کور / تازه خبرونه / د سره صليب نوى مشر کندهار والي ته ور وپېژندل سو

د سره صليب نوى مشر کندهار والي ته ور وپېژندل سو

د کندهار ولايت لپاره د سره صليب د نړيوالي کمېټې ICRC نوى مشر نن کندهار والي ته ور وپېژندل سو او رسماً يې خپله وظيفه پيل کړه.
د سره صليب نوى مشر جولين ليريسن نوميږي چي له دې وروسته به په کندهار کي د ديادي مشري په غاړه لري او نن يې رسماً له مخکيني مشر ډانيل کاوولي څخه واک تر لاسه کړى.
نوموړى نن د مخکيني مشر لخوا کندهار والي ته والي د کار په دفتر کي ور وپېژندل سو او د معرفت په مجلس کي يې پر يو شمېر موضوعاتو هم بحث وکړئ.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په دغه ولايت کي د سره صليب کمېټې د مخکيني مشر ډانيل کاوولي کارونه او فعاليتونه وستايل او د هغه د هغو هڅو څخه يې تشکري وکړه چي په دغه ولايت کي يې د روغتيا او نورو سکتورونو د پياوړتيا په برخه کي کړي دي.
هغه زياته کړه چي د سره صليب ادارې فعاليتونه خورا اساسي او کليدي اهميت لري او دى هيله لري چي ددې ادارې نوى رئيس به هم د تېر په شان خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
والي نوى رئيس ته د دندي د مبارکۍ ويلو ترڅنګ زياته کړه چي محلي اداره ژمنه ده چي ددې ادارې سره په تمامه معنى مرستي او همکارۍ وکړي او ورته هر ډول مسؤن دکار شرايط اماده کړي.
نوموړي نوي ټاکل سوي رئيس ته په کارونو کي د برياليتوبونو او کاميابيو هيله وکړه او په عين حال کي يې ترې غوښتنه وکړه چي خپل کارونه د سيمه ييزي ادارې سره په همږغۍ او هماهنګۍ سرته ورسوي.
په کندهار کي د سره صليب د نړيوالي ادارې لپاره نوي ټاکل سوي مشر جوليان ليريسن هم په خپلو خبرو کي خوښي وښوول چي په کندهار کي يې دنده پيل کړې او د ولايتي ادارې د همکارۍ او همږغۍ غوښتنه يې وکړه.
هغه زياته کړه چي کارونو ته به د تېر په شاني ادامه ورکوي او هڅه به کوي چي لا هم پسې خپل کارونه او فعاليتونه پراخ کړي ترڅو اړمن ورڅخه استفاده وکړي.
د ننۍ ليدني په پاى کي د ICRC مشر کندهار والي ته ددې ادارې د کارونو او فعاليتونو په باب د چاپ سوي کتاب يوه کاپي د ډالۍ په توګه وړاندي کړه.
سور صليب يوه نړيواله مرستندويه اداره ده چي د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر په افغانستان کي هم فعاليت لري او په کندهار کي يې د فعاليت له پيل څخه دامهال ١٥ کاله اوړي