ناڅرګندو وسله والود خوست ولايت د ملي امنيت د څارنوالۍ مستنطق د ټوپك په ګوليو ويشتلى او وژلى دى.
د خوست ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال ميراجان وايي چې د شنبې په ورځ سهار مهال د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ارخېلو په سيمه كې د ملي امنيت څارنوالۍ مستنطق ډګروال صالح محمد له خپل كور څخه دندې ته پرلار و چې د موټرسايكل سپارو لخوا پرې ډزې وشوې او له امله يې نوموړى تن ځاپرځاى وواژل شو.
د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوال دولت خان قيومي وايي چې يادى شوي كسان د پېښې له ځايه په منډه بريالي شوي خو پوليسو يې په هغه سيمه كې يوكلي محاصره كړى ترڅو وسله وال كسان پيدا او ونيول شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه