دويمه برخه
ما مخکې له دې هم د ټولنيزو کيسو په اړه يوه ليکنه کړې وه، نو دغه لېکنه هم د هغو کيسو د لړۍ ادامه ده، چې د قلم په وينه د تورو کرښو په بڼه پر پاڼو انځورېږي. زما موخه له دغو ليکنو نه دا ده، چې وښييم په څه ډول په افغاني ټولنه کې هرې پېښې ته يوه خيالي هاله جوړېږي او ډېرو پېښو ته یو داسې د وېرې د ورېځو شال وراغوستل کېږي، چې له هر چا د ژوند ريښتنی څرک ورکېږي. د شيشکو، شيطان، دېو، غلو، زورواکانو، ټولواکانو، لشمکانو او داسو نورو پدېدو علتونه په يوه پټه ټولنه کې، چې په تېره بيا د خپل ستونزمن ژوند ناخوالې پټې ساتي او د خپلې پوهې د پوتنسيال د لوړولو، د ټولنيزو توليداتو د سمبالښت، د ټولنيز پرمختګ، د ملي ذهنيت د پياوړتيا وسه ونه لري، نو په يوه ټولنيزه سايکولوژيکي لومه کې نښلي او له ټولنيزو ستونزو سره ښکېل پاتې کېږي. د وروسته پاتې ټولنې وګړي ځان له يو او بله تجريدوي، يو او بل ته پلمې جوړوي، بنسټپالي ته مخه کوي او ټولنه د خيالي کيسو په نړۍ کې ډوبوي او پخپله بيا د تربګنيو، ټبريزو او مذهبي اړو دوړو کې لاهو کېږي، نو زه به هڅه وکړم، چې د دغو ليکنو د لړۍ په دې برخه کې د افغاني ټولنې د ځينو نورو کيسو سايکولوژيکي فېنومېن رابر سېره کړم، نو را به شم د يو پاچا پاچاهي ته.
ؤ نه ؤ يو پادشاه ؤ، چې په يوه لويه وچه يې خپله پاچاهي درلوده. د پاچا په پاچاهي کې لوی باغونه او ښايسته ماڼۍ وې، په لکهاو خلکو يې پاچاهي منلې وه او پاچا به هم خپل واک په انصاف چلاوه. پاچا يو ډېر نازولی زوی درلود، نو پلار به يې هرکله ورته ويل، چې وروسته له ده به دی؛ شهزاده خالد به پاچا کېږي! خو يوه ورځ د پاچا مېرمن سخته ناروغه شوه او ناڅاپه په لږه موده کې مړه شوه، نو د پاچا نازولی زوی بې موره یعني يسير شو او د پاچا لپاره ليا نازولی او د زړه سره شو، خو ډېره موده ليا نه وه تېره شوې، چې د پاچا سترګې په يوې له مکيزه ډکې نجلۍ کې خښې شوې، زړه يې پرې مين شو، خو پاچا ؤ، نو ژر يې د کوژدې چارې ورسره سمبال کړې او بيا يې وروسته له کوژدې له هغې سره په شرنګ او دړنګ کې واده وکړ.
د پاچا ژوند له نوې کوژدې او بيا مېرمنې سره بل ډول شو، نور نو پاچا په مينه کې لاهو ؤ، خپل نازولي زوی ته يې وخت نه درلودلو، پاچا د خپلې مينې په څپو تود ؤ، د نوې مينې په غېږ کې يې د فردوس جنتونه ليدل، نو زوی ليا د پلار په ژوند لکه د کور يتيم شو، ښه ویل شوي دي، چې مور ميره شي، نو پلار سمدلاسه پلندر شي!
