کور / سياسي / د سایلکون عملیات
څنگه امریکې شوروي اتحاد ته ماته ورکړه1

د سایلکون عملیات
څنگه امریکې شوروي اتحاد ته ماته ورکړه1

څنگه امریکې شوروي اتحاد ته ماته ورکړه1
لیکوال : کشر رابرت دي.  بلیلارډ2
د کولیراډو په سپرینگز کې د کولیراډو پوهنتون 3
ژباړه : رحمت آریا ۲۰۱۲ ز کال د جون میاشت


 د ۱۹۸۰ ز لسیزې په ترڅ کې د امریکې او شوروي اتحاد تر منځ  د مخ په ودې دښمنیو سرچینه افغان – شوروي جگړه گڼل شوې ده. ددې څیړنې موخه ددې ټکي روښانول دي چې د امریکې د متحده ایالاتو پټو عملیاتو د شوروي اتحاد پر ماتې باندې څنگه او څومره اغیزه شیندلې ده. زما وراشه د یو شمیر سرچینو پر بنسټ ولاړه ده لکه : د هیواد مشرۍ د ادارې امنیتي دایرکتیفونه، د څارگرې ادارې ښکیل پرسونل، د افغان جگړو په اړوند شرحې، په سره لښکر کې د ځاي پر ځای شویو ژورنالیستانو شرحې، د روسانو لید لوري او د هغه مهال له یو شمیر مشرانو سره مرکې چې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په ماتې کې يې د امریکې د اغیزو لپاره مرستې او وړاندیزونه وړاندې کړي دي. دغه پلټنه د درو وراشو پر چورلیځ راڅرخي : ۱) په افغان جگړې کې د امریکې ښکیلتوب د دیتانت لړۍ په دې ډول تر دباو لاندې ونیوله چې شوروي اتحاد یې د خپلې سترواکۍ د پراخولو د هیلې په لارې کې له کنتروله وتلو لگښتونه ته اړ کړ، ۲) د شوروي په ماتې کې افغان یاغیانو ته د امریکې د متحده ایالاتو د مرستې نیغ تړاو او ۳) په افغان – شوروي جگړې کې د امریکې د متحده ایالاتو د ښکیلیدلو پایله د شوروي اتحاد په پرځیدنې اوړي. په پای کې زما د وراشې بنسټیز ټکی دا دی چې په افغان – شوروي جگړې کې د امریکې د متحده ایالاتو ښکیلتابه شوروي اتحاد په داسې اقتصادي او سیاسي ډنډ کې ډوب کړ چې نور به هیڅکله ورڅخه ژوندی را ونه وځي.
 
شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ ز کال د دسمبر په میاشت کې پر افغانستان باندې تیری وکړ چې په شوروي اتحاد پورې د تړلي او د نړیدا په درشل کې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت په ټینگښت کې مرسته وکړې. پر افغانستان باندې شوروي یرغل امریکا اړ کړه چې د افغانستان اسلامي مجاهدینو ته په ډیریو اړخونو کې د پټو مرستو د ورکړې له لارې شوروي ستراتیژي له گډوډۍ سره مخامخ کړي. له تأریخي اړخه د افغان – شوروي د جگړې پیل چې د دیتانت پر لړۍ باندې یې د پای ټکی کښیښود د شوروي اتحاد د پای پر پیلنیز ټکي باندې دلالت کولای شي.


 له تأریخي اړخه د هغه ټکي پيژندنه اړینه ښکاري چې افغان – شوروي جگړه ورڅخه سر راښکاره کوي. افغان جگړې په خپله د هغه پړاو پر بهیر باندې د پای ټکی کښیښود چې ددیتانت د پړاو په نامه پيژندل کیده، دا د سړې جگړې هغه پړاو دی چې په لړ کې یې د شوروي اتحاد او د امریکې د متحدو ایالاتو تر منځ د کړکیچ کچه په پرتلیز ‌ډول راټیټه شوې وه. دیتانت هغه مهال منځته راغی چې دواړه هیوادونه د دوه اړخیز پوهاوي په چاپيریال کې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته په ژمنې په دې باور شوي ول چې هستوي وسلې کولای شي دواړه هیوادونه به په بشپړه توگه له منځه یوسي. سره له دې چې د ټولې سړې جگړې د کلونو په لړ کې دیتانت خپلې لوړې ژورې درلودلې مگر دا بهیر د نیکسن د ادارې پر مهال خپلې لوړې کچې ته ورسید. شوروي اتحاد د دیتانت دغه پړاو ته د ځان په گټه وکتل. شوروي اتحاد  دیتانت ته په هغو سترگو کتل چې گڼې سوسیالیستي هیوادونو ته نړۍ وال ملاتړ مخ په غوړیدو دی او په دې باوري شو وو چې دا مخ په ودې ملاتړ به د ټولو لویدیزو ټلوالو د هغو هڅو د لارې خنډ شي چې غواړي له شوروي اتحاد سره له یوه پیاوړي دریځ څخه ډغرې وهي. دغه دریځ شوروي دولت سره دا مرسته کوله چې له یوې خوا به خپلو موخو ته ورسیږي او له بلې خوا به د لویدیز پر وړاندې د جگړې گواښ ژورې کچې ته راټیټ کړي4. د دیتانت په اړوند د شوروي دغه لید لوری له کمونیستي بلاک سره د لویدیزې نړۍ د کړکیچ د نسبتا ً راټیټې شوې کچې د توجیه شوي لید لوري پر بنسټ ولاړ وو. شورویانو انگیرله چې گڼې اوس یې د پخوا په پرتلې دا وړتیا موندلې چې خپلې نور نو موخې په ډیرې آسانۍ تر لاسه کولای شي لکه په منځنۍ آسیا او افغانستان د خپلو موخو ترلاسه کول.


 د ملي امنیت پخوانی سلاکار زیبگنیو برزینسکي دیتانت ته ددغه لید لوري په اړوند وايي : ” هغه ډول دیتانت چې د تیرې پيړۍ د اویایمې زیږدیزې لسیزې په نیماییو کې یې شتون درلود، شورویانو په ریښتونې توگې دړې وړې کړ، شورویانو گومان کاوه چې هم به دیتانت ولري او هم به په هممهاله وخت کې په ځواک انډول کې بنسټیز اوښتون رامنځته کړي.5″ نوموړی د خپلې وراشې په ترڅ کې پر مخ ځي او دا راسپړي چې شورویانو څنگه ځان په درییمې نړۍ کې د خپل چلند په اړوند مستحق گاڼه6. د ملي امنیت د پخواني سلاکار د ټینگار ټکی دا دی چې که امریکا د سولې په لارې کې هر ډول گام اوچتاوه، هغه به په پای کې د شوروي د مشرتابه له ورانکارۍ سره مخامخیده. له دې کبله دیتانت دداسې یوې وسیلې په توگې نه کاریده چې له مخې یې د دواړو زبرځواکونو تر منځ د ثابتو کاري اړیکو لپاره یو ډاډمن چاپيریال رامنځته شي. برعکس شورویانو له دیتانت څخه په دې هیلې د یوې ورانکارې وسیلې په توگې کار اخیست چې لویدیز ته د غلط امنیتي احساس په ورکولو لویدیزه نړۍ غافله او له دیتانت څخه په گټه اخیستلو خپلو پراختیا غوښتونکو موخو ته دوام ورکړي یعنې خپله مخه د افغانستان پر لور پراخه کړي. د ۱۹۷۲ ز کال په پسرلي کې هیواد مشر نکسن لومړنی مشر وو چې له شوروي اتحاد څخه یې رسمې لیدنه کتنه وکړه. یو کال وروسته د امریکې ددغه گام په سکینده کولو، شوروي سکرتر جنرال برژینف، په ۱۹۷۳ ز کال کې له امریکې څخه لیدنه وکړه. د همدغو لیدنو کتنو پر بنسټ ول چې د دواړو سیالو هیوادونو تر منځ ډیر تړونونه لاسلیک شول، ددغو تړونونو شمیره دومره ډیره وه چې د دیپلوماتیکو اړیکو د بنسټ ایښودلو د نیټې له پیله په مخکینيو پړاونو کې نه ول لاسلیک شوي7. د دیتانت شونیوالی نه یوازې د ورځنیو بنسټیزو هڅو د میتودونو له لارې بلکه د ” تړلو دروازو ترشا” د میتودونو له لارې رامنځته شو8. د شوروي له یادو شویو تکلونو سره سره، دغه میتودونه او وساﺌل د نکسن د ادارې له پلوه د شوروي دولت په همکارې د سولــَـناک پوهاوي په هیله رامنځته شول. دلته د ” تړلو دروازو ترشا ” ” میتود” څخه موخه هغه حقیقت ته نغوته ده چې په دغه پړاو کې د برژینف رژیم د نکسن له ادارې سره اشنايي ته لیوالتیا درلودله.  د دواړو هیوادونو د رسمي چارواکو تر منځ ډیرې لیدنې کتنې تر سره شوې، دوه اړخیز پوهاوی رامنځته شو او پر بنسټ ته یې امریکې ته د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کیدلو احساس ور په برخې شو. د شوروي له موخو او تکلونو او له دې ټکي په تیریدلو چې دا اړیکې څومره ډاډمنې وې که نه وې خو دا ټکی د یادولو وړ دی چې رامنځته شوي چاپیریال دواړو هیوادونو ته د یوه ښه امن احساس ور په برخې کړی وو.                                      
 
اندریو او گاریفسکي9 وايي د کړکیچ د کچې له محسوسې ټیټدا سره سره ” د امریکې متحده ایالات” بیا هم د شوروي پر وړاندې ” د بنسټیز دښمن په توگې پاتې” شو10 ان د ریچارد نسکن استعفی هم په مسکو کې له داسې یوه حکومت سره مرسته ونه کړه چې لا دمخه د شک او شوپيان په لیونۍ تبې اخته شوی وو. له نسکن وروسته هیواد مشر فورډ د هغه ځای ونیو، د فورډ له راتگ سره سم بیا هم د تړلو دروازو تر شا ډاډمنو میتودونو ته اجازه ورکړل شوه چې د املي امنیت سلاکار هنري کیسینجر او شوروي اتحاد دغې لړۍ ته دوام ورکړ11. د امریکې په متحده ایالاتو کې د جیمي کارتر ټاکل کیدنې مسکو او واشنگتن دواړه د نویو اړیکو ټینگولو ته اړل کړل. هیواد مشر کارتر بیا هم د خپلو هڅو دروازه د دیتانت د باور پر مخ پرانیستلې مگر د کارتر پر مهال ول چې د دیتانت پر پلي کیدلو نور د پای ټکی کیښودل شو.


