کور / راپور / خوست:په فسادککړ مامورينو ته سخته سزا ورکوو

خوست:په فسادککړ مامورينو ته سخته سزا ورکوو

 د اداري فساد په مقابل کې بايد مبارزه ګړندۍ شي.
په اداري فساد اخته مامورين بايد سخته سزا وويني (دخوست والي)
موږ د هرنوعه فساد په مقابل کې د ولايتي ادارې سره اوږه په اوږه ولاړ يو (دولايتي شورا رئيس داودشاه مکين زوی)
اداري فساد دخوست د پرمختګ مخه ډب کړې. (قومي مشران)
دتېرې چهارشنبې په ورځ (27-06-2012) په خوست کې د اداري فساد د مخنيوي ترسرليک لاندې ورکشاپ جوړ شو، پدغه ورکشاپ کې چې شاوخواء دوه سوه تنو ګډون درلود د قران کريم په تلاوت سره رسماً پيل شو، او دوه ورځې يې دوام وکړ، د ورکشاپ ګډنوالو په يو اواز له ولايتي ادارې څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د تېر په څیر دې د اداري فساد په مقابل کې کلک ودرېږي، هغه اشخاص او مامورين دې په نښه، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي کړی، چې پدغه ناوړه پديده اخته وي، د ورکشاپ یو تن ويناوال او د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس داودشاه مکين زوی په خپلو خبرو کې وويل؛ موږ بايد د ولايتي ادارې ترشاه کلک ودرېږو، ترڅو پدغه ولايت کې د فساد شومه پديده له منځه ولاړه شي، مکين زوئ زياتوله موږ به تر هغه له ولايتي ادارې څخه خپل حمايت ته دوام ورکو ترڅو چې په ټول ولايت کې اداري فساد په ريښتي ډول له منځه نه وي تللي، او ولايتي ادارې ته يې ډاډ ورکړو چې هېڅوک به د دوی مخه ډب نه شي کړلای.
دورکشاپ بل ويناوال او د شيخ زايد پوهنتون استاد ميرولي جان لکڼوال په خپلو خبرو کې د اداري فساد په زيانونو رڼا واچوله او اداري فساد لکه د سرطان ناروغۍ په شان ناسور وباله، لکڼوال د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې موږ ټول بايد ويښ شو، هره خبره په منطق او په شواهدو وکړو، نه داچې له هرې خبرې سره سروخورو او ويې منو، د لکڼوال په وينا چې اوس هم په ځينو ادارو کې لاسوهنې او فساد موجود دی چې مخنيوی يې پکار دی، خو د سيمې يو تن قومي مشر او د ياد سيمينار ګډونوال مديرميرزمان صبري بيا وويل هغه څوک چې پدغه ناوړه پديده روږدي وي، او يا هغه اشخاص چې په اداري فساد اخته کسان له ځانه سره ساتې بايد لدې څخه لاس واخلي، او پرېنږدي، چې هېواد مو نور هم خرابۍ او ستونزو خواته لاړ شي، ده په څارنواليو او قضاتو غږ وکړوچې هغه اشخاصو ته د ترلاسه شويو اسنادو په روئت جدي سزا ورکړي، چې په ياده ناروغۍ اخته وي، ترڅو دوی ته پند او نورو ته عبرت وګرځي، د سيمينار ويناوالو وويل د تېرو دوه نيمو کالو څخه چې پدغه برخه کې ولايتي ادارې کومه مبارزه شروع کړې، بايد خپلې مبارزې ته همداسې دوام ورکړي، او ټول هغه مامورين چې په اداري فساد اخته وي، د موثقو معلوماتو پر بناء دې عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، ګډونوالو د عدليي او قضايي ارګانونو هم وغوښتل چې په فساد اخته مامورينو او اشخاصو ته دې سخته سزا ورکړي، ګډونوالو که څه هم د ولايتي ادارې مبارزه وستايله خو غوښتنه يې هم کوله چې بايد نوره هم یاده مبارزه ګړندۍ کړي، د دوی په وينا چې اوس هم په ځينو ادارو کې ستونزې موجودې دي، چې د حل لپاره یې بايد کوټلي ګامونه واخيستل شي، د غونډې ګډونوالو په هغه اشخاصو هم غږ وکړو کوم چې اوس په مرکز کې هستوګن دي، او په فساد ککړو مامورينوته د اوسېدو ځای ورکوي، دوی وويل  يا خو د دوی په اړه د هغوئ معلومات کم وي او يا هم هغوئ ورسره لاس لري، دوی زياتوله په مرکز کې دپرتو مامورينو څهرې هم بايد  بربنډې شي، خکه دوی د خوست له ولس سره جفا کړې، دوی د خدمت پرځای خياتونه کړي.
په ياد شوي سيمينار کې د ولایت مقام، ولايتي او د سولې شورا غړو، مدني ټولنوفعالينو، قومي مشرانو، د ملکي، نظامي، عدليي او قضايي ادارو مسولينو برخه درلوده او دوه ورځې يې دوام وکړو، د سيمينار په پای کې تصميم ونيول شو، چې سر له نن ورځې به په ټول ولايت کې د ادارې فساد په وړاندې روانه مبارزه ګړنډۍ کوي، او د ځمکو غصب په اړه به نوي عمليات پیلوي، د سيمينار په پای کې خوست والي د ادارو مسولينو ته دنده وسپارله ترڅو د مرکز څخه ټوله بوديجه ولايت ته را انتقال کړي، دوی يې متوجه کړل، چې د سږکال بوديجه بايد بل کال ته پاتې نشي، او د هرکال بودیجه بايد په هماغه کال کې د پلان سره سمه وکارول شي، خوست والي د هغه ادارو په مسولینو هم غږوکړو د کومو ادارو چې د رغاونې کارونه روان دي، ده وويل ټولې اړونده ادارې بايد د رغاونې له بهيره کلکه څارنه وکړي او پرېنږدي، چې د رغاونې په کارونو کې له بې کيفيته موادو کار واخلي، او هیچا ته اجازه ورنکړي، چې بې کيفيته مواد استعمال کړي، ده زياتوله هغه څوک چې بې کيفيته مواد په رغنيزو او بيارغنيزو کارونو کې استعمالوي بايد مجازات شي او هغه څوک چې خپلې اړونده چارې په ایماندارۍ او وطندوستۍ سره پر مخ بيايي بايد مکافات شي.
د سيمينار په پای کې پرېکړه وشوه، هغه څوک چې د ولايت اوسنۍ باامنه فضا خرابه وي، او امنيت ته ګواښ پيښوی هغوی هم بايد سخته سزا وويني، او د دښمن د هر نوعه ناوړه تبليغاتو مخنيوی وکړي.
دسيمينار ګډونوال که څه هم خوښ معلومېده خو د ولايت مقام څخه يې په کلکه غوښتنه کوله، چې بايد په هرو دوه مياشتو کې داسې غونډې او سيمینارونه جوړ کړي، چې له يوې خواء ملکي، نظامي ادارې، عدليي او قضايي ارګانونه په خپلو وظايفو پوهه شي له بلې خوا به عامه خلک وپوهېږي، چې د دوئ دندې او مسوليتونه څه دي، سيمينار هېواد ته د سولې، امن، ترقۍ، پرمختګ او د اداري فساد څخه د پاکو ادارو په دعا سره پای ته ورسېده.