د پکتيکا پوهنتون محصلين د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د ياد پوهتون سره د مور او مېرې په چلند تورنوي، محصلین سرټکوي چې پوهنتون يې تر اوسه پورې يو مسلکي استاد هم نه لري خو له دوي څخه ازموينه اخيستل کيږي، په ورته وخت کې ددې پوهنتون رئيس محمد شفا تسل د محصلينو ستونزې پر ځای بولي او وايي، چې د حل په موخه يې د لوړو زده کړو وزارت سره شريکې کړي دي.
د پکتيکا ولايت سيمه ييزې ادارې په هڅو د پکتيکا والو په غوښتنه د وزيرانو شورا د ۲۶ مې ګنې مصوبې او د ولسمشر په منظورۍ نږدې څلور مياشتې وړاندې د پکتيکا ولايت لپاره پوهنتون منظور او په لومړي ځل يې رسماً په کار پيل وکړ، خو ددې پوهنتون محصلين بيا د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو ناخوښي ښکاره کوي او وايي چې ياد وزارت دې پوهنتون ته په هيڅ برخه کې پام نه کوي او د مور او مېرې چلند ورسره کوي، دوی وايي د پوهنتون او ليلې لپاره ودانۍ نه لري خو تر دې دمه د پوهنې رياست اړوند ودانيو څخه ګټه اخلي، مسلکي استادان نه لري دوي ته د دارالمعلمين ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کيږي، د اوبو، برېښنا، لابراتور، کتابتون او ګرځنده روغتون نشتون هغه ستونزې دي چې دوی ورسره هره ورځ لاس او ګرېوان دي.
د پکتيکا پوهنتون محصلين ګواښ کوي چې که څه هم دا مهال د دوی ازموينې روانې دي کچېرې د لوړو زده کړو وزارت د دوی ستونزې هوارې نه کړي، ټول محصلين به په ازموينو کې له ګډون ډډه وکړي او په لاريون به لاس پورې کړي
د پکتيکا پوهنتون رئيس محمد شفا تسل د محصلينو ستونزې پر ځاي بولي او زياتوي چې يادې تولې ستونزې يې په وار وار د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو سره شريکې کړي او دوی ورسره د ژر تر ژره حل کېدو ژمنې کړې خو تر اوسه يادې ستونزې په خپل ځای پاتې دي.
خو د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې دوی په ټول هېواد کې د متوازنې علمي پراختيا په لټه کې دي د يادولو ده پکتيکا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کيميا بيولوژي او رياضي فزيک دوه څانګې لري چې نږدې ۱۵۰ تنه محصلين پکې زده کړې کوي.