کور / تازه خبرونه / فراه: ګلستان ته د طالبانو ولسوال وژل سوى دئ

فراه: ګلستان ته د طالبانو ولسوال وژل سوى دئ

د فراه ولايتي اداره وايي له پرون راهيسي په ګلستان ولسوالي کي د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا عمليات روان دي، چي په ترڅ کي يې د طالبانو ولسوال ملازاهد، ملامنصور، ملامنان او ملا محب الله په نوم قومندانان وژل سوي دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي په دې عملياتو کي ٣٣ طالبان مړه او ١٥ ټپيان دي، خو د دولتي او بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلي په باب يې څه نه دي ويلي.
نوموړى همدا راز ادعا کوي چي د خنجک په نوم سيمه کي دوه ماين ښخوونکي په خپل ماين وژل سوي دي.