پرون دجون پر۲۵مه دماپښین پرڅلوربجې دکندوز ښار دکابل بندر ته نزدې دمحلي پولیسو پررنجرباندي دسړک غاړي یو ښخ سوی ماین وچاودېدﺉ چي یوکوچني یې زخمي کئ خو دمعلوماتو له مخي پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په روانه میاشت کي په کندوز کي درې دسړک غاړي ماینوچاودېدلي او دوه نور یې شنډ سوي دي.تردې مهال دپرون دپیښي مسؤلیت چا نه دﺉ اخیستئ.