که له یوې خوا د شوروي اتحاد او د امریکې د متحدو ایالاتو تر منځ اړیکو خپل څپڅپانده حالت درلود له بلې خوا په “عربي خلیج – ژ” یا ” په پخواني فارس خلیج ” کې د شوروي مخ په ودې اغیزو مخکې له مخکې دا خبر ورکاوه چې د جگړې پيل به د شوروي پر پرځیدلو واوړي. شوروي اتحاد د سړې جگړې په ټول پړاو کې له ځانه افغانستان ته په ځانگړې توگې په هیواد کې مارکسیستو ډلو ټپلو ته د زښتې  ډیرې او مخ په ودې مرستې مخ ښکاره کړ. په دې ډلې کې جنرال محمد داؤود هغه څوک وو چې په سیمې کې د شوروي موخو ته د اهمیت وړ سیاستوال بلل کیده. لیکوال مایک مارتین چې په افغانستان کې یې له مجاهدینو سره وخت تیر کړی وايي چې “هیوادني حالات کودتاه ته چمتو ول او داؤود په ۱۹۷۳ ز کال کې یو ځل واک په لاس کې واخیست.12” له ایده آل اړخه داؤود پلان درلود چې واک ته د رسیدلو لپاره د شوروي له ملاتړه برخمن کمونیستان د ځان په گټه کار واچوي. د افغانستان په سیاسي تأریخ کې د دا ډول ټلوالو جوړول دومره کم پيدا نه دي. د داؤود واکمنۍ ډیر ژوند ونه کړ مگر په واکمنۍ کې پاتې کیدل یې د شوروي له ملاتړه برخمنو ایجنټانو ته دا اجازه ورکړه چې په هیواد کې د ځواک حساسو کړیو ته ځانونه ورسوي او پایله يې په افغانستان کې د داؤود د شته کنترول د کچې په زښتې ډیرې ټیټدا واوښتله13. 


په دې توگې د کمونیست افغانستان بنسټ مخ په غوړیدو شو. لیکوال مایک مارتین14 وروسته په بل ځای کې وايي کمونیست گوند [ د غوايي له کودتا مخکې – ژ] په ډیرې بې پروايـیۍ خپل سیاسي مخالفین دې ته اړ ایستل چې ” له منځلارو دریځونو څخه د اورپکو اسلامپالو وسلوالو ډلگیو ته” ور واوړي15 او کله چې داؤود ورباندې خبریږي، وار له واره تیر شوی وو. شورویانو کیڼ اړخ ته له اړم جنراله په گټه اخیستلو افغانستان یې په یوه بشپړ لاسپوڅي کمونیست هیواد بدل کړ. په افغانستان کې د شوروي د لاسوهني د پيلامې څرک د ۱۹۷۸ ز کال د اپریل په میاشت کې راوټوکید چې د ” اپریل د انقلاب” په نامه یاد شو. کمونیستان واک ته ورسیدل، د داؤود واکمني ړنگه او د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت بنسټ کیښودل شو.
 
 په افغانستان کې د کمونیست رژیم اداره چې د شوروی تر بشپړ ملاتړ لاندې راغلې وه، امریکايي ستراتیژیکو گټو ته د زښت اهمیت وړ وگرځیدله. امریکايي ستراتیژیکو گټو هغه مهال ځانگړی وَړَند دریځ غوره کړ چې د ۱۹۷۹ ز کال د فبرورۍ په میاشت کې په ایران کې د شاه تر مشرۍ لاندې لویدیز پلوی ملگری رژیم ړنگ او پر ځای یې امریکايي ضد اسلامي رژیم منځته راغی. ددې تر څنگ ( د صدام حسین تر مشرۍ لاندې) په عراق کې واکمن د بعث گوند د شوروي له ټینگ ملاتړه برخمن وو، همدا شان په سوریې، یمن او ایتوپیا کې شوروي اغیزې لیدل کیدلې16.


 کله چې حالات د امریکې متحده ایالاتو ته غوره ونه بریښیدل نو مسکو هم ورته احساس له ځانه راڅرگند کړ. له سره لښکر سره مل ژورنالیست آرتیوم بوروویک 17 په خپل کتاب ” پټې جگړې18″ کې چې په افغانستان کې د شوروي د جگړې د یوه روسي ژورنالیست شرحه ده لیکي ” د ۱۹۷۹ ز کال په پسرلي کې کرملین 19 په افغانستان کې د امریکایانو د فعالیت له گواښه ښه خبر وو. کله چې ایران د واشنگتن له گوتو ووت نو مسکو د امریکې د متحده ایالاتو پر پلان ډاډه شو چې په منځنۍ آسیا کې به افغانستان ورته په یوه لیرې پراته شوروي ضد ډگر بدل کاندي.20″ بوروویک په خپلې شرحې کې کرملین هم د لیونتوب په تبې نیول شوي یادوي. همدا شان د شوروي د بهرنیو چارو وزیر اندري گرومیکو21 ” د بهرنیو چارو د وزارت پر ټولو فعالینو باندې غږ وکړ ” پر هغو هیوادونو باندې ” دباو واچوئ” چې په افغانستان کې شوروي ضد احساسات راپاروي او د شوروي ضد ځواکونو ملاتړ کوي22. د امریکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر الکساندر هیگ23 هم په افغانستان کې د شوروي د بیړې په اړوند د ټینگار تر څنگ غواړي ووايي چې د شوروي دغه بیړنی گام ” د شوروي په سویلي کمربند کې د اسلامي اورپکو د پياوړتیا د مخنیوي” لپاره اوچت شوی وو، نوموړی د شوروي تر نیواک لاندې د منځنۍ آسیا د هیوادونو د آزادۍ پر پوتنسیل باندې توضیحي شرحه وړاندې کوي، هیگ زیاتوي ” په یوې لیرې راتلونکې کې د اسلامي اورپکو د پیاوړي کیدلو شونتیا لیدل کیدله او همدغه لامل شوروي اتحاد دې ته اړ کړ چې په ۱۹۷۹ ز کال کې خپل لښکر افغانستان ته ولیږي.24″ شوروي اتحاد او امریکې دواړو د سیمې د راتلونکې په اړوند جدي اندیښنې درلودلې. اوس هغه مهال راغلی وو چې نور نو شوروي اتحاد ته په افغانستان کې د لوبې ستیج جوړ شوی وو. ددې تر څنگ او تر ټولو اړین ټکی دا دی چې په افغان – شوروي جگړې کې د امریکې ښکیلیدا شوروي اتحاد داسې یوه سیاسي او اقتصادي گړنگ ته ورټیل واهه چې هیڅکله به د بیا رغیدلو وړتیا ونه مومي.
  په پای کې د ۱۹۷۹ ز کال د دسامبر په میاشت کې شوروي اتحاد په افغانستان کې د کمونیست رژیم د بنسټ د ټینگولو لپاره پر افغانستان برید وکړ. په همدې تړاو د هیواد مشر جیمي کارتر د خبرو له مخې دې پایلې ته رسیږو چې پر افغانستان باندې برید ددې لامل شوی چې نور د امریکې او شوروي اتحاد تر منځ د دیتانت پر لړۍ باندې د پای ټکی کښیښودل شي. هیواد مشر کارتر د ۱۹۸۰ ز کال د جنورۍ په میاشت کې د امریکې کانگرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې رامنځته شوي حالت ته په  غبرگون کې وویل :


 د هر بهرنی ځواک  له پلوه د فارس د خلیج د کنترولولو هر ډول هڅه به د امریکې د متحده ایالاتو پر حیاتي گټو باندې د برید په توگې وبلل شي.امریکا به دغه هڅې د پوځي ځواک په گډون د هرو شونو وسیلو له لارې په شا وتمبوي25.
 


د هیواد مشرۍ NSC-63 دایرکتیف د ۲۰۰۱ ز کال د جنورۍ تر میاشتې پورې محرم بلل کیده خو له نوموړې نیټې وروسته غیر محرم شو. په دغه دایرکتیف کې په سیمې کې د شوروي د پرمختگونو پر وړاندې د هیواد مشر جیمي کارتر د غبرگون غټ ټکي یاد شوي دي. کارتر په دغه لاسوند کې غواړي هغه گامونه اوچت کړي چې په افغان – شوروي جگړې کې یې د شوروي پر وړاندې په پام کې نیولي دي. د کارتر په پلان کې د امریکا هغه ستراتیژي شرحه شوې چې په هغه مهال کې امریکا په پام کې نیولې او پلي کولو ته یې ژمنه وه او په دې توگې یې غوښتل په سیمې کې د امریکا له حیاتي گټو څخه دفاع وکړي. د کارتر په پلان کې غټ په پام کې نیول شوي ټکي د هغو لارو چارو موندل ول چې تر سیوري لاندې یې دغه ټکي پلي کیدل : د امریکې د متحده ایالتونو ظرفیتونه باید پياوړې شي، د پوځي غبرگون د امکاناتو او اختیاراتو لارې چارې باید په پام کې ونیول شي، د شوروي اتحاد پر وړاندې دې اقتصادي او دیپلوماتیک بندیزونه پلي شي، په سیمې کې له نورو هیوادونو سره دې مرسته وشي، سیمې ته د لاسرسۍ آسانتیاوو ته دې وده ورکړل شي او د سیاسي او اقتصادي گټو د خوندیتوب لپاره دې سیمه ییز لید لوری تر لاس لاندې ونیول شي. د پلان د پلي کیدلو په پړاو کې هیواد مشر کارتر په دغه ټکي ټینگار کاوه چې د امریکې متحده ایالات دې باید په منځنۍ آسیا کې خپل یو ډاډمن ځواک وساتي. په پوځي ډگر کې د پوځي غبرگون لپاره د امریکا د وسلوال ځواک د انځور پراخول په دې هیلې په پام کې نیول شوی وو چې امریکا باید د شوروي د دودیز وسلوال ځواک په اندازې لوی ځواک ولري. د شوروي اتحاد پر وړاندې په نړۍ والې کچې اقتصادي او سیاسي بندیزونه ځکه په پام کې نیول او پلي شوي ول چې نه یوازې د یوه ملت په توگه د شوروي اعتبار راټیت کړي بلکه پر افغانستان باندې د برید خبره ورته لا نوره ستونزمنه کړي. د هیواد مشر په پلان کې د شوروي د گواښونو د مخنیوي او له منځه وړلو کې نورو هیوادونو ته سره مرسته ددې لپاره په پام کې نیول شوې وه چې په سیمې کې د شوروي نفوذ په شا وتمبول شي. پایله دا شوه چې د هیواد مشرۍ نوموړي دایرکتیف د امریکې او افغانستان په اړیکو کې داسې مهمه تأریخي ونډه په ورجسته توگه ولوبوله چې له یوې خوا یې د سیمې د هیوادونو په ثبات کې مرسته وکړه او له بلې خوا یې په افغانستان کې د امریکې حضور ډاډمن کړ. په پای کې د جیمي کارتر په پلان کې سیمې ته لا ژوره کتنه په پام کې نیول شوې وه، په پلان کې دا ټکی نه وو چې گڼې د ځانگړو هیوادونو گرد چاپیره دې یوازې د سیاسي هستیو په توگې دفاعي کرښې راتاو شي26. 
 


اوس نه یوازې د شخړې پيل بلکه ورسره جوخت په جگړې کې د امریکې د لاس د ښکیلیدلو جرړې هم وینو. دلته د هغو غبرگونونو لړۍ د پاملرنې وړ ده چې جیمي کارتر تر خپلې مخې ایښې ول. د هیواد مشرۍ په دغه دایرکتیف کې د هیواد مشر کارتر هغه وراشه له ورایه څرگنده ده چې د سیمې پر سیمه ییز تأریخي اهمیت یې ټینگار کړی دی. د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر زیبگینو برزینسکي په خپلې ژورې او له تفکره ډکې مرکې کې د کارتر د ادارې د مهاجم او تیارسي حالت په ستاینې کې چې په افغانستان کې د شوروي ضد مجاهدو ځواکونو ته یې مرسته چمتو کړه وايي : ” ما په خپل قضاوت کې گومان کاوه  چې هغوی ” شورویان – ژ” به هرومرو افغانستان ته ځي… او هیواد مشر ته مې سلا ورکړه چې نه باید غیر فعال او لاس ترزنې کښینو27″ نوموړی وايي د هیواد مشرۍ په دایرکتیف کې نه یوازې د غبرگونونو هغو گامونو گډون درلود چې کارتر په NSC-63 شرحه کړي ول بلکه د همدغه دایرکتیف له جوړیدلو وروسته او د شوروي د یرغل له نیټې سره په نیږدې جوخت وخت کې ډاکټر برزینسکي یو ناڅاپه پاکستان ته ” د گډ غبرگون د همغږه کولو” په موخې سفر کوي28. لیکوال تامس هموند 29 په خپل کتاب کې چې ” د افغانستان په آسمان کې سور بیرغ 30″ نومیږي د برزینسکي دغه ادعاوې تاﺌیدوي. نوموړی لیکي پر افغانستان باندې د شوروي یرغل په داسې مهال کې تر سره شو چې د روسانو او امریکایانو تر منځ اړیکي خپل پریکنده گټور پړاو ته رسیدلي ول، خو یرغل ددې لامل شو چې رامنځته شوې اړیکې د بیرته نسکور اوښتون په مهم ټکي واوړي. همدا شان هیواد مشر کارتر نیغ په نیغه برژینف ته یو شخصي لیک واستاوه او له هغه یې وغوښتل چې له جدي پایلو سره په مخامختیا کې دې شوروي ځواکونه له افغانستانه وباسي31. دغه حالت په حقیقت کې د امریکې په دولت کې دننه یو موټي ځواک ته نغوته کوي، هموند په دې اړوند وايي : ” د شوروي له یرغل وروسته د افغانستان په هکله د برزینسکي او د بهرنیو چارو د وزارت ترمنځ اختلاف په ډیریو برخو کې له منځه لاړ ځکه [ د بهرنیو چارو وزیر سایرس] ونس 32 او ملگري یې د شورويانو په دغو کړنو کلک پاریدلي ول.33″ اوس د امریکې متحده ایالات د بل گام اوچتولو ته چمتو وه. ددې تر څنگ چې امریکې د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو پر وړاندې بندیزونه لگولي ول او په افغانستان کې یې یاغیانو ته پټه مالي مرسته ورکوله، امریکا دې ته چمتو شوه چې یاغیانو : مجاهدینو، ته نیغ په نیغه مالي مرسته ولیږي.
 


مجاهدین 34 یو عربي وییکی دی چې د خپلواکۍ د جنگیالیو په مانا دی چې هم یې عربي ژباړه همداسې ده او هم هیواد مشر رونالد ریگن په وَرته مانا کارولی وو35. سره له دې چې ددغه وییکي کارَول د هیواد مشر رونالد ریگن کوم نوښت نه وو مگر کارَول یې د هغه او د هغه د ادارې غوره میتود وو او په افغانستان کې د هغو بیلابیلو یاغي ډلو د یو موټیتوب لپاره ویل کیده چې امریکې ورسره د شوروي اتحاد په شا تمبولو کې کار کاوه. مجاهدین یا د خپلواکې د لارې جنگیالي د هغو کسانو ډله ده چې د هر بهرني ځواک د یرغل تمبولو ته چمتو دي ؛ له تأریخي اړخه څرگنده ده چې د بهرنیو په شا تمبول د هیواد د فرهنگ یوه برخه او له پیړیو پيړیو راهیسي ددغه ټاټوبي د ژوند و ژواک خټه او تومنه جوړوي. مجاهدین په بنسټیز ډول د سیمه ییزو قومونو له بیلابیلو پوړیو جوړ ول ؛ ټول قومونه د یوې گډې موخې لپاره سره راټول شوي ول چې په افغانستان کې د کمونیستانو د نیواک پر وړاندې په گډه جگړه وکړي، مگر د مجاهدینو په منځ کې ډیري بهرني جنگیالي هم ول چې د پاکستان د څارگرې ادارې آی اس آی له پلوه رابلل شوي ول36. د پاکستان د بین الخدماتي څارگرۍ ریاست37 یا په لنډون آی اس آی د امریکا له سي آی اې سره همجولیزه مانا لري. آی اس آی مجاهدینو ته د امریکې د مرستو د رسولو په لارې کې ستره ونډه ولوبوله او د دواړو هیوادونو تر منځ یې د غرنیو لارو په اوږدو کې د وسلو د لیږد لارې چارې برابرې او ددې تر څنگ یې یاغیانو ته مالي او پوځي مرستې هم برابرې کړې.
 


مخکې مو وویل چې د کارتر د ادارې تر مشرۍ لاندې مجاهدینو ته د مالي مرستو او د هغوی د ملاتړ لړۍ پيل شوه. مگر د ریگن د ادارې تر مشرۍ لاندې ول چې مجاهدینو ته د مالي مرستو، د وسلو د لیږد او د هغوی د وسلوال کولو او روزلو لړۍ زښتې ډیرې لوړې کچې ته پورته شوه38. د ریگن د هیواد مشرۍ په ۷۵ شمیر دایرکتیف کې چې څو کاله وروسته د محرمیت له پردې راووت، هیواد مشر د خپلو تکلونو شرحه وړاندې کوي او غواړي په ډاگه کړي چې له شوروي اتحاد سره په څه ډول چلند وکړي. ریگن پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل په تړاو د یو شمیر گامونو د اوچتولو شرحه په نومیرلې توگې وړاندې کوي، په دې اړوند د امریکې دندې دا وې : د شوروي د لمنې د پراخیدلو رالنډول، د شوروي له ضعفونو څخه گټه اخیستل او په افغانستان کې پر شوروي لښکر باندې د اعظمي دباو راوستل. د شوروي د پرمختگ د لمنې د پراختیا د مخنیوۍ په اړوند ریگن څرگنده کړه : د امریکې متحده ایالات خپله دنده بولي چې ” په ټولو نړۍ والو ډگرونو” کې د شوروي اتحاد پر وړاندې اغیزمنه سیالي ترسره کړي39. ریگن د نړۍ په یو شمیر اړینو برخو کې د پوځي توازن پر سیالۍ باندې کلک ټینگار وکړ. ریگن دلیل راووړ چې د شوروي پر وړاندې د امریکا د پالیسۍ بنسټیزه موخه نه یوازې د شوروي اتحاد د لمنې پر لنډونې بلکه د شوروي د پراختیا په بیرته سر نسکورې راگرځونې باید نیغه شي. ریگن په دویم اړخ کې ویل چې امریکا باید د شوروي اتحاد له شته وو بې شمیرو ضعفونو څخه گټه واخلي. سره له دې چې ریگن په ډاگه نه کړل چې د شوروي اتحاد ضعفونه کوم دي خو دا یې ورغبرگه کړه چې امریکا باید د خپلو سیاستونو له لارې د شوروي د بلاک ملگري دې ته وهڅوي چې په هر شوني وخت او ځای کې ځانونه په مسکو کې له ناست دولت څخه لیرې کړي. همدا شان د ریگن ددغه خوځښت موخه د همداسې هیوادونو د ډیموکراتیک بهیر لپاره په پام کې نیول شوې وه چې که وغواړي له شوروي څخه ځانونه لیرې کړي. لنډه دا چې د شوروي – افغان جگړې په اړوند ریگن په زغرده ولیکل چې پر شوروي نیواک باندې نه یوازې د اعظمي دباو راوړل اړین دي بلکه د شوروي د نیواک په ټول پړاو کې اړینه ده چې د شوروي لگښت، هم په پوځي او هم په سیاسي ډگر کې په خپلې لوړ ترینې کچې پاتې شي40. نوموړی دایرکتیف په ډیر ځیر او په داسې  نومیرلې بڼې لیکل شوی وو چې د ریگن اداره باید د جگړې په ټول پړاو کې په واک کې پاتې شوی وای. تأریخپوه جان پراډوز41 چې ددغې جگړې په ټول پړاو کې يې د سي آی اې او سپينې ماڼۍ کرونولوژي لیکلې په یو ځای کې لیکي :   
 


 د ریگن ادارې په خپل لومړي کال کې د افغان پروژې لپاره د سي آی اې پخوانۍ بودیجه دوه ځله زیاته کړله. کله چې سعودیانو په همدې پیمانې بودیجه برابره کړله نو ریښتوني پیسې د پاکستان د آی اس آی لاس ته ورغلې چې په همدغو پیسو لوبه وکړي… د همدغه کال په اوږدو کې د یاغیانو د میاشتني برید شمیره په منځنۍ کچه ۵۰۰ بریدونه ول. په همدغه کال کې د شورویانو د شمیرو پر بنسټ ۵۰۰ گاډې ویجاړ او ۴۵۵۰ امنیتي سرتیري ووژل شول42.


