ددې خاورې اتل ، زړور اوميړني بچيان دخپلې خاورې دساتنې ،ارضي تماميت څخه ددفاع او امنيتي حالت دټينګښت په خاطربيراغ په لاس خپله خاوره ،ولس اوتاريخ ساتي اودخپلو سرونوپه قيمت په ډيرسرښېندنه دخپلو مظلومو ولسونو دسراو مال څخه ساتنه کوي ،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخوست ولايت يوې سرحدې سيمې ته دسولې اوقومي يووالي دټينګښت په سلګونولاروايانوته ديوې لويې اوشانداره غونډې په ترڅ کې په ډاګه کړې.
دسولې اوقومي يووالي دټينګښت کاروان دخوست ولايت داسې لرې پرتې سيمه ته خپل يون ترسره کړکوم چې هلته افغان ميړني ،اتل او زړور ځواکونه په ملي قوت اومينه سره خپل سرحدونه ساتي اوددې خاورې دځمګنۍ بشپړتيا څخه ساتنه کوي.
خوست والي دسولې اوقومي يووالي دکاروان په سلګونو لارويانوته په داسې حال کې وينا کوله چې افغان امنيتي ،کشفي اونظامي ځواکونو خپل بيراغونه ددرناوي په موخه جګ نيولي و اودخپلې خاورې او ارضي تماميت څخه دفاع ته چمتوولاړ و،ښاغلي نعيمي دوى ته په خپلو خپلوخبروکې وويل ټول افغانان دخپلو امنيتي ،کشفي اونظامي ځواکونو په ميړانه ،اتلولۍ ،شجاعت اوقربانۍ باندې وياړي اوپه ټول ولسي قوت دخپلو ځواکونو دملي اوخدمت څخه ستاينه اوملاتړ کوي.
خوست والي وويل چې افغانستان اوس مهال داسې يوميړنى اوباشجاعت ملي نظامي ځواک لري چې کولى شي په ډيرنظم دېسپلين،عسکري اصولو اوقوت سره ددې خاورې دښمن وځپي ،دسولې ،امن ،ثبات اوترقۍ دښمنانوته غاښ ماتونکى ځواب ورکړي ځکه چې دملي ځواکونوپه ټولوليکوکې ددې ولس زړور اووطن دوسته بچيان دخپل خداى ،هېواد اودندې شعارته په درناوي سره ځاى پرځاى شوي اوخپل سرونه يې ددې هېواد دابادۍ ،پرمختګ ،سولې اوثبات لپاره هرډول قربانۍ ورکولوته په لاس کې نيولي دي،نوموړي زياته کړه چې زه په خوست ولايت کې دټولو سربازانو له شپه او ورځ هڅو اوتلاشونو څخه خوښ يم اوددوى په ټولو تلاشونو اوخدمت باندې وياړکوم،خوست والي په خپلو ځواکونو باندې غږ وکړچې ديوې ملي ارادې ،مقدس نيت ،تاريخ جوړونکي هدف ،خاورې ،ولس او هېوادته دخدمت پربنسټ نورهم خپل قوت په ډاګه کړي اوددې هېواد په هيڅ ګوټ کې چاته ددې اجازه ورنه کړي چې زمونږ په مظلومو ولسونوباندې ظالمانه تروريستي بريدونه ترسره کړي ښاغلي نعيمي له ټولو ولسونو غوښتنه وکړه ترڅو له خپلو هغه بچيانوسره چې په خپلو وينو دا هېواد اوتاريخ ساتي همکارۍ اوملاتړ زيات کړي اوتل يې له ټولو لاسته راوړنو او تلاشونو څخه ننګه وکړي،دده په خبره هغه هېوادواکمن اوځواکمن وي چې ملت يې ځيرک اوملي ځواکونه يې اتل ،ميړني اودولس ملاتړ له ځان سره ولري.
ديادونې وړ ده چې سيمې ته دسولې اوقومي يووالي دټينګښت کاروان دټولو امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونو دسربازانو اومنسوبينولخوا په بشپړعسکري نظم اودېسپلين سره بدرګه شو.