دا دي چې وروسته له يوې مودې د پاچا په کور کې يوه لور پيدا شوه. دا لور نه وه سمه شيشکه وه، لکه بلا غوندې وه، ورځ به ليا تيره نه وه، چې دا به يوه کلنه غوندې لويه شوه، بله ورځ به دې کتل چې لکه دوه کلنه غوړمبېږي او نوکان به يې لکه د روې اوږده شول، ويښته به يې تر پښو ورسېدل، خو پاچا خپلې دغه لور ته ډېر خوشاله ؤ او هېڅ به يې نور نه ليدل، پرته له خپلې نازولې لور، مګر د پاچا په کور کې ډول ډول پېښې رامنځ ته کېدلې، کله به د پادشاه د سپاهيانو زړونه چا له ګوګله راوايستل، کله به يې ښايسته مرغان چا مړه کړل او کله به يې هسي د پاچاهي غولی د انسانانو او ځناورانو په وينو سور او لړی ؤ، خو هېڅوک نه پوهېدل، چې دغه ټکې له کومه رالوېدلې او څنګه پېښېدلې، خو د پاچا مېرمنې به ورته ويل، چې دغه کارونه ستا نازولی زوی کوي، ځکه چې تا زما سره واده وکړ، نو زوی دې هم له تا نه غچ اخلي، کله د خلکو زړونه راوباسي او کله د بې وزلو مرغانو سر پرې کوي، نو دغه لېونی يا مړ کړه او يا يې له پادشاهي وشړه، ځکه بله ورځ به زما نازولې لور هم راته ووژني! ځينې خلک بيا وايي، چې هغه ښځه دې چې مور نه وي، هغې ته مور مه وايه او چې له يوې موره نه وي هغه ته ورور مه وايه او خور ته يې خور مه وايه!
یوه ورځ د پاچا زوی سهار وختي په کور کې چکر وهلو، چې ګوري د ده وړه خور، چې ليا يې څلوېښتي نه وه پوره او په وروڼي کې تړلې وه، نو په ځانګړي مهارت خپل وروڼی خلاصوي، کونسترکي ايسته غورځوي او لوڅه لپړه له کوټې وځي. د کور په سرای کې د يو سپاهي ګوګل سورووي او د هغه زړه ژوندی ترې راوباسي او د سپاهي زړه يې په لاس کې رپېږي، بلې خوا ته په يوه هيلۍ ورټوپ کړي او دوې څيرې يې کړي او بل پلو ته د چرګ سر غوټ پرې غوڅ کړي. کله چې د پاچا زوی دغه پېښې د سر په سترګو ويني، نو په خپله خور پسې منډه کړي، خو له وارخطايي يې پښه واوړي او د عسکر په وينو کې لتو پت شي، چې د عسکر زړه يې لاسونو ته ورشي، زړه ليا تود دئ، ليا هم رپېږي، سره وينه ترې شنل کېږي، د پاچا زي پر ګوتو بهېږي او پر ځمکه څڅېږي! شازادګۍ خور يې ژر ځان خپل وروڼي ته رسوي، چې لاسونه يې ليا په وينو لړلي دي او په وروڼي کې په بوغارو پيل کړي، چې ورور يې ليا نه وي رسېدلی، چي پاچا کوټې ته له خپلې مېرمنې سره ورننوځي. کله چې پاچا خپله لور په وينو لړلې ويني او ګوري چې زوی یې پسې ځغاستلو، نو هک پک ودرېدلو. خپله مخه يې خپلې مېرمن ته کړه، نو مېرمن يې په ژړا شوه، په مکرونو او مکيزونو شوه او په مهارت سره يې ورته وويل، چې ما نه ؤ درته ويلي، چې ستا زوی ليونی دئ، ځناوران وژني، د خلکو زړونه راوباسي او دا دي اوس يې زما د لور د وژلو قصد هم کړی، خو ښه شول چې تاسو پخپله هغه وينئ، چې لاسونه يې په وينو دي! پاچا خپل مخ نازولي زوی ته ورواړولو، خو هغه ورته ټوله رښتيا کيسه تېره کړه، خو ميرې يې ورغبرګه کړه، چې د څلوېښتو شپو ماشومه څنګه کولی شي د يو انسان زړه له ګوګله راوباسي، هغه ليا په وروڼي کې ده! ګوره پاچا ستا زوی، ستا دغه نازولی زوی اوس د څلوېښتو شپو ماشومه د قتل په تور هم توروي! ښه به دا وي، چې دغه لېونی مړ کړې او يا يې له ښاره وشړې! نو پاچا هم د خپلې مېرمنې خبره ومنله او خپل زوی يې له پاچاهي محروم کړ او له خپل ملکه يې وايسته.