 په دې توگي مجاهدینو ته د امریکې د مرستو د اهمیت له مخې پرده لیرې شوه. د کارتر د ادارې ناڅاپي ځواب او ورپسې د ریگن د ادارې د مرستو زیاتول ددې لپاره پيل شول چې په سیمې کې د شوروي لښکر د پلي کیدلو لړۍ تر شونې کچې له ستونزو سره مخامخ کړي. دا جگړه که په هره بڼه وه ، وه به خو سړه جگړه نوره له منځه تللې وه. په دې اړوند د پراډوز کتنه ډیره اړینه بریښي ځکه د سعودي او امریکې د مرستو گډولې ته په نغوتې د سعودي د مرستو اندازه د امریکې د مرستو په اندازې په برابره پیمانه یادوي چې له امریکایي داعیې سره یو ځای کیږي. دا خبره هغه مهال لا مهمه کیږي چې د سعودي عربستان سلطنت امریکې ته په زړه نا زړه پالیالۍ کې شورويانو ته د تیلو لاس ته راوړل زښت ډیر ستونزمنوي. لیکوال هگ ستون وستن 43 په خپل کتاب ” له برژینف وروسته شوروي اتحاد 44″ کې لیکي : ” د ریگن له هیواد مشرۍ سره سم، د ‘ دیتانت نړۍ’ خپل نوم په امریکې کې نور له لاسه ورکړ.45″ ستون وستن وروسته هڅه کوي چې ځان د هیواد مشر ریگن په بهرنۍ پالیسۍ پوه کړي. لیکوال خپل کتاب په ۱۹۸۳ ز کال کې چاپ کړی دی، څرگنده ده چې په هغه مهال کې یې محرمو لاسوندونو ته لاسرسی نه درلود او خپل کتاب یې په داسې مهال کې لیکلی چې محرم لاسوندونه له محرمیته نه ول وتلي. ستون وستن باید د شوروي – افغان جگړې په هکله د ریگن د ادارې د ریښتونې پالیسۍ هغو کرښو ته لاسرسی نه وي لرلای چې د ریگن په پینځمه اویایم دایرکتیف کې ویل شوي ول ځکه په هغه مهال کې دا دایرکتیف د عامه گټې لپاره نه وو وړاندې شوی. په دې توگې د ۱۹۸۰ ز لسیزې په اوږدو کې د ستون وستن په شان کسان له هغې بهرنۍ پالیسۍ نه ول خبر چې مجاهدینو ته د امریکې مرستو څنگه وده وکړه او څنگه یې لړۍ دوام وموند. په دغه مهال کې د مجاهدینو تر شا د ځواکمنو ملاتړوالو ددریدنې راڅرگندیدا شوروي اتحاد له نامساعد دریځ سره مخامخ کړی وو. دا ټکی ځکه اړین بلل کیږي چې روسانو له ډیرو پخوا وختونو ، د شوروي له یرغل مخکې، افغانستان ته د خپلې لمنې د غځیدا خوبونه لیدل خو اوس ددغو خوبونو میراث شوروي اتحاد ته ورپاتې شوی دی. د ټایمز د مجلې لیکوال دانالډ برلټ46 د خپلې کتنې په لړ کې وايي : 
 
سي آی اې دې پایلې ته رسیدلې وه چې د تیلو له اړخه له ځاني کفایته برخمن بډای شوروي اتحاد اوس د تیلو له ژور کموالي سره مخامخ او ډیر ژر به په خپله د تیلو په بنسټیز رالیږدوونکي [واردوونکي] واوړي. راپورونه وايي چې په راتلونکې لسیزې کې به د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه په داسې یوه دریځ کې را ایسار شي چې نه یوازې ختیځې او لویدیزې اروپا ته به په اوسنۍ کچې د تیلو د رسولو وړتیا ونه لري بلکه د خپلو اړتیاوو د بشپړلو لپاره به له نورو سره د اوپک د تیلو لپاره سیالۍ ته راودانگي… شوروي اتحاد دوه کاله وروسته پر افغانستان برید وکړ47. 
 


پر افغانستان باندې د شوروي د تیري په وراشې کې دا ټکی ځکه یو ډیر مهم ټکی دی چې شوروي اتحاد پر افغانستان باندې د خپل یرغل له کبله په منځنۍ آسیا کې د خپلې پښې د ټینگښت پر ځای نور ډیر شیان له لاسه ورکړل. په تیلو کې د ځاني کفایت نه وړتیا شوروي دې ته اړ باسي چې له نورو هیوادونو په ځانگړې توگې له سعودي عربستان څخه تیل وپيري، هغه سعودي عربستان چې په دغه مهال کې د امریکې په ملاتړ راپورته شوی وو. دا خبره ددې لامل شوه شوروي اتحاد ته د تیلو په بیې کې بې ثباته ډیرښت رامنځته او شوروي یې نوره د پيردلو وسه نه درلودله. ﺌیگور گیدار48 چې د ټولنیزې پالیسۍ لپاره یې د امریکن انترپرایز انستیتوت49 کې لیکنې کولې دا خبره په خپلې شننې کې تصدیقوي، دا مقاله د شوروي نړیدا : حبوبات او تیل 50 نومیږي. گیدار په دغه لاسوند کې په دې اړوند یو شمیر پرتله ییز اړخونه راسپړي او هغو ټکیو ته نغوته کوي چې امریکا په ۱۹۷۴ ز کال کې هغه مهال له کلک اقتصادي ټکان سره مخامخ شوه چې د تیلو په بیه کې لوړوالی رامنځته شو. د تیلو د لوړوالي د ستونزې ناوړه اغیزې د امریکې په پرتلې شوروي اتحاد ته هغه مهال ډیر ورانوونکي تاوانونه ورپیښ کړل چې د تیرې لسیزې په شان د ۱۹۸۰ ز لسیزې په لړ کې د تیلو بیه لوړه شوله. که د شوروي او امریکې تاوانونه پرتله کړو نو امریکې په نږه کورني عاید کې منفي پينځه لس په سلو کې تاوان وکړ مگر شوروي اتحاد ته د ورته تاوان شمیره په سلهاوو کې سل وه51. پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر وړاندې امریکايي پالیسۍ او گام دواړو، سعودي سلطنتي کړۍ دې ته اړ ایستلې چې د امریکایانو تر څنگ ودریږي. د امریکایانو تر څنگ د سعودي د سلطنت دریدل د شورویانو حال نور هم ورخراب کړ ځکه سعودیانو، د شورویانو پر وړاندې د تیلو بیه څلور ځله نوره لوړه کړله. شورویانو نور ددغه حالت زور او زغم نه درلود او له همدغه ځایه ده چې موږ په افغانستان کې د شوروي د تاړاک پر وړاندې د امریکې د نیغې ښکیلیدا د پایلې له کبله د شوروي د اقتصادي ستنو د نړیدنې پيل له ورایه گورو. خندنۍ خو لا دا ده چې پر افغانستان باندې یرغل د همدغو لاملونو د یوې برخې له کبله د هغو هڅو په لاره کې تر سره شو چې شوروي د تیلو په تولید کې خپلې نوې رامنځته شوې ناتوانۍ ته د ځواب د پراخولو په لټه کې وو، خو دا اړتیا دومره پراخه شوه چې د تیلو د عوایدو د لا ډیر لگښت سر یې پسې وخوړ52. له دې کبله د شوروي د ړنگیدنې د لامل یوه برخه د همدغه لامل د مخنیوۍ په لارې کې د شوروي بې سارې سرښندنې وې چې پایله یې ورته ښه ونه ختله. گیدار په دې اړوند یوه مهمه شرحه وړاندې کوي :
 


د شوروي اتحاد د ړنگیدنې د مهالویش یا د ټایم لاین د خاپونو نښې د ۱۹۸۵ ز کال د سپتمبر تر ۱۳ نیټې پورې د موندنې وړ دي. د سعودي عربستان د تیلو د چارو وزیر شیخ احمد ذکي یمني په همدې نیټې اعلان وکړ چې سعودي سلطنت پریکړه کړې چې د خپلو تیلو په پالیسۍ کې به بنسټیز بدلون رامنځته کړي. سعودیانو د تیلو د بیې د ساتنې پالیسي ځای پر ځای ودروله او د سترگو په رپ کې یې په نړۍ وال مارکیټ کې خپله ونډه بیرته تر لاسه کړله. له هماغې نیټې نیولې تر نورو شپږو میاشتو پورې په سعودي عربستان کې د تیلو د تولید کچه څلور ځله زیاته شوله او په دې لړ کې د تیلو بیه په حقیقي اصطلاحاتو کې نیږدې څلور ځله راټیټه شوله.
 


پایله دا شوله چې شوروي اتحاد په هر کال کې نیږدې شل بیلیونه ډالره تاوان وکړي؛ یو هیواد له پیسو پرته نه شي کولای خپل ژوند ته دوام ورکړي53.
 


که شورویانو د امریکا له نوي ملگري سعودي سلطنت سره ( د ملگرتوب موخه لږ تر لږه د شوروي پر وړاندې له امریکې سره ملگرتوب ده) یوه  اقتصادي راکړه ورکړه کړې وای چې پر افغانستان باندې یې د شوروي د یرغل مخه نیولې وای نو سعودیانو به د شوروي د بنسټونو د وَدې لپاره یو شمیر زیرمې او سرچینې ځانگړې وای، او د تیلو لیږد به په ډیرې ټیټې بیې تر سره او شوروي اتحاد ته به د ژوندي پاتې کیدلو شیبه په لاس ورغلی وای. خو د شوروي پلان دا وو چې له رامنځته شوي حالت سره په مخامختیا کې له دغو سکالو « موضوعاتو» څخه سترگې پټې کړي او اړ شو چې له بهرنیو هیوادنو څخه د پیسو پورولو ته ملا وتړي او د ۱۹۸۰ ز لسیزې په وروستیو کلونو کې ول چې د شوروي د پورونو کچه ایکسپوننشیل 54 کچو ته لوړه شوله55.
 
د همدې لسیزې په اوږدو کې پر افغانستان باندې د شوروي د ناروغه پلان په پایله کې ول چې د شوروي ټولو بنسټونو په نړېدا پیل وکړ. پر مجاهدینو باندې د امریکې د متحده ایالاتو د مقامرې غوټۍ په غوړیدو شوې. سي آی اې په بیړه او سم وخت کې د مجاهدو جنگیالیو په وسله وال کولو کې گام اوچت کړ تر څو د شوروي پر وړاندې یې په سمې توگې چمتو کړي. ددې تر څنگ کله چې ریگن د هیواد مشرۍ د څوکۍ واگې په لاس کې ونیولې نو سپينې ماڼۍ په چټکۍ د جگړې ډگر ته د جنگیالیو د پلي کولو، هغوی ته وسلو د لیږلو او د جنگیالیو د روزنې او د مالي مرستو لارې چارې یې منظور کړلې. سي آی اې د ریگن د ملي امنیت د ۷۵ شمیر دایرکتیف له پریکړو سره په همغږۍ کې گام اوچت کړ چې په سیمې کې د روسانو د پرمختگ مخه ونیسي56. ډان برلټ په خپلې پر ځای او  وَړندې شننې کې پر مخ ځي او وايي :
 
د شوروي له یرغل یو کال ورسته رونالد ریگن د کارتر ځای ونیو؛ ریگن د سیاست د ډگر د تودخې درجه لوړه کړله. د هیواد مشرۍ د ادارې چارواکو ټینگار کاوه چې په افغانستان کې د شوروي گټې په حقیقت کې شوروي کمونیستي بلاک ته د منځني ختیځ د تیلو د دښتو د نیولو پيلامه وه. تیلو ته د شوروي تندې او د سي آی اې راپور د ریگن ادارې ته داسې وسله په لاس ورکړه چې له مخې یې کولای شوای له کانگرس څخه د افغان یاغیانو د وسلوال کولو او د فارس په خلیج کې د دایمي پوځي حضور لپاره د پیسو د ترلاسه کولو لړۍ ډاډمنه کړي. د ریگن د کار له پیل سره سم په ډیر لږ وخت کې ددفاعي چارو وزیر کسپر وینبرگر57 اعلان وکړ چې” د عربي یا فارس د خلیج په سیمې کې د امریکې د متحده ایالاتو د پوځي اډو جوړول ځکه اړین بریښي چې د تیلو د دښتو په نیولو کې د شوروي د هر ډول هیلو خنډ وگرځي.” د ریگن ادارې ددغو پوځي اډو په جوړولو پيل وکړ، پر سعودي عربستان باندې یې د آواکس AWACS پرمختللې الوتکې وپلورلې او له مصر او نورو هیوادونو سره یې گډ پوځي تمرینات تر سره کړل. له بلې خوا سي آی اې په خپل تأریخ کې اوږد ترینه او له ډیر لگښته ډک پټ عملیات پيل او د شوروي پر وړاندې جنگیدونکو افغان گوریلايي جنگیالیو ته یې په بیلیونونو ډالر برابر کړل. د وسلو په لیږلو کې د ستینگر توغندیو هم گډون درلود58.
 


