نامتو ډرامه لیکوال ننګ یوسفزي هم له ژوند سره مخه ښه وکړه
د ښاغلي ننګ یوسفزي د مړینې خبر مې د ۱۳۹۱کال د ثور په ۱۳سهار مهال له بي بي سي راډیو څخه واورېد. د بي بي سي په وینا نوموړی وړمه ورځ (چهارشنبه) په پېښور کې د ۸۸ کالو په عمر ومړ.
ښاغلي ننګ یوسفزي د تکړه لیکوال، ملي سیاستوال.، نامتو ممثل، رښتیني وکیل، خواخوږي شاعر ، لوی ادیب، پیاوړي ویاند او هوښیار ډایریکټر په توګه د خپلو خلکو، ولس، خواخوږو او مینه والو په منځ کې پراخ شهرت درلود.
ښاغلی ننګ یوسفزی هغه مانیزه هستي او بډایه شتمني وه چې د خپلې پوهې، وړتیا او تجربو له برکته یې په پورتنیو یادو برخو کې د ویلو او لیکلو لپاره دومره پرېمانه لارښوونې او سپارښتنې لرلې چې هم یې د ځوانو او تازه کارو لیکوالو د وړتیاو په لوړولو او هم یې زموږ د ولس د ژوند د بدمرغیو په لیرې کولو او د تیاره ګوټونو په روڼولو کې ارزښتناک رول لرلی شو. د ډرامه لیکنې په هکله د نوموړي پوخ فکر، پوهه، هنري وړتیا او ګټورې تجربې هغه مهال لا ښې راته څرګندې شوې کله مې چې دوه کاله وړاندې په همدې اړه د ده ځوابونه ولوستل.
د ۱۳۸۹کال په پسرلي کې د ښاغلي ننګ یوسفزي د ارزښتناكو علمي، ملي، سياسي، هنري او ادبي كړنو، لاسته راوړنو، هلو ځلو او خدمتونو د قدرونې په موخه په كابل كې لويه غونډه جوړېدله. غونډې ته د لیکنې برابرولو په موخه مې د ډرامې د هنر په هکله څه کم سل پوښتنې برابرې او د ډاکټر صیب اکبر په لاس ښاغلي ننګ صیب ته ور واستولې. لنډې ورځې وروسته مې د ننګ صیب لیکلي ځوابونه ترلاسه کړل. له یادو ځوابونو څخه د ډرامه لیکنې په برخه کې د ښاغلي ننګ یوسفزي د برلاسي، وړتیا، پوهې، تجربو ، معلوماتو او لسګونو نورو ښېګڼو څرک له ورایه لګېده، خو درېغه چې مرګي داسې ناڅاپه پر دغه هستي او پانګه پېښه راوکړه چې د ارواښاد دروند ویر او ماتم ته یې په ژړغونو سترګو تم کړو.
مات کنډول د ننګ صیب لومړنۍ ډرامه ده چې په شل کلنۍ یانې په ۱۹۵۱ م كال یې لیکلې ده. دغه مهال نوموړی د سرحداتو د مستقل رياست د تبليغاتو غړى و. یاده سټيج ډرامه د پښتونستان په هکله لیکل شوې وه چې د خوشال خان لېسې زده كوونكو درې ساعته پرلپسې د پوهنې نندارې په سټېج ولوبوله.
د كابينې پر غړو او چارواكو سربېره مولانا خادم، استاد بېنوا، استاد الفت، استاد رښتين، حمزه بابا، د قبایلو ریس سيد شمس الدين مجروح ، محمد ارسلان سليمي وردګ ، استاد خليل الله خليلي او ډېرو قومي مشرانو دغه ډرامه په اوښکو او تودو چکچکو بدرګه او ننداره کړه.
حمزه بابا او استاد خلیلي ښاغلی ننګ د دغې ګلالۍ او بریالۍ ډرامې له امله په خوا پورې ونیوه او مبارکي یې ورکړه. استاد خادم د اصلاح ورځپاڼې د سنبلې د لسمې ګڼې په سرمقاله کې پر حكومت له مات كنډول ډرامې څخه د فلم جوړولو ټینګار کړی وو.
ښاغلي ننګ يوسفزي ډرامه د انساني او په تېره د پښتنو د ټولينز ژوند د تياره اړخونو د روڼولو ، د كږو لارو د نېغولو او د وګړو د تېروتنو د سمون ګټوره او اغېزمنه وسيله بلله، قدرت د ډرامې هنر د ارواښاد ننګ صیب په خټه کې اغېږلی وو، لکه نوموړی چې یوازې د ډرامې هنر د پالنې لپاره زېږېدلی وو، ځکه له زلميتوبه تر زړبودۍ نږدې شپېته كاله یې د ډرامې هنر د فکر په خوږو، فطري مينه او د زړه په وينه وپاله. د ده په وینا چې د خپلو ډرامو ډېرو صحنو ته یې اوښكې او سلګۍ نه تمېدلې. د نوميالي واكمن شېرشاه سوري په هكله د ليكل شوې ډرامې لاندینیو صحنو ډېر ژړولی دی.
