شرم دئ، په داسې یو اقلیم کې ژوند کوم، چې خلک مینه ګناه بولي. په چاپېریال کې مې ټول، لکه غوښن ماشینونه، هرې خواته ځغلي. هرڅوک یو څه ګټي څو ورځې ژوند کوي او بیا مري. نیکمرغه کسان خپلو پاتې شونو ( اولادې) ته څه پریږ دي، کور، مال او یا نور څه…
ګلونه راشنه کیږي، غوړیږي او بېرته رژیږي، خاورې کیږي او ټول له هغو سره مینه لري، ځکه ګلونه د رنګ، عطر او ښکلا هستي په میراث پریږ دي. خو موږ، راشنه کیږو لوییږو، زړیږو او مرو، زموږ نه رنګ شته ، نه عطر او نه ښکلا، که یوله بل سره مینه وکړو، اې واویلا، ګناه- ګناه- ګناه … ….. .. /// سريزه
د کتاب پېژندنه :
نوم : نه، ته مې هېره نه وې
شاعر : عبدالغفور لېوال
د پښتى طرح اوډيزان : محبوب(شريفى)
خپرندوى : ميوند خپرندويه ټولنه كابل
ټيلفون : ۰۷۰۲۹۵۲۱۴
كمپوز اوډيزاين : ذبيح الله( رامين)
چاپ كال :۱۳۸۴
چاپځاى : ميوند مطبعه
پرليکه چمتوکونکی : مختاراحمد احسان
انلاين چاري : لر اوبر لوی افغانستان http://www.larawbar.com
د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ
د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ ! size = 208 KB ~ وزن = ۲۰۸ کيلو بايټه
د کتاب د pdf بڼي لپاره دلته کليک وکړئ ! size = 435 KB ~ وزن = ۴۳۵ کيلو بايټه
که د pdf پروګرام نه لرئ
دلته يې کښتـــــــــــــــــه کــــــړئ !