دلوېديځ رسنۍ که څه هم د افغانستان په باره کي په تېره بيا دخپل يرغل راهيسي تر اندازۍ زيات درواغ ويلي دي. خو دعربي هيوادونو په اوسنيو ګډوډيو دلوېديځ درسينو درواغ ډېر منظم او سم دکمپاين له مخي کيږي. په دغه کمپاين کي دلوېديځ ترټولو مهمه وسيله د الجزيرې ټلوېزون دی چې د امريکا د پوځي لښکرکوټ قطر اوپلازميني واشينګټن کې سټريټ څخه خپروني کوي.
دلوېديځ رسنيو دعربي هيوادونو ګډوډۍ چي دباوري سرچينو له قوله په خپله دلوېديځ دسرکاري جاسوسانو لوی لاس پکښې و او دی. دغه رسنيو په هغمه سرکي دغه تش په نامه لاريونونو ته د انقلاب لقب ورکړ او پيل يې هم له داسي هيوادونه څخه وکړ لکه زين العابدن دتيونيس اوحسن مبارک د مصر چي حکومتونه يې له سره ترنوکه د امريکا په مريي توب کي ډول ول.
دځينو په ګومان ددغه کار پیل ځکه ددغه هيوادونو څخه وسو چي وروسته پر ليبيا او سوريې باندي ديرغل او ګډوډۍ جوړولو پلمه ولټول سي. هغسي هم وسول دبنغازي ديوه ډېر کوچني تش په نامه لاريون چې دلوېديځ رسنيو په ډېرو ښکرورو درواغو وځلاوه. په هيڅ ډول د ناټو يرغلګرو ته پلمه نه برابروله که د ليبيا په حکومت کي ځيني غداران ناټو ته نه وای تسليم سوي.
دسي پي او خپروني له مخي چې د ګڼ شمېر هيوادونو په باره کې دلوېديځ تر نورو رسنيو پوري
بېل مالومات خپروي دا وار پر سوريې باندي د لوېديځ د روان يرغل په باره کي په زړه پوري مالومات خپاره کړي دي.
ددغه ادارې دڅېړني له مخي دسوريې دحمص په سيمه کې د امريکا سي ای اې، ديهودو موساد اود بلاک واټر په نامه هغه اورپکې عيسوې ډله چې سربېره پر افغانستان او عراق په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ټولوژنه خپل جهاد بولي په دغه سيمه کي دټولو ګډوډيو، دسوريې پر عام ولس باندي دبې درېغه بريدونو د غربي رسنيو په تېره د الجزېرې ټلوېزون دپاره په پيسو دخلکو دلاريونو د راټولولو او جعلي صحنو په برابرولو کې ټول همدغه څارګريز ډلي لاس لري.
چې دټولو دغه جنايتونو تورونه هم لوېديځي رسنۍ چې الجزيره يې په سرکې راځي سمدلاسه د ولسمشر بشرالاسد پر حکومت لګوي.
خو دلوېديځ رسنۍ هغه تاريخي لاريونونه چي په دسوريې په داخل او بهر کي د بشرالاسد په ملاتړ کيږي هيڅ نه خپروي تردې چي په ځينوغربي هيوادونو کي دسوريې دملاتړ چانل بېخي بند کړل سوی دی.
دغه څېړنيز راپور وايي چې د بابا عمر په ولسوالۍ کې برابر ۷۰۰ اووه سوه عرب او لوېديځ مېشتي چې دلوېديځو هيوادونو سرکاري تابعيت لرونکي عرب راوستل سوي جګړه مار د داسي وسلو اوجنګي سامانونو سره نيول سوي چي په امريکا، اسرايل او نورو اروپايي هيوادونو کې جوړي سوي دي. په نيول سويو جګړه مارو کي ويل کيږي چې عراقيان، لبنانيان، دقطر دهيواد استخباراتي اجنټان او د ترکيه کسان شامل دي. خو په نيول سويو کسانو کي د افغانانو نوم هم ياد سوی دی.
