لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه بله خبرپاڼه را ولېږله سوه چي په هغې کي د يوه بل بهرني د وژل کېدو خبر ورکړل سوى.
خبرپاڼه ليکي چي ياد بهرنى د افغانستان په ختيځ کي د ماين په يوه چاودني کي ټپي سوى ؤ چي اوس ئې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه .
خبرپاڼي د تل په څېر دوژل سوي بهرني د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.
وسله وال طالبان او اسلامي حزب په ختيځ کي په بېلابېلو سيمو کي پر بهرنيانو د بريدو ادعا کوي او وايي چي هغوى ته ئې ځاني او مالي تلفات اړولي.