د پاچازي سر په صحرا شو او د خپل پلار د پاچاهي له پولې ووت، نو سر يې په دښتو او ځنګلونو شو، چې ګوري په يوه ځنګله کې يوه زمرۍ په لاره کې پرته ده، نو پاچا زی ورنېژدې شو او ويې پوښتله، چې ولې داسې بې سيکه او بې حرکته دلته په لاره کې پرته يې، نو زمرۍ ورته وويل، چې په پښه کې مې د صيادانو يو مېخ تللی دی، ځکه نو نه شم خوځېدلی، نو د پاچازي زړه ډېر ورته بد شو او خواشينی شو. پاچا زي زمرۍ ته وويل، چې له پښې به يې دغه ميخ راوباسي، خو زمرۍ ورته وويل، چې يو څو نورو ځوانانو هم غوښتل، چې مېخ زما له پښې وباسي، خو له ډېره درده يې مېخ ونشو ايستلی، مګر زه به ناکراره شوم او په هغوی به مې ورټوپ کړل او و به مې خوړل، نه دا چې په تا هم همغه کانه وشي، ځه زویه خپله لاره دې وهه، ما پرېږده چې دلته پرته وم. پاچا زي ورغبرګه کړه، چې زما ژوند هم اوس هسې په ستونزو کې لاهو دی، زه پلار له کوره وايستم او خور مې هم شيشکه ده او نس د انسانانو په وينو مړوي، نو ښه به دا وي، چې ستا له پښې مېخ وباسم، يا به ستا د خولې خوراک شم او به ستا د پښې دوا شم! نو په دې ډول زمرۍ ورسره ومنله.
پاچا زي د زمرۍ په پښه څو دانې خښتې او تېږې داسې کېښودلې، چې دی يې تر شا وکولی شي، چې په سمڅ کې پټ شي. پاچازی په سمڅ کې کېناست او بيا يې امبور له خپل جوبه راوايست او د زمرۍ له پښې يې مېخ په تېزي راوايست، خو زمرۍ له ډېره درده پر پاچازي ټوپ کړل، مګر هغه د خښتو تر شاه په سمڅه کې پټ ؤ او د زمرۍ خولې ته برابر نه شو، خو زمرۍ چې د پښو له خوږه کراره شوه، نو پاچازی هم له سمڅې راووت او زمرۍ يې وپوښته چې د پښو دردونه یې څنګه دي؟ زمرۍ ورته دعا وکړه او له خدايه يې بری ورته وغوښت او ورته يې وويل، چې څه مرسته ورسره وکړي! خو پاچازي ورته وويل، چې مرستې ته اړتيا نه لري، دا کار یې د خدای په جت کړی دی، خو زمرۍ ورته وويل، چې دا درې بچي لري «انګک، بنګک او کلوله سنګک» نو دوی درسره واخله، کله چې بده ورځ درباندې راغله، نو ته به په دوی غږ وکړې، نو دوی به ستا مرستې ته ځان لکه ګولۍ درورسوي او تا به له بدمرغي وژغوري او پاچازي هم دغه خبره ورسره ومنله، د زمرۍ چوچيان يې له ځانه سره واخيستل او په خپله لاره رهي شو.
