په لوګر ولايت کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو په ترڅ کې د يوه ولسي وګړي په
ګډون څلور تنه امنيتي سرتېري ټپيان شول.
چارواکي وايي، دغه پېښه تېره ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ملي
امنيت او ملي اردو په سرتېرو رامنځ ته شوې دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان عبدالرحيم زي
لراوبرته وويل، چې لومړى د پل علم په ښار کې د ملي امنيت دوه سرتېري په
يوه غلچکي بريد کې ټپيان شول.
دى وايي، د ملي امنيت د لوژيستيک کارکوونکي بازار ته په سودا پسې تللي
وو، چې له خپل موټر څخه د ښکته کېدو پر مهال دوه تنو چې تومانچې ورسره وې
ډزې پرې کړې دواړه يې ټپيان کړي او موټر يې ترې بېولى دى.
دى وايي، د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا
پلټنې روانې دي.
عيني شاهدان هم وايي، کله چې د ملي امنيت کارکوونکي په بازار کې له موټر
څخه ښکته شول، يو تن وسله وال پرې ډزې وکړې او بل يې موټر ته وختلو او
موټر يې ورسره بوتلو.
په لوګر کې د ٥٢ بستريز روغتون يو تن ډاکتر د نوم نه څرګندولو په شرط
لراوبرته وويل، چې د ملي امنيت دغه دوه ټپي سرتېري يې لومړى دوى ته ورړل
چې تر لومړى درملنې وروسته د ايساف ځواکونو روغتيايي مرکز ته ولېږدول
شول.
خو په وينا يې له دغه ټپيانو څخه يو تن د ايساف په روغتون کې ساه ورکړې
وه، چې نن سهار يې دوى ته راوړ او دوى ننګرهار ته ولېږه، چې د همدې ولايت
اوسېدونکى وو.
د والي وياند دين محمد دروېش هم رسنيو ته ويلي، چې په دغه پېښه کې د ملي
امنيت يو کارکوونکى وژل شوى او بل يې ټپي شوى دى.
بل خوا دروېش وايي، په مرکز پل علم کې هم تېره ورځ يوه چاودنه شوې، چې له
امله يې يو د ملي اردو سرتېرى او يو ولسي وګړى ټپپان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، چاوېدونکي توکي د يوې کثافت دانۍ خوا ته ځاى پر ځاى
کړل شوي وو، او د ملي اردو سرتېرو د تېرېدو پر مهال يې چاودنه وکړه.
له دې سره په خوا کې د والي وياند وايي همدې سيمې ته څېرمه د ملي امنيت
سرتېرو يو ماين کشف او شنډ کړ.
د دغه پېښو مسؤليت چا په غاړه نه دى اخيستى خو داسې ويل کېږي، چې دغه کار
ښايي وسله والو طالبانو کړى وو.