د سوريې دچارو څېړونکي سليم هربه ويلي چي پر سوريې باندي ددغه تحميل سوي جنګ دسمبالښت او دجګړه مارو د روزنګ دپاره د لوېديځ زورورو هيوادونو د امريکا په مشرۍ ګردسره په قطر کې دفترونه او ځایونه ورته جوړ کړي دي. د امريکا، فرانسې ، سعودي عربستان او دقطر دحکومتونو جاسوسان دسې ای اې او د اسرايلو د څارګري ادارې موساد او بلېک واټر چي اوس يې پر ځان د ايس اي نوم ايښی دی په پيسو پرمخ ځي. په دغه ځای کې د سوريې داړه ماران چې لوېديځ يې د سوريې سوله ايز لاريون کوونکي بولي روزل کيږي او په وسلو سمباليږي. وروسته سوريې ته دجنګ دپاره استول کيږي.
پردې سربېره عربي خبري اجينسۍ المنار وايي چي دسوريې د امنيتي ځواکونو ته ددې خبري ګڼ شمېرنور ثبوتونه هم په لاس ورغلي دي چي په سوريه کې جوړ اوسنۍ جنجال د لوېديځ زورورو هيوادونو را زېږولی اوسم ښکاره د دوی لاس پکښې دی. داخبره اوس دلوېديځ رسنۍ هم نه سي پټولای چې په سوريه کې نه سوله ايز لاريونونه نه مخکي سوي ول او نه وجود لري. دا خبره هم يوازي دلوېديځو رسنيو د ډنډورو له لاري يو انقلابي لاريون دهمغه ورځي راهيسي بلل سوی او بلل کيږي.
دسوريې دچارو دغه څېړونکی دلوېديځ دلاس وهني نور مالومات هم لري وايي چې دسوريې امنيتي ځواکونو ددغه داړه مارانو سره په جنګ کې په مځکه کې کيندل سوي نغمونه او ډول ډول وسايل او وسلې لکه اسرايلي ګرنټونه، دشپې دوربينونه او دمخابراتو وسايل چې په امريکا او اسرايلو کې جوړ سوي خو تر اوسه په دغه هيوادونو کې نه دي ازمايل سوي دسوريې پوځيانو نيولي دي.
سليم هربه وايي چې دسوريې حکومت اوس دا نيت نه لري چي دغه ثبوتونه په ډاګه کړي خو دی وايي چې ددغو ثبوتونو ارزښت ډېر لوړ دی. دده په قول چې دسوريې حکومت ته داسي اسناد او دنيول سويو کسانو اعترافات په لاس ورغلي دي چې که يې ناببره په ډاګه کړي نو هم به دسوريې په کورنيو چارو کې سياسي او پوځي اغېزه وښندي او هم به يې دغه سيمه له سياسي اغېزې څخه خلاسه نه سي. دبلي خوا دلوېديځ ديوې څېړونکي جاسوسي ادارې سټريټ له يوه نيول سوي برېښناليک څخه په
ښکاره ويل سوي دي چې ناټويي ځانګړي لښکر ډېر دمخه لا په سوريه کې ځای پر ځای سوي دي.
دغه ډول ادعاوي دمخه هم سوي وې چې دسوريې دغه ټول جنجال او شيطانت لوېديځ جوړ کړی دی. خو هغه وخت ښه په يقين بدلي سوې چي دمارچ په مياشت کې د راپورونو له مخي وفادارو پوځيانو په حساب ديارلس کسه فرانسوي پوځيان ټينګ کړل.
ولسمشر بشرالاسد اوپه نيويارک کې دملګرو ملتونو په دفتر کې دسوريې ځانګړي استازي جعفري په وارو وارو رسنيوته ويلي چې دسوريې ملي ځواکونه د لوېديځ دملاتړو جګړه مارو سره جنګيږي او دا سوله ايز لاريون کوونکي نه دي لکه چي څنګه يې دلوېديځ رسنۍ ښکاره کوي.
دا هغه داړه ماران دي چې دسوريې پر ولسي وګړو بې درېغه بريدونه کوي او وژني يې.
که څه هم دلوېدديځ زورور هيوادونه په ظاهره وايي چي پر سوريې باندي دبريد نيت نه لري.
له بلي خوا په امريکا کي دمسلمانانو تش په نامه اسلامي ټولني چې دګڼ امريکايي مسلمانانو په ګومان اکثره يې د امريکا په مسلمانانو کې دجاسوسۍ په نيت جوړي سوي دي. ددغه ټولنو استازي پرله پسې د واشينګټن پر واکمنو په ظاهره په ټينګار غوښتنه کړې چي دبشر الاسد حکومت په ختمولو کې دسوريې دجګړه مارو سره مرسته وکړي.
