د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي د دوو بېلابېلو پېښو په ترڅ کي څلور کوچنيان وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي.
چارواکي وايي چي لومړۍ چاودنه د دې ولايت د ګرشک اولسوالۍ په شورکي سيمه کي رامنځ ته سوې او په پايله کي يې درې تنه کوچنيان وژل سوي او دوه نور ژوبل دي.
او دوهمه چاودنه د دې ولايت د يادي اولسوالۍ په رحيم کلي کي پر دوو کوچنيانو سوې چي په پايله کي ئې يوه کوچني خپله ژوند له لاسه ورکړى او دوهم ټپي سوى دئ.
د هلمند ولايت مقام له لوري په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي د يادو پېښو پخلى پکښي سوى او ويل سوي چي د پېښي قربانيان ئې د درملني په موخه روغتون ته وړي.
په خبرپاڼه کي دا کار د هيواد د دښمنانو بلل سوى او د ولايت مقام له لوري ورباندي خفګان ښوول سوى.