نن د پنجابي رسنۍ یو مهمه ورځپاڼه جنګ کې د پنجاب یو ژورنالست لیکي، چې تیره اونۍ د ټولې نړۍ او پاکستان په رسنیو کې افغانستان د سر ټکې و. لومړۍ د سلالې د برید څخه نهه میاشتې وروسته د ناټو اکمالاتي لاره خلاصه شوه چې افغانستان ته ځي. دویم خبر دا و چې له دغې څخه ایله دوه ورځې وروسته د امریکه د بهرنیو چارو وزیره آغلې کلنټن افغانستان ته په ناڅاپي دوره ورسیدله او د پاکستان د هیلو پر ضد يي افغانستان د ناټو د چوکاټ څخه بهر د امریکه مهم ملګری اعلان کړلو. د پنجابستان لپاره دا یوه چاودنه وه. بیا دغه میرمن کلنټن جاپان ته ولاړله چې د یکشنبې په ورځ د ټوکیو په ښار کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې ګډون وکړي. چې موخه يي د ۲۰۱۴ څخه وروستو د افغانستان څخه د ناټو د یولاکهـ دیرش زره پوځونو له وتلو وروسته د افغانستان د پرمختګ لپاره اډاڼه جوړول و. په دی غونډه کې د امریکه، پاکستان او ملګرو ملتونو د سر منشي په ګډون د نړۍ ۸۰ هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلودلو. د غونډې برخه والو د افغانستان د ساتنې او رغونې لپاره ۱۶ اربه ډالره مرستې اعلان کړلې. په ډاګه دی وي چې د غونډې په پیل کې د افغانستان اولسمشر حامد کرزي وویل، چې افغانستان د سختو ستونزو سره مخ دی او پرته له بهرني کمک څخه د دی هېواد استقلال ، پیاوړتیا ، بیا رغونه او ساتنه امکان نه لري. د یو کال څلور اربه ډالره مرستې د افغانستان د بیا رغونې لپاره دی او د کال شاوخوا څلور اربه ډالره د پوځ لپاره مرسته ده. پنجابی ژورنالست وړاندې لیکي، (( چې له دی څخه څو میاشتې مخکې په شکاګو کې د امریکه اولسمشر اوبامه د افغانستان د راتلونکی په هکله یو کانفرنس ته په وینا کې په زغرده دا خبره وکړه چې د ۲۰۱۴م کال د بهرنیو ځواکونو له وتلو څخه وروسته به افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. او افغانستان به هیڅکله یواځې پری نه ایږدي. هغه وخت د چا په فکر او خیال کې دا خبره نه وه چې امریکه د افغانستان په اړه داسې پلانونه لري. له ناټو څخه بهر د مهمې ملګرتیا مانه څه ده؟ مانا دا ده چې امریکه به خپلې ټولې وسلې افغان ملي اردو ته پریږدي، افغانستان به د امریکه څخه هر ډول وسلې اخیستلې شي، او په دفاع کې به د امریکه هر ډول کمک ته لاس رسی لري. پنجابی لیکوال خواښينې دی چې دا به په دی سیمه کې په عمومي توګه او د ایران او پاکستان لپاره په ځانګړې توګه لويې ستونزې رابرسیره کړي. او دا خبره اوس په ډاګه ده چې امریکایان وځي نو خپلې ټولې وسلې به افغان ځواکونو ته وسپاري.
پنجابی شنونکی وړاندې ښکاره کوي چې موږ خو داسې فکر کولو چې د ناټو لاره خلاصه کړو نو پنجابستان به د تنهایې څخه رابهر شي، د امریکې د مرستو سیندونه به بیا په غړغنډو راروان شي، او د افغانستان په هکله په ټولو معاملاتو کې به بیا ورګډ شي. د ناټو د لارې په خلاصولو کې خو یو عذر دا و چې کله امریکه په ۲۰۱۴م کال کې بېرته ستنیږي نو لارې ته به اړتیا لري. نو پاکستان باید دغه د تېریدلو لاره ورکړي. بله خبره چې پاکستان دومره په بیړه د ناټو لاره خلاصه کړه دا وه چې د ناټو لاره بندول خو په اصل کې د امریکه او نورو ۴۸ هیوادونو سره دښمني اخیستل و، چې دا په اوسنیو حالاتو کې مناسب نه وه. د ناټو د لارې بندولو پنجابستان په نړۍ کې بیخې یواځې کړی و، په شکاګو کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې هیچا پنجابستان ته وچ واښه هم وانه چول. نو د دفاعي کمیټې له غونډې څخه وروسته د پاکستان بتي ډک صدراعظم راجه اشرف وویل، چې د ناټو د لارې بندول په ۴۹ هېوادونو اغیزه کوله، او موږ ته ډیرې ستونزې جوړېدلې نو په دی وجه موږ خپله رویه پسته کړه او د ناټو د لارې خلاصولو پریکړه مو وکړه. پنجابی لیکوال سر ټکوي او وايي، (( خو زموږ د هیلو په وچو وښو هغه وخت لمبه تیره شوه او ایره يې کړلې چې يواځې دوه ورځې وروستو امریکه افغانستان خپل مهم ملګری اعلان کړلو.
