کور / تازه خبرونه / هلمند:٩ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

هلمند:٩ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

دهلمند ولايت په ګريشک ولسوالي کې دوسله والو طالبانو په يوه غلچکي بريد کې دوه پوليس ووژل شول او اوه ٧ نور ټپيان شول . دګريشک ولسوالي امنيتي چارواکي وايي چې ښايي په بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي خو طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني . دټپي پوليسو له جملې څخه ددريو روغتيا يي حالت داندېښنې وړبلل شوى دى .