پاچازی په دښتو کې روان ؤ، مياشتې څه، چې کلونه پرې تېر شول، چې وروسته له ډېر ميزله د يو غره لمنې ته د اوبو د چينې ترڅنګ يې په يوه جونګړه سترګې ولګېدلې، نو پاچازی هلته ورغی، چې ګوري هلته يوه زړه ناروغه بوډۍ ښځه له خپلې يوې پېغلې، نوراني او ښايسته لور سره پکې ناسته ده. پاچازي له دغه کورنۍ سره روغبړ وکړ او هملته نيژدې يې له دوی سره ژوند پيل کړ او له دغه کورنې سره به يې تل مرسته کوله او زړې بوډۍ ته يې درمل ورکړل، چې جوړه شي. بوډۍ وروسته له څو ورځو روغه شوه او دغه ځوان ته يې په خپله جونګړه کې ځای ورکړ. يو څه موده چې تېره شوه، نو خپله لور يې ورته کوژده کړه، ليا څه موده نه وه تېره، چې خواښې يې پاچازي ته د خپلې لور سره د واده وړانديزوکړ، خو پاچازی د خپل پلار د پاچاهي نکل ورته وکړ او ورته يې وويل، چې لومړی به د خپل پلار احوال واخلي او بيا به له ګْلمکو سره واده وکړي، نو خواښې يې هم دغه خبره ورسره ومنله او د خپل زوم د سفر تياري يې ونيوله.
بله ورځ پاچازی بیرته د خپل پلار د کور اوپاچاهي په لوري روان شو، خو مخکې له دې چې حرکت وکړي، خپله کوژده يې راوغوښته او دوې کټوې مستې يې وروښودې او ورته يې وويل، چې کله د دغو کټوو مستي سرې شي او په وينو واوړي، نو ته به هرومرو دغه درې زمريان راخوشې کوې، چې دغه پېښه د ژوند او مرګ خبره ده او ټينګار يې وکړ، چې له هېره دې ونه وځي، چې بيا به ټوله سيمه په وينو کې ولمبېږي. پاچازي له خپلې کوژدې يې د يوې ګومنځ (شانه)، يوې ستنې، يوې هندارې او يوې ټوټې مالګې غوښتنه وکړه، نجل يې ورته وويل، چې دا شيان څه کوې؟ هغه ورته وويل چې ميزل اوږد دئ او په لاره کې مې پکار کېږي.
وروسته له دې يې مخه په دښتو او صحرا شوه او وروسته له ډېرې مودې يوې سيمې ته ورسېدو، چې ګوري د پاچا د شاوخوا کليو خلک، د ځنګله حيوانات او حشرات يې مخې ته ورته راغلل او د شيشکې خور په شکاياتو يې ورته پيل کړ. د پلار د پاچاهي د تباهي کيسه ورته وکړي، چې شيشکې خور يې لومړی خپل پلار مړ کړ او بيا يې خپله مور ووژله او ورپسې يې په ټولو پسې راواخيسته، هغه چې ژوندي پاتې شول، نو ټول وتښتېدل او هغه چې په لاس ورغلل نو زړونه يې وروايستل، نو پام کوه، چې ته ورنشي! چې ستا به هم بېخ وباسي! خو پاچازي د کور د ليدلو هوډ کړی ؤ، نو مخ په خپل کور او پاچاهي رهي شو. کله چې کور ته ورسېد، نو شيشکې خور يې ښه هرکلی وکړ، ليا ورځ نه وه شپه شوې، چې د سيمي يو ميسګر چې د پاچا يو باوري سړی ؤ، نو پاچازي ته راغی او ورته يې وويل، چې شيشکې خور دې منګولې سرې کړې او غاښونه يې هم تېره کړي، چې ستا د وژلو لپاره يې هم پلان نيولی او راروانه ده، نو بېړه وکړه همدا اوس له دغه ځايه پښې سپکې کړه او ولاړ شه، که نه نو بيا به ناوخته وي.
پاچا زي د ميسګر خبره ومنله او له کوره ووت، چې خپلې کورنۍ ته بيرته ستون شي، خو کله چې شيشکه کور ته راغله، چې ګوري ځای شته او جولا نشته، هېڅوک هم په کور کې نه ليدل کېږي، نو لومړی په میسګر پسې ولاړله او تريې وپوښتل چې پاچازی چېرې دئ، نو میسګر له ويرې زهر خولې ته واچول، له خولې يې د سپينو ځکونو سر شو او زره يې وچاودېده! خو شيشکې يې بيا هم زړه له ګوګله راوايست او ټوټې ټوټې يې کړ او بيا يې مخه په بيډيا کړه، چې خپل ورور (پاچازی) ونیسي او مړ يې کړي.
