ژباړونکی: اتل جان ترين له لندن څخه
یوه ورځ د چوغکو پاچا (باز) ټوله چوغکي راټولي کړې او پوښتنه یې ځني وکړه:
– په تاسو کي چا زما تر ږغ لوړ ږغ اورېدلی دئ؟
چوغکو څه ونه ویل، ټوله په دې پوهېدل چي د باز ږغ تر ټولو لوړ دئ، باز بله پوښتنه وکړه:
– په تاسو کي څوک تر ما لوړ الوتلای سي؟
توتکۍ وویل:
– زه تر تا لوړ الوتلای سم.
سبا توتکۍ او باز دواړه څنګ پر څنګ ودرېدل ترڅو دا معلومه کړي چي څوک لوړ الوتلای سي، ټوله مرغان راټول سوي وه چي دوي وویني، کله چي د چا پام نه وو نو توتکۍ په پټه د باز پر شا کښېناستله، باز والوتی چي تر غرونو لوړ سو نو نارې یې کړې:
– ته چیري یې توتکۍ؟
توتکۍ وویل:
– دغه یم.
دا چي د هغې ږغ تر باز لوړ وو نو باز تر وریځو لا لوړ والوتی او بیا یې نارې کړې:
– چیري یې توتکۍ؟
توتکۍ وویل:
– دغه یم.
کله چي بیا د هغې ږغ پورته وو نو باز کوښښ وکړ، چي نور هم لوړ سي، باز ستړی سو، ولوېد او مړ سو خو توتکۍ ولاړه.
موږ له دې څخه دا زده کوو چي موږ باید هیڅکله په هغه څه چي خدای (ج) موږ ته راکړي دي مغروره نه سو.
( د اندونیزیا هیواده څخه)