کور / تازه خبرونه / هلمند: يو ماين ښخوونکى نيول سوى

هلمند: يو ماين ښخوونکى نيول سوى

د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې په دې ولايت کي يو ماين ښخوونکى نيولى.
چارواکي وايي چي نيول سوي کس مخکي هم په بېلابېلو سيمو کي ماينونه ښخ کړي ول څو چي د استخباراتي کړيو پر بنسټ نن ورځ و نيول سو.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.