کور / تازه خبرونه / وزیرستانونو کې ګوزڼ څاڅکي ورکول وځنډېدل

وزیرستانونو کې ګوزڼ څاڅکي ورکول وځنډېدل

شمالي وزیرستان:د طالبانو تر خبرداري وروسته په وزیرستانونو ماشومانو ته ګوزڼ څاڅکي ورکولو مهم ( کمپاين (ځنډیدلی دی.طالبانو تیره میاشت خبرداری ورکړ چې تر هغې به د واکسین ورکولو ډلو ته اجازه ورنکړي ترڅو چې امريکا پر دې سیمه د بې پيلوټه ډرون الوتکو بریدونه نه وي درولي.
د سیمې خلک بیا وايي، که امریکا پر طالبانو حملې کوي نو طالبان بیا پر ولس ظلم کوي.په وزیرستانونو کې پاکستاني مقامات وايي، د وسله والو طالبانو تر بندیز وروسته يې په دې سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي کمپاین ځنډولی دی.د دوشنبې په ورځ له وزیرستانونو پرته په ټول پاکستان کې د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کمپاین نوې دوره پيل شوه او ټاکل شوې، چې شاوخوا څلور دیرش میلیونه ماشومان واکسین کړل شي.یوه ځايي اوسیدونکي له سیمې وویل، چې سخت دریځو وسله والو د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کارکوونکیو ترڅنګ دسیمې خلکو ته هم د واکسین نه کولو خبرداری ورکړی ( په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې ولس او د عامې روغتیا وزارت کارکوونکیو ته سخت خبرداری ورکړی، چې د واکسین په کمپاین کې دې برخه نه اخلي او نه دې خپلو اولادونو ته واکسینوي)د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وسله والو طالبانو یوې ډلې، چې جنګيالي يې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګيږي په وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د حملو د دوام په اعتراض د پولیو کمپیاین بند کړی دی.د پاکستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي څو ورځې وړاندې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي و چې ځايي امنيتي چارواکو او پوځ د امنیت ډاډ نه دی ورکړی ځکه نو دوی نشي کولی د خپلو کارکوونکیو ژوند له خطر سره مخ کړي.وسله وال طالبان وايي امريکا دې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو حملې بندې کړي خو ځايي خلک بیا د واکسین بندیدل د ولس پرضد یو نه جبرانیدونکی عمل بولي 🙁 ښکاره خبره ده چې واکسین زموږ د اولادونو د راتلونکي لپاره ډیره ضروري ده، موږ په خپل چم ګاونډ کې ډیر داسې خلک ګورو چې د واکسین نه کولو له وجې د تل لپاره ناروغه یا شل شي خو څه وکړو ډير مجبور یو.٢ – زما په خپل کور کې د ګوزڼ ناروغان شته، د تره زامن مې ګوزڼ وهلي دي. خلک غواړي چې خپل اولادونه واکسین کړي خو تاسو ښه پوهیږئ چې ولس بې وسه دی)ځايي خلک وايي دوی د واکسین له ګټو ښه خبردي خو د وسله والو پر وړاندې بې وسه دي.وسله وال طالبان او نورې سخت دریځې ډلې وايي، بهرنیان د واکسین په پلمه جاسوسي کوي.د طالبانو دغه ادعا د تیر میلادي کال په می میاشت کې له هغه وروسته زور واخیست چې د ډاکتر شکیل اپریدي په نوم د خیبر د لواړګي روغتون یوه ډاکتر د ګوزڼ واکسین د جعلي کمپاین په پلمه د اسامه بن لادن د مو درک وموند.په تیرو دوو کلونو کې په ماشومانو کې د ګوزڼ ویروس په پاکستان کې د کمیدا پرځای د اندېښنې وړ حده زیات شوی.
د روغتیايي چارو مسوولین وايي په شمالي و جنوبي وزیرستانونو کې به د طالبانو د بندیز په نتیجه کې شاوخوا دوه لکه ماشومان له دې واکسینه محروم شي چې دا پخپله په راتلونکي کې د یو لوی خطر سبب کیدی شي.