د پخواني یونان قانون پرسقراط واری پیداکړاود بشرداستردانشمند یي د زندان ترتمبوشاته وتاړه.
د شپي په تپه تیاره کي يي شاګردان ورغلل اوورته يي وویل:
درځه! موږمود تیښتي لارموندلې ده.
سقراط ویل : نه ، پرهوښیارانوباندي ځان ترقانون نه وي ګران.
هوښیاران د ځان د خلاصولو لپاره د قانون لاسونه نه ماتوي.
زه قانون ترخپل ځان ، خپلي پوهي اوخپل عزت مافوق ګڼم اوداهرڅه د قانون پوروړي بولم.
زه د قانون د دي پوښتني ځواب نه لرم چي ووایي: اې سقراطه !
ستاموراوپلارزماپه سیوري کي یوله بله سره ازداواج کړی او ته يي پیداکړی یي، زما په حکم يي ستاروزنه کړي ، غټ کړی او پوهولي یی ، زماسایه وه چي ته پکښی فیلسوف سوي ، تدریس دي وکړاو د شهرت اوعزت خاوند سوې.
په ټولنه کي ارام، مطمئمن او باوقاره ژوند زماله برکته ستاپه نصیب دی نو بیاولي زماحق ترپښولاندي کوي؟
نن چي زما یوحکم ستاله ګټي سره ضد واقع سو هغه دي ونه مانه او زه دي د ټولوپه مخ کي خوارکړم.
اخرولي؟
ایاته نه پوهیږي چي که زه نه وای نو نه به ته وای اونه به هم ستاپوهه او دانش؟
ته نه پوهیږي چي د ټولني نظم و نسق زماد وجود ثمره ده ؟
ایا ته زماپه خوارولو سره د ظلم ، غلاو ، وژنو سپکولواو بي عدالتبیودروازه خلاصوي؟