د افغان شېرشاه له لوري د هند تر سوبې او د مغل پاچا همايون تر تېښتې وروسته چې کله د همايون ملكه په اوښلنو سترګو د پښتون پاچا شېرشاه سوري دربار ته ور وستول کېږي، نو دغه نوميالی پاچا چې کله د خپلې غاړې د هغه وخت د ۳۰۰ زرو روپيو ارزښت لرونكى د ملغلرو امېل د پښتني دروند دود له مخې د همايون ملكې ته د پړوني په توګه وركوي، نو د نه ژړا دلاساينه او سپارښتنه هم ورته كوي. ورته وايي: ” بس نوره مه ژاړه، زه وېرېږم چې ستا د اوښكو په سېلاب كې د پښتنو دا ګټلى تاج او تخت لاهونه شي.“
دغه نوميالی واکمن دا هم ورته وايي چې:”كه غواړې زه به د هندوستان د پاچا هۍ دا ګټلى تاج او تخت بېرته تاته په پړوني كې دركړم.“
د همايون ملكه خپلې اوښكې په پلو وچوي او وايي: ”ما ځكه ژړل، فكر مې كاوه ګوندې د لوى هندوستان په تخت او تاج د كوم غله غدۍ پرېوته، خو اوس پوه شوم چې نا داسې نده. يوه شهنشاه له بل شهنشاه نه د هندوستان تاج او تخت د مټ او تورې په زور اخيستى دى. دا دى اوس خپلې اوښكې وچوم. نوره نه ژاړم، خو تاسو اعلحضرت ته دومره وايم چې زه تاسو نه د هندوستان پاچاهي د خير په كاسه كې نه غواړم. كه زما په خاوند همايون كې ستاسو نه زيات اهليت او صلاحيت وو، نو دا تاج او تخت به تا نه د تورې په زور بېرته واخلي.“
د ملكې د دې خبرې له اورېدلو وروسته مدبر واکمن شېرشاه سوري خپل زوى شهزاده عادل شاه را غواړي او ورته وايي: ” دې بي بي ته زما د خور او د خپلې ترور په نظر وګوره. د وسلوالو په بدرګه يې په پوره درناوي خپلې کورنۍ ته ورسوه.“
عادل شاه د پلار په لارښوونه ملکه د ايران تر پولې رسوي. ايران ته ورتښتېدلی همايون هغه ځای ته ور غواړي او په ډېر عزت او درناوي د هغه ملكه ورسپاري
د ډرامې په همدغو صحنو کې د پښتون پاچا دغه پښتني شرافت ، دروندوالي او عظمت د ښاغلي ننګ يوسفزي له سترګو ډېرې اوښلنې مرغلرې څڅولې دي.
ډرامه ليكنه لږ كسبي او ډېره فطري چاره ده. ځانګړې وړتيا او ذوق غواړي. دغه ځانګړې وړتيا او ذوق هغه د بخت مرغه دى چې په سلو او زرو كې د ښاغلي ننګ يوسفزي په څېر ايله د يو نيم بختور په سر كېني، ځکه د ډرامې هنر پالنه غواړي. ښه پالنه. د ښاغلي ننګ يوسفزي په څېر پالنه. لوړ تخيل، پنځونکی ذهن، نوښتګر فکر، ولسي پوهه او د کليموخوږلني د دغې پالنې لويې غوښتنې دي.
ننګ صيب هم د ډرامه ليكنې لپاره تخيل، په ژبه د مټ بروالى، د خپلو ولسي، ټولنيزو، تاريخي او نورو موضوعاتو په هكله معلومات، له دودونو او د خپلو نندارچيانو د پوهې دكچې سره بلدتيا اړينه ګڼله. د ډرامې په زړه راښکوونکي پيل او فکر تخڼونکي پای یې ټينګار کاوه. همدارنګه یې په زړه پورې تفريحي اړخ د غوره ډرامو ځانګړنه او د سمون په موخه په اغېزمنه توګه د طنز او خوند له رنګينيو سره ملې د پخو، ګټورو او منطقي خبرو رسول د يوه ليكوال غښتلتوب او كمال ګاڼه.
