د سمنګان ولايت په ننۍ ځانمرګي بريد کي چي د دې ولايت د اولسي جرګې د وکيل د لور په واده کي وسو د نوموړي او يوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون پکښي دوه ويشت تنه ووژل سول او تر څلوېښتو ډېر پکښي ټپيان سول.
د پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى او نه ئې هم حکومت په اړه څه ويلي دي.