اسلام اباد :پژواک د خبر له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې دوى د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا نه وو احضار شوي ،بلکې عادي ليدنه يې کړې ده پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې د دير پېښې د احتجاج په موخه يې د افغانستان د سفارت مرستيال احضار کړى و.پاکستان ادعا کوي، چې لسګونه وسلوال د افغانستان له خاورې د خيبر پښتونخوا ايالت پر دير سيمې بريد کړى او ١٣ پاکستاني سرتېري يې وژلي دي.دير له کونړ ولايت سره ګډه پوله لري، د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي اتشه زردشت شمس د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د سفارت مرستيال موسى عارفي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته نه و احضار شوى.هغه زياته کړه: ((دا يوه عادي ليدنه وه، چې هر وخت ترسره کېږي، په دې ليدنه کې پاکستاني چارواکو د دير پر پېښې خپله اندېښنه څرګنده کړه.))شمس وويل، چې هېواد يې له پاکستان سره ښې اړيکې غواړي او د افغانستان نږدې ورور او ګاونډى هېواد دى.هغه زياتوي، چې د ترهګرۍ په اړه د افغانستان دريځ روښانه دى، ترهګري د پاکستان او افغانستان د هېڅ يو په ګټه نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو دښمن دي.زردشت شمس وايي، چې هېوادونه بايد په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.پاکستان په داسې حال کې د دير پر پېښې احتجاج کوي چې د کونړ ولايت اوسېدونکو نن په درېيمه ورځ هم د پاکستان له خاورې پر خپلو سيمو د توغندويي بريدونو په غبرګون کې پر لاريونونو لاس پورې کړى دى.