګریزانو او امریکایانو ګټه: دا دواړه هیوادونه په سیمه کې اوږدمهاله ګټې او پروژې لري، دوی غواړي په لومړي قدم کې د عامه افغانانو افکار د پاکستان پرضد شي، کله چې دا کار وشي نو دویم قدم به داوي چې طالبان په پاکستان پورې وتړي او خلک چې له پاکستان څخه نفرت او کرکه پیدا کړي نو بیا به د طالبانو څخه هم ډیره کرکه پیدا کړي ځکه چې خلک به طالبانو ته د پاکستان د ګوډاګیانو په سترګه ګوري. پدې توګه به خلک د طالبانو په وړاندې را پورته کړي او د ولسي پاڅونونو په نامه به یې د طالبانو په وړاندې و جنګوي.
نتیجه: پدې خاینانه لوبه کې نړیوال، افغان حکومت او پاکستان ټول آګاهانه شامل او دخیل دي او دوی دخپلو خپلو ګټو لپاره دا لوبه جوړه کړیده. دا لوبه د افغانستان لپاره تاریخي زیانونه لري نو له همدې امله باید هرافغان چې د وطن دوستۍ حس لري، پدې برخه کې کار او مبارزه وکړي. باید هرڅومره ژر چې کیږي ددې لوبې مخه ونیول شي، که افغان حکومت ته ستراتیژیک تړونونه کومه ګټه کوي نو همدا یې وخت دی او که ګټه نه کوي یوازې د سولې د مخې د ډب کولو په موخه یې د هیواد ځمکه او ملي ګټې په بهرنیانو خرڅې کړې وي، نو افغانانو ته په کار ده چې ددې حکومت څخه ځانونه خلاص کړي.