د جگړې ډگر ته د سټینگر او له ځمکې څخه و هوا ته د نورو توغندي ویشتونکو راوړنگ او کارونگ د شوروي مخکې له مخکې کاواکه شوې سترواکۍ ته وروستنی کلک گوزار وو. د سټینگر لپاره دلیل په غرنیو سیمو کې د الوتکو ضد داسې توغندیو ته اړتیا وه چې په آسانه د کارولو وړ وي. د وسلې د دا ډول سیستم اهمیت دا دې چې په آسانه له یوه ځایه و بل ځای ته د وړلو وړ ده؛ د افغانستان په غرونو کې دیره مجاهدینو همداسې یوې وسلې ته اړتیا درلودله چې د شوروي د نیواک ملا ورباندې ماته کړي59. د پټو عملیاتو پازوال د کانگرس غړي چارلس ولسن 60 ټینگار وکړ مجاهدین داسې وسلو ته په لوی شمیر اړتیا لري چې په آسانه د وړنگ وړ وي61. کرایل 62 د یوه محرم لاسوند په یادولو ولیکل چې ولسن په دې وتوانید چې دا وسله د هیواد مشر ریگن د ملي امنیت د ۱۶۶ شمیر دایرکتیف د پریکړې پر بنسټ تر لاسه کړي : ” [ ریگن] لیکلي ول چې د سي آی اې د کمپاین موخه دا وه چې د هرې شونې وسیلې په کارولو دې شورویان له افغانستانه وایستل شي…63″ اوس نو هغه مهال رارسیدلی وو چې د هیواد مشر په امر د بشپړ ملاتړ او د هرې شونې وسیلې د کارولو خبره نه بلکه په جگړې کې د امریکا د پټ پاتې کیدلو خبره ورو ورو برالا کیدله. په جگړې کې د امریکې د ښکیلیدا په هماغو لومړیو پړاونو کې د پاکستان څارگرې ادارې آی اس ای له افغان مجاهدینو سره د سي آی اې د فعالینو پر نیغو اړیکو بندیز لگولی وو. دغه پالیسي د وخت په تیریدلو سسته شوه او په پای کې په بشپړه توگه هیره شوه. له دې خبرې وروسته سي آی اې د پولې بلې غاړې ته وسلې قاچاقولې او نیغ په نیغه یې افغان یاغیانو ته ورسپارلې، له دې کبله یاغیانو ته د امریکې د نیغې مرستې د رسونې د خبرې د پټ پاتې کیدلو اړتیا له یوې مخې له منځه لاړه. دغې خبرې د جگړې په ډگر کې د سټینگر د توغندیو له راوړنگ سره هم مرسته وکړه، سټینگر توغندیو ددې وړتیا درلودله چې د افغانستان آسمان د “Hind” په نامه د خطرناکو روسي چورلکو له گواښ څخه پاک کړي64. همدا لامل وو چې سي آی اې یاغیانو ته د نیغ په نیغه لاسرسي په لرلو، سټینگر په همدغه وخت کې برابر کړل. مجاهدینو له دغو توغندیو مخکې مصري توغندیو ته لاسرسی درلود مگر اوس یې لاس ته داسې پیاوړې امریکایي وسله ورغلې چې کولای شي روسي “Hind” چورلکې د جگړې له ډگره لیرې کړي، همدغو چورلکو تر دې دمه ډیر افغان جنگیالي وژلي ول65. کرایل د جگړې په ډگر کې د بلې تکنالوژیکي بریا شرحه وړاندې کوي، دا هغه بریا وه چې د شوروي د مورال په ماتولو کې یې زښته ډیره مهمه ونډه ولوبوله : 
 


د بیلگې په توگې د جگړې په ډگر کې هسپانوي هاوان ډیر لږ وکارول شو، او بریالۍ نښه یې یوازې هغه مهال ویشتلای شوای چې د اور لارښوونه او بولنه یې د پاکستان د آی اس آی سلاکارانو ورکوله. شورویان په دې خبرې نه پوهیدل. کله چې دا وسله د لومړي ځل لپاره وکارول شوه نو په څو ډله ییزو بریدونو یې د سپځناز66 یوه پوسته په بشپړه توگه له منځه یوړه. [ سپځناز کټ مټ امریکايي گرین بیرت67 ورته د شوروي د ځانگړو ځواکونو یوه فوق العاده وژونکي او په بشپړه توگه روزل شوې ډله وه].  کله چې بیرډن 68 سي آی اې ته د رسیدلو راپورونو له مخې پوه شو چې د شوروي د څلویښتم لښکر بولندوی سیمه په چورلکو وپوښله، نو له هماغې ورځې ده ته ورڅرگنده شوه چې شورویان په خپلو پوځي شننو کې دې پایلې ته رسیدلي چې د مجاهدینو لاسونو ته فوق العاده وژونکې وسله په لاس ورغلې او د برلاسي اور وړتیا یې تر لاسه کړې ده. له هماغې شیبې وروسته، سره له دې چې هسپانوي هاوان هیڅکله بیا ونه کارَول شو مگر د دا ډول وسلې آزمیښت د شوروي پر وړاندې جگړې کې یوه لویه بریا وه69.
 


اوس افغانستان ته له څو بیلابیلو قانوني سرچینو څخه وسلې راوړل کیدلې ، مجاهدینو ته روزنه ورکول کیدله او د مخنیوۍ لپاره یې شوروي اتحاد هیڅ نه شوای کولای.
 


له سره لښکر سره بدرگه روسی ژورنالیست گینادي بوکاروف70 په خپل یادښت لیک کې ” د روس د جوارگرۍ یا قماري څرخ  : افغانستان د روسانو له سترگو 71″ لیکي : ” د جگړې په هماغه پيل کې چورلکو کولای شوای په هر لوړوالي الوتنه وکړي او ډیر کسان یې ووژل.72″  بوکاروف دا هم لیکي چې په جگړې کې نوي بدلون څنگه وکولای شول د جگړې په ستراتیژۍ کې د Hind په شان چورلکو د الوتنگ روحیه بدله کړي. بوکاروف وايي چې روسي چورلکې دې ته اړ شولې چې د ځمکې له مخې په ډیر ټیټ لوړوالي الوتنه وکړي او په دې توگې د درندو او سپکو ماشینگڼو د اور خولو ته په آسانه برابرې شولې. وروسته په زباد ورسیدله چې د ډیر لوړ لوړوالي پر ځای په ټیټ لوړوالي الوتنگ لږ گواښجن دی ځکه په لوړ لوړوالي کې په آسمان کې د میزاﺌیل د اور ښکار گرځیدلې73. له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د نوي سیستم راوړنگ شوروي پوځ په ځمکې کې را ایسار کړ؛ له دې کبله د دا ډول وسلو برابرول نه یوازې له پوځي اړخه گټور په زباد ورسید بلکه د مورال له اړخه هم شورویانو ته کلک گوزار وو، ځکه دا وسله په داسې مهال کې برابره شوله چې د شوروي پوځي پرسونل له ذهني اړخه په جگړې کې په شک کې وو ؛ دې وسلې د جگړې په ډگر کې د شوروي لښکر پر ذهن باندې هغه ویره نوره هم ورزیاته کړه چې لا مخکې یې پر ذهنونو باندې د ویرې او مرگوني گواښ دروند پیټی بار وو. د جگړې په لومړي پړاو کې چې مجاهدینو خپله د خوښې وړ وسله نه تر لاسه کوله، شوروي پروپاگند دغه هیواد ته د لویدیزې نړۍ پر مرستو باندې ډیرې ډنډورې خپرولې. له دغو ډنډورو سره سره دا پوښتنه رابرسیره کیدله چې ولې مجاهدینو ددې وړتیا نه درلودله چې د سټینگر په شان د هغوی د خوښې وړ وسله ترلاسه کړي، ځکه په هماغه لومړي پړاو کې یې کولای شوای د جگړې د بهیر مخه خپل ځان ته راتاو کړي، هرگوره ، د نوې وسلې رارسیدلو دغې پوښتنې ته ځواب ووایه او نوره دا پوښتنه نه وړاندې کیدله74. د جگړې ډگر ته د سټینگر توغندیو له راوړنگ مخکې انگیرل کیدل چې دا وسله به په ځواک – انډول کې د بدلون لامل شي. څرگنده ده چې همدغه ځان – گټې وړاند ویینه وروسته په زباد ورسیدله او ځواک انډول د شوروي ضد ځواکونو په گټه پای ته ورسید. دا پرمختللې وسله ډیره لږ کارَول شوې وه، یوازې د هغې سایکولوژیکي اغیزه په کار وه چې دداسې یوه بدلون لامل شي. یوازې د همدې وسلې څو ډزه بس ول چې خپله اغیزه د جگړې د ډگر په ځواک – انډول کې په زباد ورسوي. سره له دې چې ددې وسلې په ډیرې پیمانې او په یو ځل کارولو سره مخالفتونه کیدل مگر له دې سره سره د امریکې متحده ایالاتو ددې وسلې یو ځايي او ډله ییزه کارَونه پيل او د جگړې ډگر ته یې راوړه.
 
د افغان یاغیانو د وسلوال کولو لړۍ په ذاتي ډول د شوروي اتحاد له زوال سره تړل شوې ده. شورويانو دا مهال د سعودي عربستان له دولت سره د خپلې راکړې ورکړې وړتیا له لاسه ورکړې وه او ان په خپل دولت کې دننه په ناخبرۍ کې د څرگندو پوړونو کنترول یې له لاسه تللی وو. د امریکې متحده ایالاتو په افغانستان کې د شوروي د نیواک پر مهال پلان درلود چې شوروي اتحاد ته تر شونې او ورستنۍ کچې تاوان او مرگ ژوبله واړوي او ناروغه خونړی یرغل ورته تر شونې کچې ستونزمن وگرځوي. ددې کار په دوام سره د شوروي د بلاک ډیرۍ برخې د فساد ژۍ ته د نیږدې کیدلو په درشل کې شوې. د ملي امنیت پخوانی سلاکار زیبگینیو برزینسکي د ملي امنیت له آرشیف سره د یوې مرکې په ترڅ کې وايي :  
 


… زموږ د گام دویم پړاو [ چې لومړی پړاو یې اقتصاي بندیزونه ول] دا وو چې پر افغانستان باندې د شوروي له نیواک یوه میاشت وروسته یا د یوې میاشتې په شاو خوا کې پاکستان ته وخوځیږم او موخه مو دا وه چې د گډ ځواب لپاره همغږي رامنځته کړو او ددې همغږي ځواب موخه دا وه چې شوروي ته داسې خونړي ټپونه ورپه برخه کړو چې وینه یې تر شونې کچې راوبهیږي؛ په ورته شان موږ له سعودیانو، مصریانو، بریتانویانو او چینایانو سره د همغږۍ گډ احساس تر لاسه کړ، او له بیلابیلو سرچینو مو مجاهدینو ته د وسلو د برابرولو لړۍ پیل کړه د بیلگې په توگې یو شمیر روسي وسلې مو له مصریانو او چینایانو تر لاسه کړلې. موږ ان د چکوسلواکیا له کمونیست دولت څخه وسلې تر لاسه کړلې، دا ځکه چې هغوی مادي مشوقاتو ته ډیر معروضه ول؛ په ځینو وختونو کې به مو په افغانستان کې دننه د شوروي لښکر له سرتیرو څخه وسلې پيرودلې ځکه چې د هرې ورځې په تیریدلو په پوځې لیکو کې فساد مخ په ډیریدو وو75.
 