دغه لیکوال بیا خپله غلا په افغانستان اړوي او وايي چې د کرزۍ له پنجابستان سره دښمني کومه پټه خبره نه ده، د تالیبانو د تحریک پخوانی مشر پذلوله د افغان حکومت په ملاتړ هلته دی، مخکې دغه دروغژن لیکي چې په افغانستان کې د پاکستان پولې ته نیزدې د هندوستان ۲۵ کونسلګرۍ دي، چې د ،را ، کسان يي چلوي، په بلوچستان کې او په نورو سیمو کې هم افغانستان ګډوډي رامنځ ته کوي. بلکه افغانستان اوس لګیا دی ناټو ، امریکه او نور هېوادونه پنجابستان ته لمسوي. څه موده وړاندې له افغانستان څخه د پاکستان په پوځي چوکو بریدونه وشول. او بیا د پنجابستان حکومت د افغانستان سفیر راوغوښتلو او ګیله يې ورته وکړله. دغه پنجابي لیکوال په خپله لیکنه کې په کنړ ولایت د پنجابي د بریدونو هیڅ نوم نه دی اخیستې. دی وړاندې خپله ویره په ډاګه کوي چې د حقاني د شبکې، او نورو ترهګرو په پلمه افغانستان کولې شي په پاکستان کې دننه بریدونه وکړي. او دا خو څرګنده خبره ده چې په دغه بریدونو کې به افغانستان سره د امریکه هندوستان او ناټو کمک وي ځکه چې افغانستان خو اوس د امریکي د ناټو څخه بهر مهم ملګری دی. د ۲۰۱۴ م کال څخه وروسته به هند د افغانستان په معاملاو کې مهمه ونډه او مرکزي کردار ولري. پنجابی ژورنالیست وايي چې داسې ښکاري له پاکستان د څټ تیزندې رالنډه شوې ده. او جګړه له افغانستان څخه پاکستان ته راروانه ده. د امریکې د بهرنیو چارو په مجله کې هم لیکلي و چې په ډیر نیزدې وخت کې د افغانستان او پنجابستان تر مينځ جګړه امکان لري.
د امریکې او ناټو نوې تګلارې د پاکستان وجود د غټو ګواښونو سره مخامخ کړې دی، او افغانستان د نړۍ د سترګو تور ګرځېدلې دی. د پاکستان د ستراتیژیک ژورتیا فکر غلط شوې او چلېپه شوې دی. زموږ بهرنۍ تګلاره د سختې ناکامۍ سره مخ شوې ده. په پای کې دغه تنګ نظره لیکي چې افغانستان اوس هغه افغانستان نه دی بلکه د ۲۰۱۴ څخه وروسته به د افغانستان جنګ په پنجابستان کې وي. ما چې دغه لیکنه ولوستله نو هغه شعر راته رایاد شو
زموږ کشتۍ يي ډوبوله خپل دریاب يي توپاني شو.
مشران وايي چې په کوم کار دښمن خپه وي هغه د دوستان د ګتې کار وي. نن د پاکستان رحیم الله او سلیم صافي هم دغه ډول لیکنې کړی دی، چې د پاکستان وجود ته خطر دی ځکه چې امریکه افغانستان خپل مهم ملګری اعلان کړلو. افغانستان په هیڅ وخت کې ګاونډیانو ته تاوان نه دی رسولې سره د دی چې پنجاب د انګریز نه پاتې د افغان وطن ۱۲۵۰۰ مربع میله خاوره د خیټې لاندې کړې ده، د پښتنو ژوند د دریمې درجې نه هم کم دی، په لکهونو افغانان يي هم پخپله وژلي دی او هم پنجابیانو خپل زاړه انډیوالان عربان راوستلي دی او د پښتنو قبائلو ۱۲۰۰ سپین ږیري مشران يي د چمیارانو په تارونو حلال کړي دي. پښتانه متل کوي چې شولې کرې سوتي به خورې. چې پنجاب خپه دی نو زما په فکر د افغانستان او افغانانو کور ته خیر راروان دی، سوله راروانه ده، امن راروان دی، سوکالي راروانه ده . الله دی ژر راولي.