کور / هراړخیز / د دندي پيداکولو د پاره د ارواپوهانو نظرونه

د دندي پيداکولو د پاره د ارواپوهانو نظرونه

De oorspronkelijke bijlage downloaden

فضل الدین شهاب
د دندې تر لاسه کولو لپاره د بريالۍ مرکې په هکله د اروا پوهانو څو ټکي :
ښایي دغه  لاندې ټکي له دندو پیدا کوونکو سره مرسته وکړي ، چې پټ استعدادونه دګمارنې پرمهال څرګند کړي او خپلو بریالیتوبونو ته يې تریوې اندازې ورسوي  .
۱ –  د خپلو تجربو او مهارتونو په اړه  په واضحه تو ګه خبرې وکړﺉ  که حرفه يي ژبه لرﺉ تر هغه پورې چې ستاسو شخصیت په پوره ډول روښانه نه وي مه ویریږﺉ  او په ځان کې دبې میلۍ نښې مه څر ګندوﺉ لنډه وقفه  کوﺉ ځکه تاسو دهرې پوښتنې ځواب ته څو ثانې وخت ته اړ تیا لرﺉ .
۲ – مثبت فکر ولرﺉ کار ګومارونکي اشخاص دغه لاندې شیانو ته تمایل لري : مثلآ عذر اوریدل پلمه کول
که هغوی [ ګومارونکي] د رتبو د ټیټو نمرو  په باره کې یا له تاسې نه نا څاپه دتاسو دپخواني کار په اړه پوښتنه وکړه ، نو په دغه وخت کې تاسې ددفاع حالت مه غوره کوﺉ یعنې ددې پر ځای چې عکس العمل وښیﺉ هماغه حقيقتونه په لنډ ډول ورته وواياست، چې تاسې په تېرې دندې کې لرل.
۳ – که دخپلو تجربو او مهارتونو دوړاندې کولو تیاري لرﺉ ورته یې وواياست او همدارنګه د پخوانۍ دندې په اړه هم ووياست خو که يې درنه وپوښتل. خپل ځان دګومارونکي په ذهن کې دداسې یو شخص په توګه وروپیژنﺉ چې ګویا د ډیرو ښوصفاتو او ښو مهارتونو  لرونکي یاستﺉ او کارګومارونکي دغه رنګه اشخاصو یا خلکو ته اړ تیا لري چې داسې خاص مهارتونه ولري  .
او کله موچې ځان معرفي کاوه په هغه تاثير لرونکو صفاتوچې تاسو يې  په ځآن کې لرﺉ عمل وکړﺉ یعنې مثبت او ښه عمل مو ورته وښیﺉ  .
۴-  له مرکې نه مخکې باید دهغه څه په اړه خپل معلومات  لاس ته راوړﺉ هغه مهم معلومات چې په هغه کې فعا لیتونه هم شامل دي چې دکار ګومارونکي په واسطه سرته رسیدلی دي .
۵ –  دمرکې لپاره زر حاضر شﺉ اوداسې یو مهالوېش وټا کﺉ چې  ۱۰ – ۱۵ دقیقې مخکې دمرکې ځای ته ځان ورسوﺉ .
ځکه چې ناوخته رسېدل ډېرژر کارګومارونکي ورخطا کوﺉ نا خوښ او نا مطلوب شرطونه پیدا کوﺉ او د مرکه کېدونکي په اړه د ګمارونکي په ذهن کې بد انځور جوړوي.
۶ –  یوه وړه دیاداشت کتابچه یا یو وړ ترتیب شوی کاغذ له ځان سره ولرﺉ په دې کې د کار ګومارونکي نوم ولیکﺉ .
۷ –  دپوښتنو لښتلیک یا دمعلوماتو خلاصه دپوښتنو لپاره  چې تاسې ورته اړتیا لرﺉ له ځان سره راوړﺉ دپو ښتنو لښتلیک [لست ] وړاندې کړﺉ تر څو تاسې مطمئن شﺉ چې دخپل تصمیم نیولو لپاره مو داړتیا وړ معلومات را ټول کړي دی اوکه د مرکې په وخت کې مو یادښتونه نه وو راوړی باید خفه نشﺉ  .
۸ –  زیاتره د دندو دپیدا کولو وخت  سهار او ماذدیګر په پام کې نیول کیږي یعنې  په دغو دوو وختونو کې مرکه کیږي  . دمرکې په ورځ نه یوازې مرکه کوونکي ملمستیا نه شي بلکې همدغه دمرکې وړبخش دمرکې په جریان کې دمعاشرت ادبونه په نظر ونیسی [مرعات ] یی کړﺉ او دډوډی خوړلوپه وخت کې هم په خبروکولو کې برخه واخلﺉ ډیر وخت همدغه رنګه ټولنیز مهارتونه دهغوی په تصمیم نیولو کې ونډه لري
۹ –  وروسته له مرکې نه دټولومرکه کوو نکو نوم ، لقب، عنوان  ،امضاء او پا تې پوښتنې  ،  معلومات چې تاسې په دې مرکه کې یاد کړي ان که تاسې دمرکې په جریان کې هم اوسﺉ دغه جریان له تاسو سره دتل لپاره مرسته کوي  که دغه پورته شیان په واضح او په تفصیل سر ه تعریف اوبیا ن کړﺉ نو ګومارونکي به تاسوته ډیره پاملرنه وکړي .