د کابل چاپ زیاترو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څرګندونو تبصرې کړي، چې ویلي یې دي، وروسته له دې به یې ټول پام په کورنیو اصلاحاتو ورټول وي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې دا مسئله څیړلې چې د جمهور رئیس کرزي ولې په اوس وخت کې کورنیو اصلاحاتو ته ډیر پام واوښت.
د مقالې د لیکوال په باور دا دوه عوامله لري، یو دا چې نړېواله ټولنه نور مشروطې مرستې کوي او بل دا چې هېواد په مخ کې د جمهوري ریاست انتخابات لري.
د مقالې په دوام کې راغلي د توکیو په کنفرانس کې د مرستو ژمنه په دې شرط وشوه، چې افغان حکومت به له اداري فساد سره مبارزه کوي، حکومت به ښه کوي او د بشر د حقونو مراعات به کوي. همداراز ولسمشر حامد کرزی انتخابات په مخ کې لري، چې باید د خلکو ملاتړ ورته راجذب کړي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې هم په خپلې نننۍ ګڼې کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه د نړېوالې ټولنې پر رول یوه مقاله کښلې.
د مقالې په یوې برخې کې د دې مبارزې راتلونکې ته هیله مندي ښودل شوې او په کې راغلي، دا ځل نړېواله ټولنه هم په دې اړه جدي ده چې په خپلو مرستو سمه څارنه وکړي.
ویسا لیکلي د ځینو راپورونو له مخې په هغو قرارادونو کې هم پراخ فساد موجود دی چې نړېواله ټولنه یې له خصوصي شرکتونو او نورو ادارو سره کوي.
د مقالې د لیکوال په باور د دغو قراردادونو لپاره یوه کنترولي میکانیزم ته اړتیا ده او که داسې کوم میکانیزم رامنځ ته نشي نو د اداري فساد پر ضد مبارزې راتلونکې ته هیله مندي نه ده په کار.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په همدې مسئلې خپله سرمقاله کښلې.
په سرمقالې کې د جمهور رئیس د خبرو ځینې برخې هم راخیستل شوي دي، چې ویلي یې دي، که څوک دولت ته د پیسو د پیدا کولو لپاره راځي نو خطا وځي او که چا په کې پیدا هم کړی، ناروا دي او یوه ورځ به ترینه پوښتنه وشي.
په سرمقالې کې د مرستو د سم لګښت لپاره د سیاست مدارانو او د دولتي دستګاه په سمون ټینګار شوی دی او لیکلي یې دي، په دې برخو کې اصلاحات د ښې راتلونکې لپاره بنسټونه جوړوي.
ملي باور:
ملي باور ورځپاڼې بیا د کورنیو اصلاحاتو لپاره د جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې چلنج کړي او لیکلي یې دي، ایا جمهور رئیس به دا ځل په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د مقالې لیکوال په دې اړه شک څرګند کړی او لیکلي یې دي، د ولسمشرکرزي د کابینې په غړو د فساد تورونه ولګیدل، خو نه تورنو کسانو د ځان سپیناوی وکړ او نه هم عدلي ارګانونو هغوی تعقیب کړل.
د مقالې په دوام راغلي، همدا اوس د ګڼ شمیر جګپوړو چارواکو د اداري فساد دوسیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې پرتې دي، خو څوک یې نه راسپړي.
د مقالې لیکوال زیاتوي، دولتي ځمکې غصبیږي، خو له چا پوښتنه نه کیږي، دې ټولو ټکو ته په اشارې لیکوال په دې دې اړه شک څرګند کړی، چې ګنې جمههور رئیس به وروسته له دې د فساد پر ضد مبارزې کې جدي و اوسي.