شيشکه په منډو شوه او دا چې پاچازي ته ورنيژدې شوه، چې لاس يې ورواچاوه، نو پاچازي يې مخې ته ګومنځ وغورځوله، نو د خدای په حکمت سره دغه ګومنځ په يو داسې لوی او ګڼ ځنګله واوښته، چې د يو وېښته د تېرېدو امکانات هم نه و پکې، خو شيشکې خپل يو غاښ راوايست او تبر یې ترې جوړ کړ او د ځنګله ونې يې پرې ووهلې، چې له دغه ګڼ ځنګله نه تېره شي، نو په ډېرو ستونزو له ځنګله تېره شوه او بيا په پاچازي پسې په ځغاستو شوله، دا دي چې بیا ورته راورسېدله، نيژدې دی، چې ويې نيسي، خو پاچازی دا ځل ورته هنداره مخې ته وغورځوله، نو له هندارې داسې يو ښوی، لوړ او لوی غر جوړ شو، چې ختل په ناممکنه ول. شيشکه چې تر نيمه ورپورته شي، بیا راوښويېږي او د غره لمنې ته راولوېږي، نو شيشکې خپل بل غاښ راوايست او سوټک يې ترې جوړ کړ او په سوټک يې د ښوي غره ډبرې ټوټې کړې او ځان يې د غره سر ته ورساوه او له غرنه واوښته، چې بلې خوا ته يې وښويېدله او بيا يې په منډو پيل کړ، هه چې ځان يې بيا پاچازي ته ورورسولو. پاچازي خو ليا مخکې خپلې خواښې او مېرمن ته ويلي ول، چې هرومرو به د کټوو مستو ته ګوري، نو هر وخت چې سرې شي او په وينو واوړي، بيا به نو انګک، بنګک او کلوله سنګک له پړيو ورخوشي کوي، خو د خواښې او مېرمن يې دغه غوښتنه له هيره وتلې ده، نو کرار يوه يې په وودلو بوخته وه او بله يې په ګنډلو او پاچازی يې د خدای هيلې ته پرېايښی وو.
شيشکه هم له غره راوواښته او دا دي چې بیا يې ځان پاچازي ته ور ورسولو، پاچازی حيران پاتې دی، چې څه وکړي، لنډه دا چې دا ځلې يې د شيشکې مخې ته ستنه واچوله. له ستنې داسې د ازغیو يوه ګڼه دښته جوړه شوه، چې تېرېدل ترې ناشوني دي، خو شيشکه په ازغيو کې ورګډه شوه، چې کله يې په لاسونو او کله يې په ځان کې ازغي ولاړ شي، د پښو خو يې پوښتنه مه کوه، نوشيشکه هم په ګړيو بوخته وه، چې ازغي له خپلو پښو او له ځانه وباسي، خو ورور يې په بېړه ځغاسته، چې ځان خپل کور او زمريانو ته ورسوي، خو شيشکه خپلې وينې څټي، مګر بيا هم وتوانېده او د ازغيو له دښتو راتېره شوه، خو اندامونه يې په پرهارونو ډک دي او وينې ترې بهېږي، خو بيا پاچازي ته دومره ورنيژدې شوه، چې په يو ټوپ کې به يې راونيسي، نو پاچا زي دا وار د مالګې ټوټه مخې ته ورواچوله، نو د شيشکې مخې ته داسې د مالګې يو شوره زار جوړ شو، چې په زخمونو يې مالګه لګېږي، نو له سوځېدو يې په کوکو شي، کوړنجېږي، کله ژړېږي، کله په کونه کېني، کله په خپوړو شي او کله په خپلو لاړو زخمونه له مالګې پاکوي، نو وروسته له ډېرو ستونزو له دغه شوره زاره هم تېره شوه او بيا يې په پاچا زي پسې هه کړه! نو بيا يې ځان پاچا زي ته ورسولو، خو شيشکه ډېره ستومانه شوې وه او په يوه پوښتۍ کېناستله او پاچازي ته وايي، چې نور نو ستړې يم او غواړم سوله درسره وکړم! نو پاچا زی هم هلته ليرې ورنه کېناست او په دې سوچ کې شو، چې زمريان يې ولې مرستې ته نه راځي!
