کور / تازه خبرونه / په غزني کي د تړلو ښوونځیو په اړه د خلکو پاڅون

په غزني کي د تړلو ښوونځیو په اړه د خلکو پاڅون

د کابل ورځپاڼو نن خپلې ځینې تبصرې په غزني کې د ښوونځیو د تړلو په وړاندې د عامو خلکو له خوا پیل شوی پاڅون ته ځانګړې کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې روان پاڅون د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره یو اقدام بللې او لیکلي، چې اندړو خلکو ته د ژغورلو لار وښودله.

ورځپاڼې لیکلي، چې د اندړو خلک له طالبانو سره کومه لانجه نه لري، بلکه غواړي، چې په سیمه کې یی ښوونځي، کلنیکونه او د ژوند نور سهولتونه موجود وي.

ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو تر ډیره پورې هڅه کوله، چې خلک د زور په کارولو سره ځان ته تابع کړي، حال دا، چې د ورځپاڼې په وینا د داسې کارونو عمر ډیر کم وي او بلاخیره، کله، چې خلک تنګ شي، نو جګړې ته مخه کړي.

ورځپاڼې لیکلي، که چیرې طالبان د خلکو د غوښتنو درناوې ونه کړي، نو ممکن دوي د هېواد په نورو سیمو کې هم له ورته غبرګون سره مخامخ شي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د اندړو پاڅون وسله والو طالبانو او نورو مخالفینو ته یو څرګند پیغام بللې او لیکلي، چې د جهاد په نوم له خلکو سره دښمني د ولس لپاره د زغم وړ نده او په هر حالت کې غبرګون ښودلې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د ښوونځیو، ښوونکو، زده کوونکو او خلکو سره جګړه جهاد نه، بلکه فساد او جنایت دې او خلک د فساد او جنایت له منځ وړل خپله دنده بولي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پاڅون باید نورو هغو سیمو ته هم وغځولې شي، چې خلک یي له ښوونځیو، روغتیایي خدماتو او نورو سهولتونو بې برخې ساتل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، چې له وسله والو مخالفینو سره د غوڅ چلند ترڅنګ ولس باید د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره هم د دوي د هغو کړنو په اړه حساب کتاب وکړي، چې له امله یي خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د اندړو د پاڅون کوونکو په حواله لیکلي، چې طالبان د دوي د پرمختګ مخه نیسي او د ښوونځیو د پرانیستلو، روغتیایي خدماتو د برابرولو او واټونو د جوړولو په اړه یي د دوي غوښتنې رد کړي دي.

ورځپاڼې د پاڅون کوونکو د یو شمېر په حواله لیکي، که طالبانو یي غوښتنې منلې وایي، نو دوي حاضر وو، چې له دوي سره اوږه په اوږه د امریکایي په وړاندې وجنګیږي، خو د دوي په وینا د طالبانو زیات ټینګار دا وو، چې خلک باید دوي ته تسلیم شي.

خو ورځپاڼې د طالبانو په حواله لیکلي، چې دوي جنګ نه غواړي، خپل یو پلاوې یي خلکو ته استولې، څو د موجوده ستونزې په اړه ورسره خبرې وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې طالبانو خپل هغه کسان مجازات کړي، چې د خلکو کورونو ته یي اور ورته کړې وو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د نورو سیمو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد د تاریخي دښمن په وړاندې دې د اندړو د خلکو په څیر ګام پورته کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو پاڅون کوونکو څرګندونې هم راخیستي او لیکلي، چې په پاڅون کوونکو کې یو سپین ږیرې هم شامل دې، چې وایي، یو زوی یي وژل شوې او څلور نور یی د ځان او سیمې د خلکو د ساتلو لپاره جګړه کوي.

ورځپاڼه لیکي، چې دې سپین ږیري هوډ څرګند کړ، چې تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي، چې دوي ژوندي وي.

ورځپاڼې وړاندې دا انتقاد کړې، چې که څه هم د اندړو خلک له ډیرې مودې راهیسې د طالبانو پر ضد پاڅیدلي، خو حکومت یي هم لا مرستې ته نه دي وردانګلي.