د امريکا اکثره تش په نامه اسلامي ټولنو تل د امريکا پر ګټو غوغا خپره کړې ده خو کله چي د رښتياګو د اسلامي ارزښتونو سپکاوی سوی دی هلته نو بيا دا ټولني پټه خوله پاته سوي دي.
په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې دنيويارک یهودي تياټر د اسلام او مسلمانانو دستر پېغمبر حضرت محمد (ص) دسپکاوي په نيت دسټېج يوداسي ننداره وړاندي کړه چي د سپکاوي کچه يې تر اوسه نه ده ليدل سوې. په دغه ننداره کي د نړۍ لوی پېغمبر حضر محمد (ص) ديو داسي زناکار په ډول ښکاره کيږي چي د یهوديانو ښځي دسټېج پر سر لڅ لغړي جنسي تېری يا په زوره ناروا کوي. د زنا په ترڅ په ډېر لوړ ږغ نارې وهي چي ماته په قرآن کي ويل سوي چي یهوديان ووژنم او ښځي يې دغسي بې پته کړم. دغه ډرامه ما په خپلو ګناه کارو سترګو په داسي ناخبرۍ کي ليدلې ده چي له نامه څخه يې (په منځني ختيځ کي له یهوديانو سره څه ډول چلند کيږي) څوک نه پوهيږي چي دا به اسلام ته او يا ستر پېغمبر (ص) ته سپکاوی وي.
په امريکا کې يوې اسلامي ټولني هم ددغه ډرامې پر ضد احتيجاج ونه کړ.
کله چي په افغانستان کي د امريکايي لښکرو له خوا دقران شريف د سوځولو خبره له افغانستان څخه تر امريکا پوري راورسېده. نو په واشينګټن کې د مسلمانانو د اړيکو دشورا مشر حارث تارين په ډېره چټکي د واشينګټن په پريس کلب کي مٍطبوعاتي کنفرانس ته داسي خبري وکړې بېلې دې څخه چي دقران سوځېده وغندي افسوس څرګند کړ. ويله يې چي د امريکايي چارواکو سره يې په دې باره کي خبري کړي دي. کله چې ما ددغه نندارې په باب پوښتنه ځني وکړه چي که ده په دې باره کي کوم مطبوعاتي بيانه مخکي ورکړی وي خو هغه ګردسره ځان ناخبره وښود او ويل يې چي بيا به وروسته زما سره په دې باره کي خبري وکړي. خو له خپلي خبري سره ورک سو. سربېره پردې چي ما په وارو وارو ټليفونونه او برېښناليکونه ور واستول خو جواب يې مالوم نه سو.
په پای کي مي د لاس اينجلس په ښار کې ددغه شورا دڅانګي مشري وياندي مريم محي الدين څخه په ټليفون کي پوښتنه وکړه دې هم کټ مټ ځان داسي ناګاره واچاوه چي لکه ګردسره چي نه وي په خبره. ما چي ددې نندارې کيسه ورته وکړه دې راته وويل چي موږ په امريکا کې دبيان ازادۍ ته احترام لرو نو ځکه موږ ددې نندارې پر ضد احتيجاج نه سو کولای.
دغه منافقي اسلامي ټولني تل د امريکا دبهرنيو تګلاري دتحقق او سپيناوي دپاره دخپلو مادي او معنوي امکاناتو څخه کار اخلي.
ښه بېلګه يې تېره اونۍ د امريکا د اسلامي اړيکو دشورا دمشرنهاد عواد غوښتنه ده.
دجون دمياشتي پر پينځه ويشتمه د اسلامي علومو لوی مفتي احمد بدرالدن حسن يوې امريکا مېشتي دمنځني ختيځ دجوړي دبنسټ په نامه غونډي ته واشينګټن ته دراتګ بلنه ورکړې وه.
خو دغه امريکا مېشتي تش په نامه اسلامي ټولني په ګډون د سوريې الاصله عربي امريکايانو ټولني
چي ملاتړ يې د امريکا سرکار کوي دسپيني ماڼۍ له چارواکو څخه وغوښتل چي مفتي احمد بدرالدين حسن ته امريکا ته د راتګ وېزه ځکه ورنه کړي اوهم يې ديادي ټولني څخه وغوښتل چي بلنه يې بيرته يې منسوخه کړي چي د دوی په ښکاره تورو دغه مفتي د امريکا ګټو ته خطر دی. ځکه دوی وايي دغه مفتي خبرداری ورکړی و چي که چيري امريکا يا نور دلوېديځ زورور هيوادونه پر سوريې يرغل وکړي نو دوی به په اروپا او امريکا کې فدايي بريدونه ترسره کړي.