وايې چې زړونه يو او بل ته لار لري، نو په دې وخت کې د پاچازي د خواښې ورپه ياد شي، چې د مستو کټوې ته وګوري، چې ګوري، مستې ليا وخته په وينو اوښتې دي او خپلې لور ته ناره کړي، چې خواره مه شي، لکه چې بوره شوم! دا څه وشول! دا مستې خو ليا وخته په وينو اوښتې دي او موږ ليا زمري نه دي خوشي کړي، نو بېړه وکړه هغه زمريان خوشې کړه، که نه نو د سيمه په وينو کې ولمبېږي! د پاچازي مېرمن په بېړه زمريان خوشې کړل او پاچازي ته يې د خير دعا وکړه، چې خدايه ته يې وساته او سلامت يې بیرته کورته راستون کړه!
زمريانو منډه کړه او تورې دوړې يې په دښته کې جوړې کړې، چې ځانونه پاچازي ته ورورسوي. شيشکې دمه وکړه او د زړه سېک يې پر ځای شو، نو خپل ورور پاچازي ته په غوړمبېدو شوه او ورو ورو ورنيژدي کېدله، چې ويې نيسي او ويې وژني، په دې وخت کې له ورايه تورې دوړې راښکاره شوې، چې کله شيشکې په پاچازي ورټوپ کړل، نو په عين حال کې زمريان هم راورسيدل او په شيشکه يې حمله وکړه او دوې ټوټې يې کړه، چې د شيشکې له وينو ډېرې ارواوې آزادې شوې او څوک په مرغيو واوښتل، څوک په ځناورانو او څوک هم په انسانانو، د خدای شکر يې پر ځای کړ، پاچازي ته لاس په نامه شول او د بيعت ژمنه يې ورته وکړه.
پاچازی له خپلو زمريانو سره غاړه په غاړه شو، چې له بل پلوه يوه پلوشه له يو اوښ سره راغله او له پاچازي يې وپوښتل، چې زما په اوښ څه بار دي، نو که پوه شوې د يوې لويې پاچاهي شتمني به درکړم، نو په دې وخت کې د شيشکې له وينو د يوې مرغۍ روح آزاده شوه او پاس د توت په ونه کې پر يوه څانګه کېناستله او په سندرو يې پيل وکړ، په شپېلکو يې ورته وويل چې «نيم يې خس نيم يې لرګي!»، نو پاچازی د مرغۍ په نکل پوه شو، چې په اوښ نيم خس او نيم لرګي بار دي او پلوشې ته يې وويل، چې په اوښ دې نيم خس او نيم لرګي بار دي، نو پلوشې هم د يوې پاچاهي شتمني پاچا زي ته ورکړه. پاچازي له خپلې کوژدې سره واده وکړ او خپله پاچاهي يې جوړه کړه، چې پر ځمکه د عدالت او انصاف واکمني راغلله.
پايله
په افغاني ټولنه کې له دې کیسې داسې ښکاري، چې مور او مېرې، عدالت او ظلم، د مينې او کرکې څپې پکې نغښتې دي، خو ستونزه په دې کې ده، چې د کار پر ځای داسې وسيلې د موخې لپاره کارول کېږي، چې بنسټ يې يوه خيالي دنيا ده. له بل پلوه د انسان په ذهن کې د شيشکي يا دې ته ورته موجوداتو ژوندي ساتل دي، چې د خلکو په ذهن کې وېره پياوړې کوي، چې پايلې يې د چوک د پالبينانو، د شوربازار د کوډګرو او د زيارتونو د منجورانو د دېرو تاوده بنډارونه دي او په ټولنه کې د بې تفاوتي، ټمبلي او چلول ذهني بنسټونه دي
په درنښت