اوس نه یوازې چین او مصر په دې شخړې کې هملاسي شوي بلکه تر ټولو مهمه د شوروي بلاک په خپله، ښايي په غیر شعوري او نا خبرې توگې، نیغ په نیغه په خپل زوال کې ونډه لوبوله. لومړی ددې خبرې منل ول چې د چک دولت په خپله د وسلو د پيرودلو لپاره د بډې اخیستنه تصدیق کړه او مخکې له مخکې یې د شوروي تر کنترول لاندې هیوادونو کې دننه د گډوډۍ زنگ وکړنگاوه. مگر په افغانستان کې دننه په ځینو ځایونو کې د شوروي لښکر له پلوه د وسلو نیغ په نیغه پیرودنگ په خپله د شوروي په کورني سمبالښت کې د ریښتوني ماتې څرگندونه کوي. دا خبره باید هیره نه کړو چې د شوروي اتحاد ټینگ سوسیالیستي جمهوریتونه هیڅکله کوم شاعرانه او خیالي عدل نه درلود.
 


شوروي اتحاد دغې جگړې ته د وردانگلو پر مهال، په ځانگړې توگې د جگړې د پیل په لومړنۍ برخې کې ټول هغه آني توان یا مومنتم درلود چې یو زبرځواک یې د یرغل لپاره هیله کولای شي. شورویانو تر دې مهاله د ځاني کفایت لپاره د تیلو تولید درلود. ایران ته د امریکې د مرستو د لړۍ نزول، په عراق او د سیمې په نورو هیوادونو کې د شوروي له پیاوړي حضور سره په جوړه کیدلو، د ځواک لویه تشه رامنځته کړله ، او له دې تشې څخه په گټې اخیستلو شورویانو گومان کاوه چې اوس په آسانۍ سره په سیمې کې خپله پیاوړې پښه ایښودلای شي او کولای شي د خپلو تیلو د رالیږدولو ( واردولو) ستونزه په آسانۍ هواره کړي. مجاهدین د یرغل په لومړیو کې د یاغیانو له یوې وړې ډلې پرته بل څه نه ول او پیاوړي شوروي اتحاد ته یې یوازې واړه گوزارونه ورکولای شول. کرملین گومان کاوه چې د منځنې آسیا د کلیدي ټکي نیول ښايي ورته یوه عادي خبره وي او نه مجاهدین ورته په بشپړه توگه سمبال دي او نه په کې دومره سمه لیوالتیا شته چې شوروي دې څوک په شا وتمبولای شي. د افغانستان حالات له داسې یوه بهیره تیر شول چې له شوروي سره د عادي راکړو ورکړو له پړاوه په تیریدلو د یوه لاسپوڅي رژیم په ولکه کې پریوت، خو د جگړې ډگر ته د پرمختللې هوا ضد وسلې راتگ افغانستان اړ کړ چې نور نو د دوه زبر ځواکونو د ټکر په وروستني ټکي بدل شي76. د جگړې په لومړیو کې د سي آی اې په شان د امریکې د متحده ایالاتو څارگرو ټولنو دا هیله نه درلودله چې دوی به په افغانستان کې د نورو ځایونو په پرتله لکه په نیکاراگوا یا لبنان کې ښې لاسته راوړنې ولري77. له همدې کبله ول چې مجاهدینو ته د مرستو لومړي پړاو دومره گټه ونه کړه، مگر د شوروي زبر ځواک په شا تمبول نه دومره آسانه ول او نه دغو لومړنیو مرستو کولای شوای د جگړې د ډگر په لاسته راوړنو باندې سمه اغیزه وشیندي. امریکايي جنگیالي کورناستي ډگر جنرال تیودر سي. مَتـَکسیس78  چې په افغانستان کې یې له مجاهدینو سره وخت تیر کړی په همدې اړوند او په پای کې د پيښو د بهیر د بدلون په اړوند لیکلي چې :
 


توپ لرونکو چورلکو، د ځمکني ځواک لپاره هوايي مرستندویو الوتکو ” د چونگښو پښو79 Frogfoot” او د سپځناز سم روزل شوي ځواک د هرې ورځې په تیریدلو خپل اغیزمنتوب په زباد رساوه، د مجاهدینو د ډیري شمیر وژل کیدل د جنگیالیو د مورال د راټیټدلو کچه ډیروله. ۱۹۸۵ ز کال د پریکړې د نیولو کال وو. [ شوروي سکرتر جنرال او وروسته د شوروي اتحاد هیواد مشر] گرباچف خپلو بولندویانو ته امر وکړ چې روانه جگړه باید په همدغه کال کي وگټي؛ شورویانو په دې لارې کې خپله ټوله وسه او ځواک په کار واچاوه. په ټینگه ټکـَول شویو مجاهدینو هم په جگړې کې خپلې پښې ټینگې او ورته د اوږو له سره توغول کیدونکي د سټینگر د توغندیو د لیږلو لړۍ پیل شوه. سټینگر توغندیو د جگړې د ډگر داینامیکو ته بدلون ورکړ. شوروي جټ الوتکې او توپ لرونکې چورلکې اړ شولې چې د لوړ واټن په الوتنې خپله اغیزمنتیا له لاسه ورکړي. گرباچف پوه شو چې یا به جگړه ډیره پراخوي او یا به خپل ځواکونه دباندې باسي. وروسته، گرباچف وتلو ته چمتو شو80.
 


د شوروي پلان د شنډولو لپاره اوس نه یوازې د لویدیزې نړۍ مرستې اړینې وې بلکه د ځانگړې تکنالوژۍ غوښتنه یې هم کوله. د یادې شوې لیکنې ایدیټر په همدې لیکنې کې د یادو شویو ستونزو پر سر باندې افغان مجاهدینو ته د وسلو د لوژیستیکي اکمالاتو رامنځته شوي ستونزې هم ورزیاتوي. نوموړی د خپلې شرحې په لړ کې د گوریلایي جنگیالیو په لاسونو کې د لومړۍ نړۍ والې جگړې زَړو بریتانوي توپکو ته گوته نیسي چې مجاهدینو ورڅخه کار اخیست81. د افغانانو لاسونو ته کرار کرار د مډرنو وسلو نور پر مختللي سیستیمونه ورغلل لکه AK-47 ” کلاشنیکوف – ژ” چې په هغه مهال کې د شوروي د بلاک په هیوادونو کې معیاري او پیژندل شوی ماشینگن وو. هیښنده دا ده چې د اصلاح شویو او پرمختللو وسلو نویو بڼو شورویان اړ کړل چې له نیږدې واټنه د یاغیانو د ویشتلو پر څومره والي باندې له سره غور وکړي. شوروي ځواکونو ته د ویشتلو غوره واټن درې سوه متره وو، په همدغه زیات شوي واټن کې مجاهدینو ته پرمختللي مهمات ورسول شول82. همدا لامل وو چې افغانانو ته د وسلو د پيردلو او د راکړو ورکړو د چارو  دوام، د ښو او اغیزمنو وسلو رسولو ته لاره هواره کړله. سره له دې چې افغان یاغیانو په زښتې سرښندنې او لیوالتیا جگړه کوله خو بیا هم د شوروي جنگي توکو له منځه د هغوی د هوايي ځواک له کمزوري کولو پرته د مجاهدینو د بریا چانس لږ بریښیده. د امریکې پټو عملیاتي فعالینو د شوروي د هوايي ځواک په کمزوري کولو او په سیمې کې د شوروي د پلانونو د پراخیدلو مخه په بریالیتوب ډب کړه. شورویانو نه یوازې په افغانستان کې بلکه په نورو اړخونو کې کلکه ماته وخوړله.
 


له دې ماتې سره جوخت د شوروي اتحاد ټولنیز جوړښت هم له سترې گډوډۍ سره مخامخ کیږي چې جرړه یې ښايي په وارخطايي او رامنځته شوې گډوډۍ کې نغښتې وي. روسي ژورنالیست بوکاروف په خپل کتاب ” د روس د جوارگریو څرخ” کې هغه شرحې وړاندې کوي چې ده په افغان جگړې کې له ښکیلو سرتیرو سره د جگړې په اړوند مرکو کې راټولې کړي دي. سرتیري د مرکو په لړ کې لومړی ځان هوسا نه احساسوي چې د خپل زړه حال ووایي مگر د بوکاروف ژورنالیستکي وړتیا دداسې چار چلند له مخې پرده لیرې کوي چې روسي پرگنې ورباندې نه پوهیدلې. یو سرتیری وايي : تر هغه مهاله یې د افغانستان په اړوند پوهه نه درلودله کله چې دی د لښکر لیکو ته ورگډ شو او نه یې ددغه هیواد نوم اوریدلی وو83. تر ټولو په زړه پورې دا وه چې همدا سرتیري په دې نه وو خبر چې ولې شوروي اتحاد پر افغانستان برید وکړ، هغه دومره پوهیده چې د خپل پلرني هیواد د چوپړ لپاره د لښکر لیکو ته راغلی او خپله ” نړۍ واله دنده” تر سره کوي. ( دا خبره د روسي سرتیرو په منځ دود وه.84) کله چې له سرتیري څخه پوښتنه وشوه چې افغانستان ته د ننوتلو په اړوند د شوروي دولت پریکړه سمه وه همدا سرتیری چې اندري نومیږي په ځواب کې وایي چې یوازې زموږ جنرالان په دغو شیانو پوهیږي. کله چې همدا پوښتنه [ په افغانستان کې د شوروي لښکرو له روسي جنرال] گروموف څخه وشوه، په نالیوالتیا یې ځواب ورکړ چې دی د لښکر د کنترول پازوالي په غاړې لري او دا پوښتنه باید له بل چا وشي نه له ما85. بوکاروف په خپل پایلنیوي کې وايي دغه انځور ښيي چې په منځنۍ کچې پوه روسي سرتیري پر افغانستان باندې د برید په دلیل نه پوهیدل چې ولې دا یرغل تر سره شوی دی. د شوروي لښکر جنرال هیڅ داسې پوښتنې ته ځواب نه ورکاوه چې ولې دده ځواکونه په دې خاروې کې پلي شوي دي. له دې کبله اوس په معاصرو روسي سرچینو کې داسې ډاډمنه سرچینه نه شته چې ووايي ولي شورویانو د افغانستان نیواک ته دوام ورکړ86.
 
