کور / راپور / د ملي اردو د قرآئت سياليو راپور

د ملي اردو د قرآئت سياليو راپور

پنجشنبه ۱۲ جولايي ۲۰۱۲
 
په پنجوايي کې د ملي اردو او د ولسوالۍ د اوسېدونکو تر منځ د حسن قرائت سيالي تر سره شوه.
د حسن قرائت دغه سيالي چې د ۲۰۰۵ اتل قول اردو د پلې لوا د فرهنګي او عقيدتي امريت په زيار جوړه شوې وه، شاوخوا ۹ بجې د ۲۰۵ اتل قول اردو ملا امام ښاغلي مولوي عبدالجبار لخوا د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
 
وروسته د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحق خبرې وکړې او دداسې غونډو جوړول يې يو ګټور ګام وباله، نوموړي وويل، ډېر د خوښۍ ځای دې چې د ملي اردو د قاريانو او د پنجوايي ولسوالۍ د اوسېدونکو قاريانو تر منځ د حسن قرائت دغسې يوه سيالي جوړه شوې ده.


د نوموړي په وينا دغه سيالۍ به د ملي اردو او ولس تر منځ اړيکې لا پياوړې کړي او د ملي اردو او نورو امنيتي ځواکونو په اړه به خلک ډېر معلومات تر لاسه کړي.
 
ورپسې د ۲۰۵ اتل قول اردو د پلې لوا عقيدتي او فرهنګي امر ډګرمن مزمل خان ساپي د حسن قرائت ددغې سيالۍ د ارزښت او جوړېدو په اړه خبرې وکړې. نوموړي وويل چې د حسن قرائت ددې سيالۍ موخه د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو په اړه د ځينو مغرضو هېوادونو او کړيو د پوچو تبليغاتو مخه نيول او ولس ته د ملي امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي اردو په اړه دا ښودل دي چې د دوی ځواکونو په سپېڅلې اسلامي او ملي روحيه روزل شوي.


په سيالۍ کې د ملي اردو هغو سرتېرو چې د قران کريم حافظان دي او د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکو حافظانو برخه واخيسته، د ملي اردو شاوخوا ۱۵ قاري صاحبانو پخپل وار سره د قران کريم څو مبارک ايتونونه تلاوت کړل.


 
وروسته د هغې کميټې لخوا چې د سيالۍ د ارزونې لپاره ټاکل شوې وه، د سيالۍ لومړی، دويم او دريمه درجه ګټونکي اعلان شول.
د کميټې يوه غړي وويل چې د تجويد، حسن قرائت او قيافې پر بنسټ دغه کسان د حسن قرائت سيالۍ ګټونکي دي:
 
قاري محمد ايوب، د ملي‌ اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ پلې لوا سرتېری
 
قاري عبدالمتين، د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ پلې لوا سرتېری
 
قاري عبدالشکور، د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی
 

د غونډې په پای کې د مل اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د اسلامي تعليماتو مشر ډګرمن شاولي وخان وينا وکړه او د ملي اردو او پنجوايي ولسوالۍ د اوسېدونکو تر منځ يې د حسن قرائت سيالۍ په جوړېدو خوښي وښوده.
 
نوموړي وويل: وياړو چې د پنجوايي ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په دې غونډه کې ګډون لرو او د ستر څښتن شکر ادا کوو چې موږ ته ته يې دا توان راکړ چې د حسن قرائت دا نېکمرغه سيالي په دې لرغونې ولسوالۍ کې جوړه کړو.


 
نوموړي وويل چې دا صرف د يوې لوا د څو کنډکونو قاريان دي، نو په ټوله قول اردو کې به څومره قاريان وي. هغه وويل چې موږ بايد د اسلامي تعليماتو او قراني احکامو په عملي سيالۍ کې هم برخه واخلو او د اسلامي او قراني احکامو د لارښوونو سره سم ژوند وکړو.
د وطن او ولس په ساتنه کې فعاله ونډه واخلو او څوک پرېنږدو چې زموږ ګران هېواد او وياړلی ولس وننګوي او دسيسې ورته جوړې کړي.
 
غونډه برياليو قاري صاحباتو د ډاليو په ورکول وسره پاي ته ورسېده.