شاعر : حاجي محمد اواب
اې د پــــــــــــــــــــت سيمبولي! د حيا چينې!
اې په ننگ پسوللي د غــــــيــــــرت ټپې!
اې د ميوند د تکبير مســـــــــــــــــتي چيغي!
اې غـــازي غـــازي ملالي پـــــښـــــتــــنې!
تا خـــــــــــــــو په سرو منگولو توغ اوچت کړ
تا خـــــــــــو مړژواندي پوځ ته سا ورکړه
تا خـــــــــــــــــــو د يار په وينو خال دئ ايښى
او تا خـــــــــــــــــــــــو غزا لره ښکلا ورکړه
تا خـــــــــــــــــــو مستان په شرابي لنډۍ کړه
د جنگ خـــــــمار دي د غازيانو مات کړ
تا خــــــــــــــــــو پر جوش کړل افغاني پوځونه
چي ئــــــــــــــــــــــې غرور د پرنگيانو مات کړ
ته خـــــــــــــــــو فاتحه د ميوند سوې خوري!
زړگى دي يخ کـــــــړ د دښمن په مړينه
هـــــــــــــــــــم دي ساړه کړله مردک ټټر کي
ميوند دي ځوان کړلو پــــــه پېغله وينه
مــــــــــــــــــــــــــــــــلالي! اوس د افغاني نجونو
د شـــــــــــــهادت کيسه د وير کيسه ده
په اورېدو ئـــــــــــــــــــــــــــــې د چا زړونه چوي
د زنگاوات د ظلم داســــــــــــــــي شپه ده
په نـــــــــــــــيمه شپه کي مو انگړ ته خوري!
ټوپک په لاس کــــــي بشر خوره راغلل
دا بــلــواگــر او د وحـــــــــــــــــــــــشت بچوڼي
څــــــــــــومره بېشمېره لور د لوره راغلل
د کـور په مـنـځ کــي مو سوې کريږي گډي
ما پر ماشوم، ماشوم مـــــــي ما ته ژړل
هــــا دوه کلــــــــن د زړه ټـــوټــــې بچـــي مي
يـــــــــــــــو ځل ئې ما بيا يې بابا ته ژړل
مــا خــــوارکۍ او مــــا بـــې وســــــــي گــوره!
ماشوم بچى مي تر ځـان لاندي پټ کړ
کوکي مي وکړې د خداى پار دى مه کـړئ
مـــــــــــــــگر ظالمو په گولۍ مکوټ کړ
آه! را شــهــــيد ئې کــړ ســړى په مـخ کي
د ســر ماغزه يې د مرمۍ خورک سول
خـــــــــــــــونه مي کوړم سوله د وينو غوښو
د دې قاتلو تـــــــــرې بوټونه ډک سول
سپين مړوندونه مــــــــــــــــو د ښکلي ناوي
سوله پــــــــــــه وينو باندي سره ملالي!
لکه گلاب د داســـــــــــــــــي زوم تر زړه مو
يوه يوه گــــــــــــــــــــــــــولۍ وته ملالي!
آخر له ويري مــــــــــــي سوې اوښکي وچـي
کــــــــړيکه مي نه وته تر خوله ملالي!
پر هــــــــــــــر ټوټې ټوټې شهيد جسد خـو
بــــــــــــــس گرځېده د اور لمبه ملالي!