کور / هراړخیز / د سوریې د عام وژنې پیښلیک

د سوریې د عام وژنې پیښلیک

په عربي نړۍ کې د ظالمو حکومتونو پر ضد چې کوم انقلاب پیل شوی وه او ټوله عربي نړۍ یې په سر اخسیتې وه، دا انقلاب په ځينو هیوادو کې د نسبتا سوله ایزو لاریونو په واسطه بریالی شو، خو په ځینو کې یې بیا ډیر زیات تاوتریخوالی د حکومت او پاڅون کوونکو تر منځ رامنځته کړ. سوریه هم د هغو هیوادو له ډلې څخه ده، چې تاوتریخوالی په کې د بل هر عربي هیواد څخه ډیر دی او هره ورځ د مرګ ژوبلې خبرونه ترې ورکول کیږي. د ۲۰۱۱ ز کال د پیل راهیسې چې کله انقلاب سوریي ته ورننوت، د هماغه پیل راهیسې د بشارالاسد رژیم د سوریایي مسلمانانو پر ضد د ډزو کولو ، ټانکو او هلیکپټرو په واسطه په هغوی بمباري کړې او په زرګونو تنه سوریایي مسلمانان یې شهیدان کړي دي. لاندنی پیښلیک په سوریه کې د عامو مسلمانانو د وژنو په اړه، د بي بي سي د انګلیسي څانګې نه پښتو ژبې ته راژباړم.

۲۲- اپریل- ۲۰۱۱: ډيره، دمشق: د اسد د رژیم پر ضد د لاریون د پیل نه یوه میاشت وروسته د وژلو خطرناکه ورځ، چې ۷۲ کسان په کې د رژیم د ځواکونو لخوا ووژل شول.

۳-۶- جون-۲۰۱۱: شوغور: په جون کې د اسد د رژیم ۱۲۰ تنه ځواکونه ووژل شول. دولتي چارواکو وویل، چې مسلح کسانو پرې د لاریون نه حمله کړې ده. مخالفو ځواکونو دا تورونه ردول، خو وروسته ثابته شوه، چې د اسد د رژیم ځواکونو په یوه جنازه باندې ډزې کړې وې او پاڅون کوونکو بیا د اسد ځواکونه د حملې لاندې راوستل او د اسد پلوي ځواکونه یې ووژل.

۱۹-۲۰- ۲۰۱۱: ډیسمبر جبل الزاویه: مخالفو ځواکونو وویل، چې د اسد د رژیم اویا پلوي ځواکونه په ۱۹ دیسمبر باندې د دوو ښارونو تر منځ پټ شوي وه، چې وروسته نورو زیاتو خپل ځایونه پریښودل. په دا بله ورځ ۲۰ دیسمبر باندې د اسد د رژیم ځواکونو ۱۱۱ تنه سوریایان ووژل.

۳- فبروري- ۲۰۱۲: حمص ښار: اسدي ځواکونو د حمص په ښار کې د خلکو په وژل باندې پیل وکړ. لومړنیو رپوټونو وویل، چې ۲۰۰ کسان وژل شوي خو وروسته یو تن وویل، چې ۵۵ تنه وژل شوي دي. دا د بي بي سي پال ووډ وه، چې د ازادۍ د ځواکونو سره یو ځان روان وه.

۱۲- مارچ ۲۰۱۲: حمص ښار: د پنځوسو تنو مړي، چې زیات په کې ښځې او ماشومان وه، د حمص د ښار په ګاونډ کرم الزیتون په ښار کې وموندل شو. د زیاتو ستوني پرې شوي یا سوري شوي وه او ځینو رپوټو وویل، چې په تیلو سوزول شوي وه.

۳- اپریل- ۲۰۱۲: تفتانز ښار: د رژیم پلوي ځواکونه د تفتانز ښارګوټي ته ننوتل او دوه ورځې هلته میشت وه او ټانکونه او هلیکپترونه هم ورسره ملګري وه. وروسته هلته دوه ډله ایز قبرونه وموندل شول، چې ټول ۵۷ تنه مړي په کې غورځول شوي وه.

۲۵- می- ۲۰۱۲- د هوله ښار: د حمص د ښار سره نږدې د هوله په ښارګوټي کې د سوریې د عام وژنو یو بدترینه ورځ وه. د ملګروملتو استازو وویل، چې ۱۰۸ کسان ووژل شول، چې زیات یې ښځې او ماشومان دي. حکومت ویل، چې مخالفو ځواکونو وژلي دي، خو د بشر د حقوقو او نورو کتونکو وویل، چې د اسد د رژیم د ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

۶- جون- ۲۰۱۲: د حما ښار: لږ تر لږه ۷۸ ملکي خلک، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وه د رژیم د ځواکونو لخوا ووژل شول. وژل شوي خلک اکثره یا په ډزو ویشتل شوي وه یا هم سوري او حلال کړل شوي وه.

۱۲- جولایي – ۲۰۱۲: تریمسه ښار: د تریمسې د ښار نه د وژل شوو خلکو په باره کې متضاد رپوټونه راتلل. فعالان وایې، چې ۲۲۰ ملکیان وژل شوي دي. خو د اسد رژیم وایې، چې ۵۰ کسان وژل شوي دي او وایې، چې خپل مخالفین یې وژلي دي.

په بمبارۍ کې وژل شوي کسان:

په لسګونو خلک د بمبارۍ په واسطه د سوريې په مختلفو ښارونو کې د اسد د رژیم لخوا وژل شوي دي.

۶- جنوري: دمشق کې۲۶ کسان ووژل شول.

۱۰- فبروري: الیپو کې ۲۸ کسان ووژل شول.

۱۰- مۍ: دمشق کې ۵۵ کسان ووژل شول.

۱۹- مۍ: الزور کې ۹ کسان ووژل شول. د ټپیانو شمیر د وژل شوو کسانو څخه ډیر زیات دی، خو دقیقه شمیره یې لا معلومه نه ده.

خدای دې وکړي، چې د اسد رژیم لکه د نورو عربي هیوادونو په شان سقوط وکړي او واک یې خلکو ته وسپارل شي او یو ملي دولت چې ټول وګړي په کې برخه ولري رامنځته او بشارالاسد او نور مشران یې محاکمه او په سزا ورسول شي.

خپل سوریایې مسلمانان ورونه په دعاګانو کې په یاد ولرئ.