د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي ئې د يوشمېر پلټنو پر مهال نشيي توکي نيولي.
چارواکي وايي چي دغه نشيي توکي ئې د خانشين، ګرمسېر، او نهرسراج په اولسواليو کي نيول سوي .
په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د نشيي توکو شمېر ٤٧٠ کېلوګرامه تارياک او ٤٠ کېلوګرامه هېرويين ښوول سوي .
چارواکي وايي چي په دې اړه ئې يو کس هم نيولى چي اوس مهال تر پوښتنو او ګروېږونو لاندي دئ.