د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ګرمسېر او نوزاد اولسوالي کي ئې يوشمېر پلټونکي عمليات کړي چي په پايله کي ئې څلور وسله وال او يوشمېر وسلې نيولي.
چارواکي وايي چي يادو کسانو په سيمه کي حکومت ضد کارونه ترسره کول او دوى ئې پر نيولو بريالي سوي.
همدا ډول لراوبر ته په دې اړه يو خبرپاڼه راالېږل سوې چي د يادو کسانو د نيولو ترڅنګ پکښي راغلي چي څلور شکمن کسان هم په دې عمليات کي نيول سوي چي اوس مهال تر پوښتني او ګروېږني لاندي دي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.