د لراو بر ويبپاڼي د برېښنايي کتابتون څانګه د اختر په مناسبت د خپلو قدرمنو لوستونکو لپاره اته په زړه پوري او ارزښتناک آثار پر لیکه کوي .
تاسو درنو ته د اختر د دغه ډالۍ په ترڅ کي د ناولونو او د لنډو کیسو د ټولګو سربېره یو شمېر ارزښتمن څېړنيز کتابونه هم وړاندي کوو، څو وکولائ سئ په تفریحي وخت کي يې لوست او مطالعه وکړئ . همداراز باید یاده سي چي دانلاین لوست ترڅنګ يې د خپل کمپیوټر لپاره کښته (ډاونلوډ) کولائ هم سئ، څو وتوانېږئ چي د انټرنیټ په نه موجودیت کي هم خپله استفاده ترې وکړئ .
د اختر په دغه ډالۍ کي تاسو د لراوبر د برېښنايي کتابتون څخه د اسلامي، سیاسي، علمي او اقتصادي آثارو ترڅنګ د ادبیاتو پر ډګر هم د مهمو او په زړه پورو کتابونو څخه خپل انتخاب کولائ سئ، خپل د خوښي وړ آثار لوستلائ سئ او د نورو ملګرو سره يې د شریک کولو یا ورلېږلو امکانات هم سته.
د برېښنايي کتابتون د بېلابيلو علمي، څېړنیزو او معلوماتي کتابونولوستلو ته بلنه درکوو .
په مینه او ادب
د لراوبر د برېښنايي کتابتون څانګه
– ۱. کتاب : د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره دیني مالومات
۱. چمتو کوونکی : تېمور شاه یوسفزی
– ۳. کتاب : په قتل پښېمانه یم
۳. لیکوال : محمد نعمان دوست
– ۴. کتاب : لوی درواغ
۴. لیکوال : تېری میسان – ژباړن : محمد حامد حیدرزی
– ۵. کتاب : دايمي اډې که دايمي اسارت؟
۵. لیکوال : قاضي محمد حسن حقیار
– ۶. کتاب : خونکار (ناول)
۶. لیکوال : نصیر احمد احمدي
– ۷. کتاب : امید (ناول)
۷. لیکوال : رحمت الله رحمت
– ۸. کتاب : د رحمت ډالۍ
۸. لیکوال : رحمت الله رحمت