یو وخت یوه ښځه ولاړه چي یو څوک پیدا کړي چي د هغې حیوانان څرځای ته بوزي، کله چي پر لار تله یو خرس یې ولید، خرس ورته وویل:
– سلام! چیري ځې؟
ښځي وویل:
– زه غواړم چي یو څوک پیدا کړم چي زما حیوانان څرځای ته بوزي، که ته غواړې نو کولای سې چي هغه کار وکړې خو ته باید وکولای سې چي په ټیټ ږغ هغوي ته ورنارې کړې.
خرس وویل:
– زه خود کولای سم.
هغه کوښښ وکړ خو د ښځي د هغه نارې نه سوې خوښي او ولاړه، لږ وخت وروسته یې یو شرموښ ولید، شرموښ ښځي ته وویل:
– سلام! چیري ځې؟
ښځي وویل:
– غواړم یو څوک پیدا کړم چي زما حیوانان څرځای ته بوزي، که ته غواړې ته کولای سې چي دا کار وکړې خو ته باید وکولای سې چي په آرام ږغ هغوي ته ورنارې کړې.
شرموښ وویل:
– خود یې کولای سم!
شرموښ کوښښ وکړ خو ښځي ته د هغه ږغ خوند ورنه کړ او پر خپله لار روانه سوه، لږ وخت وروسته یې یو ګیدړه ولیده، ګیدړي ورته وویل:
– سلام! چیري ځې؟
ښځي ورته وویل:
– زه غواړم چي یو څوک پیدا کړم چي زما حیوانان څرځای ته بوزي، که ته غواړې نو ته کولای سې چي دا کار وکړې خو ته باید وکولای سې چي په آرام ږغ هغوي ته ورنارې کړې. ګیدړي کوښښ وکړ، د ښځي د هغې ږغ خوښ سو او ګیدړه یې خوښه کړه، په اوله ورځ ګیدړي ټولي بوزې وخوړلې، په دوهمه ورځ یې ټولي غواوي وخوړلې، په درېمه ورځ یې ټوله پسونه وخوړل او یوازي راغله، ښځي له هغې څخه پوښتنه وکړه چي رمه چیري ده؟ ګیدړي وویل:
– رمه خو ورکه سوه.
ښځي په دې وخت کي د شلومبو څخه کوچي ایستل خو چي د ګیدړي خبره یې واورېده هغه کار یې پرېښود او په ځغستا ولاړه دباندی چي رمه پیدا کړي، ګیدړي په دې وخت کي ټولي شلومبې وڅښلي او وتښتېده، کله چي ښځه کور ته راغله او پوه سوه چي ګیدړي څه کړي دي، ګیدړه یې د مستو په لړلي کاچوغه پر لکۍ ووهله او د هغه وخت راهیسي د ټولو ګیدړو لکۍ سپیني څوکي لري.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي زموږ ښه او بد کارونه زموږ په ژوند کي خپل تأثیر پرېږدي.
(د اروپا څخه)