د شوروي اتحاد د  رسنیو د ناکامې ونډې پوهیدنه هم اړینه ده. د شوروي اتحاد په سوسیالیستي جمهوریتونو کې رسنۍ له سره تر پایه د دولت تر مالي پوښښ او کنترول لاندې وې. همدا لامل وو چې شوروي دولت په افغانستان کې د خپل تاړاک انځور په خپلې خوښې او د ځان په گټې خپراوه. شوروي رسنیو دا انځور په دې ډول او بڼې وړاندې کاوه چې امریکايي لوستونکي او اوریدونکي ورسره آشنا نه ول. په شوروي خبرونو کې دولت پریکړه کړې وه چې د جگړې په اړوند به ډیر مالومات خپروي خو خپل یرغل ته به د شوروي د مرستو او د شوروي دولت د بشري مرستو پوښښ ورکوي. د شوروي د یوازیني خبري پروگرام لارښوونه چې د کرملین خوله وه د شوروي د پروپاگند د کارپوهانو له خوا کیدله او یوازې یې پر دغه ټکي ټینگار کاوه چې په افغانستان کې د شوروي لښکر فعالیتونه د افغان دولت په غوښتنه شوي او د افغان دولت په بلنې دغه هیواد ته راغلي او ویل یې چې شوروي اتحاد د افغانستان د پرگنو د مرستو لپاره دلته دمه شوی دی. د شوروي په تلویزیونو کې د جگړې په تړاو خبرې اترې ټولې پر همدغه چورلیځ راڅرخیدلې87. رسنیو ته ویل شوي ول چې ددې خبرې له یادونې دې ډډه وکړي چې ” شوروي اتحاد د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.88″ له دغو هڅو سره سره شوروي ته ستونزمنه وه چې د جگړې یوه ستره ډډه د خپلو پرگنو له سترگو پټه وساتي او هغه د شوروي سرتیرو اجساد ول. رسنیو ته ویل شوي ول چې د وژل شویو سرتیرو راپور دې نه خپروي خو دا بندیز په شوروي پرگنو ښه ونه لگید89.
 


تر ټولو بوږنوونکې خبره دا وه چې کرملین هغو کورنیو ته د نیغې مرستې له ورکولو څخه ډډه کوله چې خپل بچیان یې په افغان جگړې کې له لاسه ورکړي ول. د گډوډۍ په یوې پاروونکي غونډې کې روسي سیاستوال میخاﺌیل سوسلوف 90 دا خبره راپورته کړه چې کرملین باید د وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره ۱۰۰۰ روبله مرسته وکړي، دا د یوه وژل شوي سرتیري د قبر د پیژندلو د ډبرې لپاره ډیرې پیسې وې. سره له دې چې جگړه روانه وه او سوسلوف هم پوهیده چې دا غوښتنه یې یوازې د ټولنیز ملاتړ یوه ساده گام اوچتولو ته اړتیا لري، مگر بیا هم د سوسلوف وړاندیز ځای پر ځای شنډ سو. د شوروي د مشر برژینف ځایناستي یوري اندروپوف چې مخکې یې د وزیر پر څوکۍ کار کاوه ادعا کوله چې دا وژل شوي کسان په دې نه ارزي چې له مرگ وروسته دې هم د جنگیالي په نوم وپيژندل شي91. که په افغانستان کې جگړه د شوروي د ادعا پر بنسټ روانه وه ، نو دغسې سانسور ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیدله. دولت د دښمن د تلفاتو په شمیره کې د لویو شمیرو له ورکړې دریغ نه کاوه او پرگنې یې د افغانستان د داعیې د ملاتړ لپاره راټولولې. د شوروي د لښکر د کشف د قطعې یو مشر بریدگی لیکي :
 


کله چې زه د لښکري خدمت لپاره احضار شوم، طبیعي ده چې د افغانستان لپاره داوطلب شوم. سیاسي بولندوی موږ ته د نړۍ والو حالاتو په اړوند لکچر راکړ: هغه موږ ته وویل چې شوروي ځواکونو یو ساعت مخکې په افغانستان کې د امریکې د گرین بیریتانو92 د هوايي ځواک یوه هڅه شنډه کړله. هره شیبه زموږ په غوږونو کې څڅول کیدل چې دا یوه سپيڅلې نړۍ واله دنده ده. او موږ ساده بډانگانو به هم ورباندې باور کاوه93.
 
په لومړیو کې داسې بریښیدل چې د شوروي د پروپاگند ماشین مثبت تبلیغاتي محصولات تولیدوي. د مجاهدینو د هر اړخیزې بریا او د شوروي د پروپاگند د اغیزمنتیا تر منځ یو معکوس تناسب پروت وو. د جگړې په دویم نیمايي پړاو کې چې شوروي اتحاد په افغانستان کې د کمونیست دولت په ټینگښت کې نور پاتې راغلی وو، ان د دولت له پلوه چلیدونکو رسنیو نه شوای کولای د خپلو پرگنو چیغې او بوغارې ودروي. د سیاسي او ستراتیژیکې بریا په ترلاسه کولو کې ناکامي چې د زرهاوو روسي سرتیرو وژنه ورسره بدرگه وه هغه څه ول چې کرملین یې نور د پټولو وسه نه درلودله. په ډیریو اړخونو کې موږ په ویتنام کې د امریکې د ښکیلتابه یوه پرتله وینو. څرگنده ده چې د سیمه ییز حالت په تړاو د ویتنام د جگړې پایلې د امریکې متحده ایالات دې ته اړ کړ چې شوروي په ډیرې آسانۍ ټپي او په افغانستان کې له ټپونو څخه يې د وینو دارې راوبهوي. د تیروتنو د ورته والي یو شمیر نښې شته چې دواړو زبرځواکونو په دواړو جگړو کې تر سره کړي دي. مگر په سویلي آسیا کې د امریکې د ښکیلتابه پایلې د امریکې د دولت پر ړنگیدلو وانه وښتلي خو د آسیا په سویل کې د شوروي اتحاد د ښکیلتابه پایلې د شوروي دولت د ړنگیدا لامل شوې. د هیواد مشر لیدن جانس 94 پر مهال سپينې ماڼۍ په سویلي آسیا کې د امریکې د ښکیلتابه د اهمیت کچه ټیټه او بې ارزښته ښودله او ټول هغه گامونه چې د جگړې پر مهال اوچتیدل په اړه یې تبلیغات او پروپاگند نه تر سره کیدل. که له یوې خوا دا خبره غولوونکي ښکاري مگر له بلې خوا دا د امریکې او شوروي د ستراتیژیو تر منځ بنسټیز توپير ښکاره کوي. شوروي اتحاد د افغان جگړې د اهمیت د کم ښوولو پر ځای تر وسې وسې هڅه کوله چې د جگړې اهمیت تر شوې کچې پټ وساتي95. د شوروي په ویتنام : افغانستان کې شوروي جنگیالي ولادیسلاو تماروف96 د دواړو جگړو د جنگیالیو په منځ کې یو شان احساسات شرحه کوي97. هماغسې چې مخکې مو وویل ښايي پر افغانستان باندې د شوروي یرغل په ویتنام کې د امریکې له ښکیلیدلو سره یو شمیر ورته والي ولري خو دا باید هیره نه کړو چې دواړه جگړې له یو بل سره هم معنی یا همجولیزه نه دي. د دواړو جگړو پر وړاندې د پرگنو کرکې راوپاریدلې، دواړه جگړې د نیابتي جگړو په شان د دواړو خواوو له پلوه د کلکو پټو گامونو په اخیستلو تر سره شوې او د دواړو جگړو پایلې هغسې وختلې چې یرغلگرو هیوادونو یې په دې ډول هیلې نه کولې. که دغو پایلو ته په یوه پراخ انځور کې وگورو نو پایلې یې په همدې ډول پای ته رسیږي چې ومولیدلې. ددې ټکي په پام کې نیولو سره چې پر ویتنام باندې د امریکې یرغل د هیواد د ژرغونې لپاره کوم مخکینی شرط نه وو نو نه شو کولای همدا ټکی پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل په اړوند هم ووایو. سره له دې چې د دواړو جگړو تر منځ په یو شمیر برخو کې ورته والي لیدل کیږي خو دا ټکی ډیر اړین دی چې د دواړو جگړو تر منځ د پیوستون ټکی له پامه وغورځوو ځکه دواړه جگړې په دوه وو بیلو هیوادونو کې په بیلو وختونو کې تر سره شوي دي. په داسې حال کې چې د جگړو د پیښیدلو له وختونو سره مخالفت گران دی نو همدا خبره د افغان – شوروي جگړې او د اوسنۍ روانې جگړې په اړوند هم ویلای شو چې امریکا په کښې راښکیل ده.
 


د شوروي سرتیرو وروستۍ ډله د ۱۹۸۹ز کال د فبرورۍ د میاشتې په پینځلسمې نیټې له افغانستانه ووتله. شوروي پوځ نور  کوم دلیل نه درلود چې د امریکې له ښکیلیدلو او مجاهدینو ته د مرستې له اغیزو سره مخامخ وي. ددې تر څنگ په کور دننه د جگړې د ملاتړ کچه په نست وه. د شوروي لښکر وتنگ چې د شوروي د ماتې نښه وه ډیرې نورې ستونزې رامنځته کړي. رونالد او کارنر98 په مسلمانې آسیا کې د روغتیا د پاملرنې مشر د افغانستان د بنسټونو لپاره د راتلونکي کاري چوکاټ د رامنځته کولو په اړوند لیکي :
 


د شوروي سرتیرو وتنگ، روغتیايي چارو ته د ډیرې پاملرنې چاره حتمې وگرځوله. په افغان جگړه – ځپلو ټولنو کې په ملې کچې د یوه نوي روغتیايي سیستم د جوړولو لپاره ډیرې اندیښنې راوپارولې چې د سیستم مالي پوښښ، د هغه د سمبالولو او دوام چارې دې په څنگه پر مخ ولاړې شي. همدا شان د ستونزو پیچلتیا، د سیالو گټو او په پروژه کې د گډونوالو څرنگوالي، د چارو د پرمختگ لړۍ لا ستونزمنه او پيچلې کړله99.
 


په افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې د چوکاټ د جوړونې د چارې اهمیت په دې کې وو چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته دغه پلان په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالاتو د گټو راپوښل څرگنداوه. همدغه پلان د شوروي له ماتې وروسته په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالاتو د پاتې کیدلو پر لیوالتیا دلالت کاوه. مگر دا خبره یوازې د لیوالتیا په چوکاټ کې پاتې شوه او د شوروي له وتلو سره سم افغانستان ته د ځانگړو شویو پیسو او سرچینو کچه تر ډیرې پیمانې راټیټه شوه. د غه چمتووالی هغه مهال شاته وغورځول شو چې امریکې خپلو گټو ته پام وکړ او د افغانستان پرگنو ته د امریکې د پاملرنې کچه نست ته راټیټه شوله، څرگنده ده چې  همدغه حالت امریکا بیرته دې ته اړ ایستله چې په راوروسته کلونو کې بیا افغانستان ته راوگرځي100.
 


