کندهار ښاريان وايي، د شپې له پلوه د تيل پمپونو نه فعاليت دوى د ستونزو
سره مخ کړي او نشي کولاى چې پر وخت ټاکلي ځاي ته ور سېږي.
دوى غوښتنه کوي، چې که د تيلو پمپونه د شپې له پلوه هم فعاليت وکړي، د
بېړنيو حالاتو پر مهال به يې تر ډيره مرسته کړي وي.
د مايع موادو او نفتو د کنترول رياست چارواکي بيا امنيتي ننګوني پدې برخه
کي عمده خنډ ياد وي، خو زياتوي چې په نژدې راتلونکې کې به د يو ګډ تصميم
په اساس د تيل پمپونو لپاره د نوکريوالي يوه لايحه جوړه کړي.
د کندهار ښاريان او ټکسي موټرچلونکي د تيل پمپونو فعاليت د شپي له پلوه
ډېر کم بولي او زياتوي چې ډېرى مهال د شپې له طرفه د تيلو د سخت کمي سره
مخ وي.
ياد کسان وايي اوس مهال د تېر په نسبت د شپې له خوا د موټرونو تګ راتګ
زيات شوى، ځکه خو اړتيا ليدل کېږي، چې د تيلو پمپونه هم فعاليت زيات کړي.
دموټرچلونکو په خبره چې تيل پلورونکي د شپي له ۹ بجو وروسته خپل کار دروي
او ولسي خلکو ته د تګ راتګ په مهال ډېرې ستونزې پيدا کوي.
دوي هيله کوي چې د ښارټول تيل پمپونه دې د يو ټاکلي مهال وېش له مخې د
شپي تر ناوخته فعاليت وکړي.
د موټر چلوونکو د يادي ستونزې په اړه د مايع او نفتو د کنترول رياست
وايي، امنيتي حالت د پمپونو د فعاليت په وړاندې لوي خنډ بلل کېږي.
د مايع او نفتي موادو د کنترول رياست معاوين خواجه صفي الله وويل چې
مخکې هم دوى پدې اړه تصميم نيولى وو، چې نتيجه يې نده ورکړې.
خو نوموړي لراوبرته وويل، چې دا ځل به د ښاروالۍ، ولايت مقام او د تېل
پمپونو د استازو په حوضو کې ګډ تصميم نيسي څو د يوې لايحې له مخې د تيلو
پمپونو ته د نوکريوالۍ سيسټم جوړ کړي.
د ښاروالي رياست مسولين هم پدې برخه کې د خپلې همکاري ډاډ ورکوي او وايي،
که پدې اړه اطلاع ورکړل شي حاضر دي چې د شپي له خوا د تيلو پمپونه وڅاري
او ورڅخه پر وخت ليدنه وکړي.
په کندهار کې دا مهال ۸۸ د تيلو پمپونه شته، چې د ورځې له پلوه ټول
فعاليت کوي، ولې د شپې يې ډېر لږ د کار په جريان کې ليدل کېږي.