کور / تازه خبرونه / د خیبر پښتونخوا دافغان محصلينو اتحاديې خپله نوې کابينه اعلان کړه

د خیبر پښتونخوا دافغان محصلينو اتحاديې خپله نوې کابينه اعلان کړه

پېښورد خیبر پښتونخوا دافغان محصلينو اتحاديې خپله نوې کابينه اعلان کړه. دټاکنو دغه پروسه دمحمد حاشر غيور په مشرۍ د نهه کسيز خپلواک کميسيون لخوا د2012 ميلادي کال د جون د مياشتې په 24 (څلورويشتمه) نېټه د ماذيګر له 4 بجو نه تر 7 بجو پورې دپېښور پوهنتون په پرل پارک کې ترسره شوه
ديادونې و ړ ده چې په دغو ټاکنو کې په لومړي ځل په سوونو محصلينو برخه اخستې وه. دټاکنو په نتيجه کې درايو په اکثريت سره نجيب ننګيال رئيس، سيد مقدر وحدت مرستيال رئيس، حارث کاکړ د بهرنيو اړيکو مسئول، خليل الرحمان کريمي د فرهنګي چارو مسئول، احمد الله عزير مالي مسئول او ادريس ځاځی سپورتي مسئول وټاکل شول.ټاکنې په ډېره دوستانه او ديموکراته فضاء کې سرته ورسېدې او د مقابل جانب مشر ذبيح الله سالارزي په شمول ټولو کانديدانو په ورين تندي ومنلې.دافغان محصلينو اتحاديه يوه علمي ټولنه ده. له هېڅ راز ډلې ټپلې څخه ننګه او دفاع نه کوي بلکې يواځې او يواځې د افغان محصلينو د ستونزو دحل لپاره جو ړه شوې.دغونډې په پای کې د پخواني رئيس رياض درمل د خدمتونو ستاينه وشوه او د محصلينو لخوا په ډاليو و نازول شو. غونډه دقاري احمدولي په دعا پای ته ورسېده.
خليل کريمي دافغان محصلينو اتحاديه-فرهنګي څانګه