په پای کې دا ویل اړینه بولم چې د شوروي اتحاد نړیدنه یوه پیچلې سکالو ده چې د خپلې شرحې لپاره یو علت – معلول نه لري. دغه څیړنه موږ ته په ډاگه کوي چې ۱۹۷۹ ز کال د سړې جگړې د تأریخ یوه بنسټیزه شیبه ده. په حقیقت کې د امریکې متحده ایالات او شوروي اتحاد دواړه د تأریخ د سړکونو په تقاطع کې ولاړ ول. په ایران کې امریکايي پلوی شاهي رژیم ړنگ شوی وو، او شوروي اتحاد په عراق، سوریې همدا شان په ایتوپیا او د یمن په ځینو برخو کې مهمې ټلوالې درلودلې. شورويانو د ۱۹۷۹ ز کال د اپریل د میاشتې د انقلاب په اړوند ټوله هڅه په کار واچوله چې کمونیست دولت ته تاوان ونه رسیږي. که دا دولت همداسې روغ رمټ پاتې شوی وای شورویانو به اوس د فارس د خلیج پر ټولو برخو باندې مهمه اغیزه درلودای. ددې تر څنگ د همداسې یوې اغیزې په لرلو به شوروي اتحاد د تیلو د ځاني کفایت ستونزه له اره نه درلودله او شوري به د یوه زبر ځواک په توگې ژوندی پاتې شوی وای. په همدې وخت کې د امریکې متحده ایالات هم له ډیرې گواښجنې مقامرې سره مخامخ وو. وروسته له دې چې په ایران کې یې خپله اغیزه له لاسه ورکړه امریکا دا نه شوای زغملای چې افغانستان دې د شوروي اتحاد منگولو ته ورولویږي. د یوې مهمې جگړې د اور په بلولو سره چې په پایله کې یې شوریان د افغانستان په راخوندي کولو کې پاتې راغلل، د امریکې متحده ایالاتو، د کابل د رژیم د ژوندي پاتې ساتلو په هڅه کې شوروي اتحاد دې ته اړ کړ چې خپلې سرچینې غلطو ځایونو ته ځانگړې کړي. همدغه کار سعودي سلطنت راوهڅاوه چې د امریکې تر څنگ ودریږي او په ۱۹۸۵ ز کال کې شورویانو ته یې د تیلو بیې څلور ځله زیاتې کړلې. شوروي اتحاد نور نه شوای کولای چې د شلو بیلیونو ډالرو په کلني تاواني لگښت باندې خپل شتون ته دوام ورکړي. له همدې کبله ول چې د امریکا د متحده ایالاتو په تأریخ کې اوږد ترینو پټو عملیاتو زښتې ژورې اوږد مهالې اغیزې رامنځته کړې او په افغانستان کې د شوروي اتحاد په ماتې کې یې پریکنده ونډه ولوبوله. په پای کې مجاهدینو ته مرسته د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو ته نه یوازې په افغانستان کې د ماتې د بیې لامل شوه بلکه شوروي اتحاد د خپل دولت شتون هم په کې له لاسه ورکړ. افغانستان په خپله په زباد ورسوله چې دا هیواد به د سړې جگړې د ډگر وروستی ډگر وي. اوس څرگنده ده چې په افغان – شوروي جگړې کې د امریکې د متحده ایالاتو ښکیلتیا شوروي اتحاد په داسې اقتصادي او سیاسي ډنډ کې ډوب کړ چې هیڅکله به ورڅخه ژوندی را ونه وځي.



اخځونه :
بنسټیزې سرچینې :
 


Bocharov, Gennady. Russian Roulette: Afghanistan through Russian Eyes. Translated by Alyona
Kojevnikov. New York, NY: HarperCollins Publishers, 1990.
 


Bonner, Arthur. Among the Afghans. Durham, NC: Duke University Press, 1987.
 


Borovik, Artyom. The Hidden War: A Russian Journalist’s Account of the Soviet War in
Afghanistan. New York, NY: Atlantic Monthly Press, 1990.
 


Brzezinski, Zbigniew. “Interview with Zbigniew Brzezinski.” Interviewed by George
Washington University, National Security Archive, June 13th, 1997.
http://www.gwu.edu/~nsarchiv/coldwar/interviews/episode-17/brzezinski1.html
(accessed 13 October 2010).
 


Carew, Tom. Jihad! The Secret War in Afghanistan. Edinburgh, UK: Mainstream Publishing
Company, 2000.
 


Carter, Jimmy. Presidential Directive/NSC-63 : Persian Gulf Security Framework. Washington,
DC: 1981.
 


—. State of the Union Address, January 23, 1980.
http://www.presidency.ucsb.edu/ws/index.php?pid=33079 (accessed 13 October 2010).
 


Chaliand, Gerard. Report From Afghanistan. Translated by Tamar Jacoby. New York, NY: The
Viking Press and Penguin Books, 1992.
 


Goodwin, Jan. Caught in the Crossfire. New York, NY: E.P. Dutton, 1987.
 


Grau, Lester and Michael Gress, eds. The Soviet-Afghan War: How a Superpower Fought and
Lost and The Russian General Staff. Lawrence, KS: University Press of Kansas, 2002.
 
Kaplan, Robert. Soldiers of God: With the Mujahidin in Afghanistan. Boston, MA: Houghton
Mifflin Company, 1990.
 
—. Soldiers of God: With Islamic Warriors in Afghanistan and Pakistan. New York, NY:
Vintage Books, 2001.
 
Martin, Mike. Afghanistan: Inside a Rebel Stronghold. New Delhi, India: Heritage Publishers,
1985.
 
Pazira, Nelofer. A Bed of Red Flowers: In Search of My Afghanistan. New York, NY: Free Press, 2005.
 
Rashid, Ahmed. Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia. New Haven,
CT: Yale University Press, 2001.
 
Reagan, Ronald. National Security Decision Directive Number 75: U.S. Relations with the
USSR. Washington, DC: 1983.
 
Schroen, Gary. First In: An Insider’s Account of How the CIA Spearheaded the War on Terror in
Afghanistan. New York, NY: Presidio Press, 2005.
 
Tamarov, Vladislav. Afghanistan: Soviet Vietnam. Translated by Naomi Marcus et al. San
Francisco, CA: Mercury House, 1992.
 
United States Dept. of State. Afghanistan: Soviet Occupation and Withdrawal. Washington, DC:
United States Department of State, Bureau of Public Affairs, Office of Public
Communication, Editorial Division, 1988.
 
Vollman, William. An Afghanistan Picture Show: Or How I Saved the World. New York, NY:
Farrar, Straus, and Giroux, 1992.
 
Yousaf, Mohammad and Major Mark Adkin. The Bear Trap: Afghanistan’s Untold Story.
London, UK: Leo Cooper, 1992.
 
Secondary Sources
 
Alexievich, Svetlana. Zinky Boys: Soviet Voices from the Afghanistan War. Translated by Julia
and Robin Whitby. New York, NY: W.W. Norton & Company, 1992.
 
Andrew, Christopher and Oleg Gordievsky. KGB: The Inside Story of Its Foreign Operations
from Lenin to Gorbachev. New York, NY: HarperCollins Publishers, 1990.
 
Barlett, Donald L. and James B. Steele. “The Oily Americans.” May 13th, 2003.
http://www.time.com/time/magazine/article/0,9171,450997-92,00.html (accessed 21
April 2010).
 
Bradsher, Henry. Afghan Communism and Soviet Intervention. Oxford, UK: Oxford University
Press, 1999.
 
Brown, Archie and Michael Kaser, eds. Soviet Policy for the 1980s. Bloomington, IN: Indiana
University Press, 1982.
 
Coll, Steve. Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, From the
Soviet Invasion to September 10, 2001. New York, NY: The Penguin Press, 2004.
 
Crile, George. Charlie Wilson’s War: The Extraordinary Story of the Largest Covert Operation
in History. New York, NY: Grove Press, 2003.
 
Donaldson, Robert, ed. The Soviet Union in the Third World: Successes and Failures. Boulder,
CO: Westview Press, 1981.
 
Duncan, Walter, ed. Soviet Policy in the Third World. Elmsford, NY: Pergamon Press, 1980.
 
Gaidar, Yegor. “The Soviet Collapse: Grain and Oil.” April 19th, 2007.
http://www.aei.org/issue/25991 (accessed 22 April 2010).
 
Hammond, Thomas. Red Flag over Afghanistan: The Communist Coup, The Soviet Invasion, and the Consequences. Boulder, CO: Westview Press, 1984.
 
Hosmer, Stephen and Thomas Wolfe. Soviet Policy and Practice toward Third World Conflicts.
Lexington, MA: Lexington Books, 1983.
 
Kanet, Roger, ed. Soviet Foreign Policy in the 1980s. New York, NY: Praeger Publishers, 1982.
 
McCauley, Martin. The Soviet Union after Brezhnev. Portsmouth, NH: Heinemann, 1983.
 
O.Connor, Ronald. Health Care in Muslim Asia: Development and Disorder in Wartime
Afghanistan. Lanham, MD: University Press of America, 1994.
 
Prados, John. Safe for Democracy: The Secret Wars of the CIA. Chicago, IL: Ivan R. Dee
Publisher, 2009.
 
Ro.i, Yaacov, ed. The USSR and the Muslim World: Issues in Domestic and Foreign Policy.
Winchester, MA: Allen & Unwin, 1985.
 
Roselle, Laura. Media and the Politics of Failure: Great Powers, Communication Strategies, and
Military Defeat. New York, NY: Palgrave Macmillan, 2006.
 


White, Anthony. A Military Look at the Afghanistan Invasion: A Selected Bibliography.
Monticello, IL: Vance Bibliographies, 1986.
1 Undergraduate Research Journal at UCCS Volume 3.2, October 2010
2 Robert D. Billard, Jr.
3 University of Colorado at Colorado Springs
4 David Holloway, Soviet Policy for the 1980s (Bloomington, IN: Indiana University Press 1982), 36.
5 Zbigniew Brzezinski, “Interview with Zbigniew Brzezinski.” Interviewed by George Washington University, National Security Archive, June 13th, 1997.
6 هماغه
7 Christopher Andrew and Oleg Gordievsky, KGB: The Inside Story (New York, NY: HarperCollins Publishers, 1990), 536.
8 هماغه     537
9 Andrew and Gordievsky
10 هماغه   539
11 هماغه 537
12 Mike Martin, Afghanistan: Inside a Rebel Stronghold (New Delhi, India: Heritage Publishers, 1985), 44.
13 هماغه  44
14 Mike Martin
15 هماغه 45
16 هماغه، د سریزې برخه
17 Artyom Borovik
18 The Hidden War
19 له کرملین څخه د یادونې موخه د شوروي دولت دی [ لیکوال]
20Artyom Borovik, The Hidden War: A Russian Journalist’s Account of the Soviet War in Afghanistan (New York, NY: Atlantic Monthly Press, 1990), 10.