ياد شوى سړك چې په لښكرگاه ښاركې د ښاروالى له پرمختيايي بوديجې څخه جوړشوى د شنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې د لښكرگاه ښاروال محمد فاضل صافي اود ښاروالى ځينونوروكاركوونكوگډون درلود پرانيستل شو.
ددې پرانيستې پرمهال ښاغلي محمد فاضل صافي وويل چې د روان كال په اوږدوكې په لښكرگاه كې د ښاروالى له پرمختيايي بوديجې څخه د ۸۵۰ زره امريكايي ډالروپه لگښت د ښارپه بيلابيلوبرخوكې جوړشوى چې اود ښه كيفيت په برخه كې يې ټول معيارونه په پام كې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا چې پلان لري د روان كال ترپايه په لښكرگاه كې شاوخوا ۳۵ كيلومتره سړكونه د ښارپه بيلابيلوبرخوكې په پاخه اواساسي ډول جوړاوگټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه د ښاريانواونورواوسيدونكووغوښتل چې د سړكونواوښارپه ساتنه كې له ښاروالى سره مرسته وكړي ترڅوپه گډه ښكلى اوزرغون ښارجوړكړوچې له هرډول طبيعي آفتونوڅخه په امن وي