د ولسمشر بشر الاسد په ملاتړ دپه سلګونو زرونو لاريونونه چي دلوېديځ شيطاني رسنۍ سترګي پر پټوي
په دغه سبب مفتي احمد بدرالدين حسنه ته وېزه ورنه کړه سوه او هم يې بلنه دمنځني ختيځ دجوړي دبنسټ له خوا منسوخه اعلان سوه.
دبلي خوا په په نيويارک او پلازمېنه واشينګټن ډي سي کې د بشرالاسد دحکومت پر ضد په سړکونو کي د رواني مياشتي راهيسي په بې حسابه د ولسمشر بشرالاسد ناوړه جوړ سوي انځورونه په دېوالونو ځېړل سوي اولاندي په انګرېزي ورته ليکل سوي چي دنن ورځي لوی قاتل اسد ودروئ.
دنيويارک او واشينګټن پر سړکانو د ولسمشر بشرلا الاسد پر ضد د امريکا دتالۍ څټوله خوا جوړ سوي انځورونه
ددغه مصنوعي احتيجاجونوپه باب مي په واشينګټن کې د عربو په کلتوري مرکز کي د عربي خبريالانو په هغه غونډه کې دپوښتني نيت درلود چي په واشينګټن کې دعرب ليک سفير ډاکتر محمد الحسيني الشريف خبري پکښي کولې خو زما تر پوښتني مخکي ګڼ شمېر عربو خبريالانو د عرب ليګ پر سفير په ډېره غوسه تور لګاوه چې عرب ليک يوازي او يوازي دلوېديځ دګټو ساتندويه ګوډاګۍ اداره ده. په دغه سبب غونډه ډېر ژر پای ته ورسوله سوه.
دصليبي تالۍ څټو په لاس وژل سوي د زانګو ماشومان چي تور يې د امريکا تالۍ څټۍ ملګري ملتونه اود بشر دڅارني نيويارک مېشته ټولنه د ولسمشر بشر الاسد پر حکومت لګوي
دبلي خوا ترکي چارواکي دخپل دوديز منفافقت له مخي لکه د افغانستان په جنګ کي چي دبدنامه جنايتکار رشيد دوستن ملاتړ کوي پر سوريې باندي په روان يرغل کي دلوېديځ سره اوږه پر اوږه ولاړ دي. کټ مټ دريځ يې پر ليبيا باندي ديرغل په وخت کي هم درلود چي په بنغازي خپله پانګونه دناټويي يرغلګرو له بيري ونه بايلي او دناټو لکۍ يې له لاسه ونه ځي.
دلته يوه خبره د ويلو وړ ده چي دسوريې او ليبيا په جنګونو کې دصليبي تالۍ څټو په ډله کي د ځينو افغاني لنډغرو نومونه ياد سوي دي ماته دپښتو دا متل راياد کړ چي خپله مي ويجاړه دا دبل پر در ولاړه. په افغانستان کي دکرزي دمذدور رژيم په وړاندي دطالبانو ځيني خپرونو هم دعربي هيوادونو ګډوډيو ته انقلابونه ويلي او دمصر اوسنۍ ګوډاګۍ اتلافي ادارې ته دمبارکۍ پېغام هم استولی دی.
که چيري دمصر اوسني تالي څټي د اخوان المسليمن په نامه مشرانوته انقلابيان وايو بيا نو احمدشاه مسعود، سياف، امين وقاد اونور دصليبیانو ښکاره تالۍ څټي بايد د اسلامي انقلاب تر ټولو لويي څېرې وبولو. د دغه تش په نامه عربي انقلابيونو دمسلمانۍ څېره د نيويارک د استوريا او واشينګټن په عربي شرابخانو او ساقي خانو کې خبريالانو دسر په سترګو ننداره کړي دي.
ښکرور درواغ: دسوريې دتېلو زېرمي په داسي حال کي سوځول کيږي چي سي اين اين يې مخکي لا په خبريږي او انځورونه يې اخلي خو تور يې د ولسمشر بشرالاسد پر حکومت پوري کيږي.
نوربيا