کور / تازه خبرونه / سمنګان : په واده کي ځانمرګي بريد وسو

سمنګان : په واده کي ځانمرګي بريد وسو

د سمنګان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په مرکز ايبک کي د دې ولايت د اولسي جرګې وکيل احمد خان سمنګاني د لور په واده کي ځانمرګى بريد وسو چي په پايله کي ئې د نوموړي په ګډون لسونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي همدا ډول وايي چي په دې بريد کي نور لوړ پوړي کسان هم وژل سوي او ژوبل سوي دي .
د پېښي په اړه تر اوسه نه اسلامي حزب او نه هم وسله والو طالبانو څه ويلي دي او نه ئې حکومت هم پړه تر اوسه پر چا اړولې .