د ارواښاد ننګ صیب په وینا: “په ډرامه کې يو پيغام او مقصد حتمي دی، خو په يوه مركزي خيال او پيغام كې د نورو ضمني خيالونو ورګډول د لیکوال کمال دی، خو په دې شرط چې د مركزي تصور مركزيت ورنه ژوبل نه شي او ليدونكى، اورېدونكى او كتونكى په دې كړكېچ اخته نه كړي چې پوهه يې د لويو او وړو پيغامونو تر منځ خپله لاره وركه كړي.“
ننګ صيب د اردو ژبې ګټور اثار لوستي او له هغو څخه یې د خپلو لیکنو لپاره ډېر فني الهامونه او د فکر خواږه اخیستي وو. ان تر دې چې ویل به یې که د چا د ليكلو په لوستلو له هغې نه په الهام اخيستلو او د ډرامې او ناول د ليكلو په ډول او طريقه زده كولو باندې څوك د چا شاګرد كېدلى شي، نو بيا خو زه په زغرده دا ويلى شم چې منشي پريم چند زما استاد وو او دى.
همدارنګه د پښتو د نامتو ليكوال سيد راحت ذاخېلي ځينو ليكنو او د ماسټر عبدالكريم سپور د پرېو تو دى، بي بي بله خړه، د خان مېښې اوځينې نوروليكنو هم د ښاغلي ننګ یوسفزي ذهن روښانه كړى وو.
ننګ صيب دولس كاله د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو د مدير په توګه دنده ترسره كړې. هغه مهال په راډيو كې كوم پښتو ډرامه ليكونكى نه وو. د خټګر په نوم د ننګ صيب يوې ډرامې د مطبوعاتو وزارت د رحمان بابا دويمه جايزه هم اخيستې ده.
ښاغلي ننګ یوسفزي د افغانستان پر ملي راديو سربېره د ال انډيا د پښتو پروګرام لپاره هم ډرامې ليكلي، ځكه هغه مهال د هند د رسمي غوښتنې سره سم د دريو كالو لپاره د افغانستان حكومت د ده خدمتونه د هند حكومت ته وركړل چې بيا يې د ځينو لاملونو له مخې استعفا وركړه او بېرته ګران هېواد ته راستون شوو.
ننګ صيب ګهيځ او څاښت مهال خپل ذهن د ډرامه ليكنې لپاره ښه او جوړ باله. څومره به یې چې ډرامه او د ډرامې کومه برخه زياته په زړه پورې وليكله، نو هومره به یې ځان ډېر ارام محسوساوه. هره ډرامه به یې په یو ځل او يوه ناسته كې بشپړوله. ویل که به مې داسې ونه کړل، نو بیا به د هغې ډرامې تخيلي پرلپسېتوب او تسلسل راڅخه وشلېداو له سره مې لیکله.
ښاغلى ننګ يوسفزى. ښه غږ ، د لهجې صراحت اوكره توب، د ژبې رواني او مورنۍ ژبه د ډرامې لوبولو مهم معيارونه بلل. نوموړي د خپلو ډرامو ډايريكشن په خپله كړى دى، ځكه له كاكامنجاني پرته په بل چا يې زړه اوبه نه څښلې، خو د هغه ستونزه دا وه چې يو خو د صحنې لوبغاړى وو او بل په پښتو نه پوهېده. نوموړی پراخه سینه او زیات زغم لرل د ډایریکټر لپاره حتمي بلل او ټینګار به یې کاوه چې: ”لارښوونكى او ډایریکټر باید باحوصله او مهربانه وي. لوبغاړي خپل كشران وګڼي. مينه ورسره وكړي. د ډرامې په روحيه او اهدافو پوه وي. د ډرامې د ژبې په ګرايمري او ادبي اړخونو مسلط وي. په هنري ، فني او ادبي نزاكتونو د سم پوهېدلو استعداد ولري او د اورېدونكو خوښه او ناخوښه هېره نه کړي.“
لنډه دا چې ننګ صيب د خپل پېر امکاناتو، بوختياو، ستونزو او حالاتو ته په پام د پښتو ډرامې سره ډېره زياته مينه، خلوص او پت وپاله د ۴۸راډيويي او دوه سټېج ډرامو په ليکلو یې د پښتو ډرامو ښکلا او ارزښت څو برابره لوړ کړ، خو له بده مرغه چې د دوو شعري ټولګو او يو ناول په ګډون يې څو دېرش ډرامې شوروي ښکيلاک داسې ومروړلې چې لا یې هم لوری او لودن نه دی معلوم . د خپل دغه ویاړلي مشر او نومیالي پوه درنې اروا ته د فردوس جنت او درنې کورنۍ، ملګرو او خواخوږ ته د نوموړي د لوی غم د زغم د دعا په هیله خپله لیکنه را نغاړم.
خدای دې پرې ولورېږي. یاد یې تاند او اروا یې ښاده غواړم.