کور / تازه خبرونه / د افغان يونايټيډ مرکز څخه ٧٠ تنه زده کوونکي فارغ سول

د افغان يونايټيډ مرکز څخه ٧٠ تنه زده کوونکي فارغ سول

په کندهار د افغان يونايټيډ ښوونيز مرکز څخه شااخوا ويا تنه زده کوونکي تر کمپيوټر ، منجمينټ او انګلېسي ژبي تر زده کړي وورسته فارغ سول.
په دې اړه يو لړ مراسم جوړ سوي ول چي پکښي د دې مرکز د مالي لګښت مسئول حاجي محمد او د دې مرکز مسئول تکړه او منل سوى استاد قرانمل او د ښووني او روزي رياست يوشمېر مسئولينو ګډون کړى ؤ.
قرانمل وويل چي تر اوسه ئې ٥٠٠ تنه زده کوونکي په يادو څانګو کي تر روزلو وروسته و ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي.